نړۍ

پېښور: غلچکي برید کې د پوځ ډګروال وژل سوی

نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۲۱مه، ۱۳۹۴ ل): د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په مرکز پېښور ښار کې د نامعلومه وسله والو کسانو په ډزو سره د پوځ لوړ رتبه چارواکی وژل سوی دی.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د پېښور ښار د حیات اباد پر رنګ سړک باندي وسله والو کسانو کمین نیولی وو چې د ډزو په پایله کې یې د پوځ ډګروال طارق غفور ځای پر ځای ووژل سو.

د پاکستان د پوځ د عامه تعلقاتو ادارې (آی ایس پي آر) رسنیو ته ویلي چې ډګروال طارق غفور په پېښور کې پر دنده ګمارل سوی وو او همدلته یې د ځایي حکومتي پوهنتون څخه زده کړي کولي.

آی ایس پي آر په خپره کړي خبرپاڼه کې زیاتوي چې نوموړۍ د جمعې تر لمانځه وروسته پر سربند رنګ سړک باندي ویشتل سوی او وژل سوی دی.

د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراساني رسنیو ته په لیږل سوي بریښنالک کې ویلي چې ډګروال طارق غفور ددوی له لوري په نښه سوی او وژل سوی دی.

د یادوني وړ ده چې ډګروال طارق غفور د متقاعد تورن جنرال فضل غفور زوی دی، فضل غفور د ۱۹۹۴م څخه بیا د ۱۹۹۷م پوري د پاکستان د سرحدي ځواک قومندان پاته سوی او تر هغه وروسته د پاکستان د حکومت له لوري په مختلفو هیوادونو کې د سفیر په توګه پر دنده ګمارل سوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

د جمعی لمونز یی د شیطنت له مخی پکي زيات کری ده.

آفرین طالبانو داسي یی تر فشار أو تبي باندي ونيسي تر سو ستاسو له تعقیب، توقیف، او په تاسو له معامله گری سخه لاس په سر شي او توبه وباسي.

محمد عبدالله

الحمدالله حمداا کثیراا

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x