fbpx
islamabad uniwersty

راځئ چې نن مو د پوهنځیو له شاذو نادرو خبر کړم

لیکوال: عتیق الرحمن اړم

پوهنتون او داسې نور تعلیمي مرکزونو کې بېلا بېلې څانگې وې هر څانگه ځانته ځانگړتیا لري، خو یوه هم بې فایدې نه ده. د ژوند په اوږدو او په ځانگړي ډول کله چې پوهنتون علمي چاپیریال ته داخل شوی یم، نو هره ورځ نوي نوي شیان گورم، له هر څه یو څه خامخا زده کوم. ما چې کومه ورځ په پوهنتون کې داخله وکړه څو ورځې پس راته یو ملگري نصیحت کاوه چې په پوهنتون کې به ته د هر څه څخه درس اخلې، دا کس ولې تېز روان دی، څه علت دی دا بل بیا ولې سست روان دی، که کوم سست روان وي خامخا به يې تر شا کوم لامل وي، دا لاملونه مالومول او په دې ځان پوهول د انسان په ژوند کې خورا مثبت تغیر راولي.

ما د پوهنتون په دې څلور کلنه دوره کې ډیر څه زده کړل، په ځانگړي ډول د هلکانو او  پوهنځیو په اړه.

زه د خپلو تجربو په رڼا کې تاسو ته د پوهنځیو او په هغه پوهنځي کې د محصلینو ځانگړتیاوې ذکر کوم، هیله ده چې خوا مو پرې درنه نه شي.

پېل به یې له دیني پوهنځیو وکړو:

اصول الدین

زیاتره ورته ملایان راځي یا هغه چې عصري علوم یې نه وي ویلي. په دغه پوهنځي کې زیات شمېر هغه هم دي چې په انگليسي عبور نه لري. خو له فاکولتې مخکې پرې يو کال انگليسي وايي چې هر سړی د خپل استعداد مطابق په کې چليږي، که یو محصل په انگليسي  لږ هم عبور ولري او عصري علوم يې ویلي هم نه وي اصول الدین ته نه راځي ولې ډيماڼډ يې ډير نشته. وظیفې مظیفې دې خلکو ته لږې کمې پيدا کیږي ځکه نو د دغه پوهنځي هغه شاگردان چې اصل مقصد يې دنيا وي، د دغه ډگري تر څنگ ډي بي ای گانو ته هم زور ورکوي.

شرعیات او قانون

دې پوهنځي ته نو بیا مکس مساله راځي، ملا چې لږه يې ای بي سي زده وي دې پوهنځي ته راځي او عصري علومو والا چې پتیره ډوډۍ په اسانه نه خوري هم دې پوهنځي ته راځي، ددې پوهنځي یو څه ډیمانډ شته، وظیفه په کې پیدا کيږي، یو نه يوځای کې به قانوني مشیر شې، قاضي، څارنوال او که نور څه نه وي شخصي دارالوکالة خو بیا ترې چا وړې نه ده. ددې فاکولتې محصلين نو بیا په دې ډب نه دي چې په ځان پام وکړي الا ماشاء الله چې لږ له ځانه متأثره وی هغه بیا مستثنی دی. کله يې د اودس په څپلکو کې صنف ته روان وی او کله يې بیا یو سپينه او بله توره څپلکه په پښو کړې وي. دوی چې نوي نوي داخل شي نو بیخي هوا گانې گزوي هر یو يې مجتهد وي، خو چې څو ورځې تېرې کړي او یو څو ټکرې وخوري دماغ يې ځای ته راشي. یوه مهمه خبره چې په دوی کې ډیره د پام وړ ده  چې دوی دوه ورځې کومه معاصره فقه ووايي بیا نو په امامانو ردونه کوي، د هغوی رایې به داسې ذکر کوي ته به فکر کوې چې همصنفی يې دی.

عربي ژبې پوهنځې

دا پوهنځی یتیم پوهنځی دی، څوک ورته ډير خاصه پاملرنه نه کوي هسې که کوم یو په نورو فاکولتو کې ناکام شي نو دې کې بیا ښه به اسانه کامیابیږي.

البته یوه یادونه کوم چې ددغې فاکولتې ستونزه دې کې ده چې له فارغېدو ورسته به هسې دبی یې، نه وظیفه شته او نه هم شخصي کاروبار، لکه دار الوکالةؤ دکانداري او نور

پورته درې شرعي پوهنځي وه، اوس نو نو نوراځم عصري پوهنځیو ته،

پیل يې له دې سیاستمدارنو کوم، ځکه دوی له نورو  په موږ ډیر حق لري.

د سیاست او نړیوالو اړیکو پوهنځی

دار المجانین او د معیبیونو په پوهنځي سره هم یاديږي، دې پوهنځي کې زیاتره معیوبین زده کړې کوي. د سیاستپوهنې استادان وايي چې به ککرۍ کې دې سیاست نه وي په دې پوهنځیو موهنځیو څه نه کيږي هسې نور ضرر درته رسوي. زموږ زیات شمیر ملکان په الف ب نه پوهيږي، خو داسې سیاستمداران دي چې د پوهنتون څو ډاکتران ورته نشي رسیدلای. دا غریبانان په خوب کې د ډیپلوماتۍ خوبونه ویني، خو حالا کې چې چا سره په تش سلام کلام هم نه پوهيږي. دوی نو بیا د نورو پوهنځیو په نسبت ډير فارمل درس ته راځي، نیکټايي، پتلون او ښه قیمتي بوټان. د اېکسکيوزمي، ساري، تېنکس او دغه ډول نور لغات هم په پراخه کچه کاروي، دا محصلین دا فکر کوي چې که افغانستان له اوسني بحران څخه وتلای شي، نو همدا زه به یم چې له دغې بحرانه يې وباسم نورو خو هسې وران ویجاړ کړ. خو خپله بیا د دوه خرو وربشې نشي بیلولی او هوښياران د دوی په ليدو وايي چې که د افغانستان راتلونکي سياستمداران دغه وي، نو لکه چې ښه يې ورټېل وهي.

اقتصاد

ددې پوهنځي محصلین له ځانه ډیر سخت متأثره وي، متأثره به ولې نه وي خو چې فارغ شي نو ښه دکانداري ورته پیدا کيږي. په پوهنتون کې دا پوهنځی د دکاندارنو د پوهنځي په نوم شهرت لري. شاگردان يې گرده ورځ پردۍ پيسې حسابوي، ددې پوهنځي محصلین نسبتا د شرعیاتو او قانون محصلینو ته لږ فارمل راځي البته دوی چې له ځانه ډير متأثره دي نو په خبرو کې داسې تیوریانې در اوروي چې ته به فکر کوې ایډم سميت مې مخې ته ناست دی، همدا دی چې د افغانستان اقتصاد به به پښو ودروي. په ځان ډیر پام نه کوي او پام کولو ته ډير وزگار هم نه وی، کارونه یې ډير په سر پراته وي، د ټولې نړۍ حساب کتاب ور د غاړې دی.

بي بي ای یا تجارت او اداره

اوهووووووو دې پوهنځي ته هغه هلکان ډير راځي چې دری جیبه لري، یو کې ډالر بل کې کلدارې او درېيم يې بیا د افغانیو د ضرورت لپاره جوړ کړې وي.

هغه هلکان چې په نورو پوهنځیو کې ناکام شي دې کې ښه په اسانۍ سره کامیابيږي، ددې پوهنځي محصلین بیا  د گنگړپانو په نوم یاديږي، ځکه په درس کې ورته د گنگړپۍ درس ښودل کيږي. د مثال په توگه څنگه کولای شې چې په ژمي کې واوره خرڅه کړې او په اوړي کې بیا په سړي جامپر او بنیانونه.

ددې پوهنځي محصلين بیا نو داسې درس ته روان وي ته به فکر کوې چیرې فیشن شو ته روان دي. چسپ پتلونونه، يو گوشک په غوږ کې او بل ځوړند،

سهار، غرمه او ماښام په مړه خيټه د کریمونو وهل او نور

مخونه یې داسې خوی خوی وي چې ته به وا د دريم مخلوق څخه دی.

ددې فاکولتې محصلین بیا په نورو ډير غرور او تکبر کوي، ولې چې فیس يې زیات دی. ددې پوهنځي له یوه نوي محصل څخه چا پوښتلي وه چې په کومه فاکولته کې زده کړې کوې هغه يې په ځواب کې ویلي وه د پوهنتون د ټولو نه قیمت ترین فاکولته کې.

ځيني زموږ ښاغلي په دې هم غوليدلي وي چې فیس یې زیات دی نو بس پیسې هم په کې ډیرې دي، خو لکه چې دا ارمان گور ته ویسي، که واسطه وي یا پیسې او پراشوټ له لارې مقرر شي هغه بیا مستثنی ده.

انجینري

زموږ په پوهنتون کې چې چېرې کوږ وږ محصل په مخ درغی پوه شه چې د انجینرۍ د پوهنځي محصل دی او که غوړ و نو د بي بي ای او که لږ فارمل ډیر و نو د سیاست او که یو څپلکه بدله او بله بدله د شرعیاتو او قانون پوهنځي محصل دی.

ماحولیاتو  پوهنځی

روغ جوړ محصل چې په کې داخل شي، چې ترې راوځي لیونی وي.

کمپيوټر ساینس

ددې پوهنځي محصلين بیا نو سر و کار له کمپيوټر سره وي، دوی په فوټو شاپ کې ډیر تکړه وي، هره ورځ فیسبوک ته یو انځور خيژوي، چې مخامخ يې وگورې ترې به وډار شې خو د فیسبوک انځور یې بیا داسې وي چې رک روغ سړی پرې تېر وځي. وايرسونه او انټي وايرسونه هم ايجادوي، که کار يې وکړو ښه ده او که نه نو د دوی پرې پيسې نه ځي، د هېک کولو په معامله کې هم خپل گرم معلومات خلکو ته ښکاروي، او د کمپيوټر د مشکلاتو د ختمولو مفته دعوېداران دي.

انگليسي

استادن يې چې په مخ درشي داسې به فکر ونه کړې چې استاد دی، ټول سم فلمي ایکټران دي نو شاگردان به یې لا څنگه وي!!! له يوه شاگرده يې د انگلش فلمونو په اړه پوښتل شوي و چې څومره دې کتلي دي؟ هغه ځواب کړی و چې له ۱۰۰۰۰ پورته، بيا يې هم انگليسي داسې ده لکه د لېول ۲ شاگرد.

د ژوند په اوږدو کې مې د پوهنځیو او د  محصلینو په اړه همدومره مالومات ایله راټول کړل که وخت و او ژوند و، نور مالومات به هم له تاسو سره وخت په وخت شریک کړم.

یادونه: دا ليکنه د نړیوال اسلامي پوهنتون اسلام آباد پوهنځیو محصلینو او پوهنځیو ته په کتنې سره شوې ده.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محقق
میلمه
محقق

طنز د بد نه وه. خو د تاسو تخلص هم یو له شاذ او نادراتو څخه وه.
مننه
اباداوسې