روزګان: په وسلو سمبال ۶۵ تنه پولیس طالبانو ته تسلیم سوي

نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۲۱مه، ۱۳۹۴ ل): نن سهار وختي د روزګان ولایت د خاص روزګان ولسوالۍ په وسلو سمبال ۶۵ تنه پولیس طالبانو ته تسلیم سوي او طالبانو خوندي ځایونو ته نقل کړي دي.

د طالبانو یوې مؤثقي سرچینې نن ټکی اسیا ته د ټلیفون پر کرښه وویل چې دغه ۶۵ تنه پولیس تېره شپه ناوخته د خاص روزګان ولسوالۍ څخه پر پښو راوتلي او نن سهار وختي یې دوی ته ځانونه رسولي دي.

سرچینه زیاتوي چې پولیسو د ځان سره ۸ ثقیلان، ۶ راکټ لانچر او نور ټوپکان د ځانو سره راوړي دي.

د چنارتو ولسوال معلم فیض محمد هم نن ځینو رسینو ته تایید کړه چې د خاص روزګان ولسوالۍ ۶۵ تنه پولیس طالبانو ته تسلیم سوي دي، نوموړۍ وایې چې دغه شمېر پولیس د خاص روزګان ولسوالۍ څخه د مرکز ترینکوټ پر لور روان وه چې په لار کې طالبانو ته تسلیم سوي دي.

د خاص روزګان ولسوال عبدالکریم بیا وایې چې دغه پولیس نادرکه سوي دي.

د روزګان ولایت امنیه قومندان غلام سخي روغ لیونی د خاص روزکان ولسوالۍ د پولیسو تسلیمیدل ردوي او زیاتوي چې دغه پولیس په یاده ولسوالۍ کې په جګړه بوخت دي خو په ولایت کې ځینو نورو امنیتي سرچینو هم د پولیسو د تسلیمی خبر تایید کړی او وایې چې ۶۵ تنه ټول پولیس طالبانو ته تسلیم سوي دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د