غزنی: قره باغ کې د اردو عسکرو یو ځوان په ډزو وواژه

نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۲۱مه، ۱۳۹۴ل): د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې مېشت د ملي اردو عسکرو د سیمې یو ولسي وګړی پر ډزو وژلی.

د قره باغ ولسوالۍ د چوارخېلو اوسېدونکی وايي چې پېښه نن تر غرمې وړاندې رامنځټه شوه، د دوی په خبره عسکرو له قصده پر یو ویشت کلن ځوان ډزې وکړي او ځای پر ځای يې وواژه.

د چوارخېلو اوسېدونکو د اعتراض په ډول د یو لاريون په بدرګه د وژل شوي ځوان جسد د ملي اردو قرارګاه ته وړی و.

دوی په عسکر کوټ سیمه کې « مرګ پر اشرف غني! مړه دې وي د ولس دښمنان!» له شعارونو سره د ملي اردو د قرارګاه مخې ته د ځوان د قاتل د نیولو شعارونه هم ورکول، خو چا يې غږ وانه وريد.

اعتراض کوونکو د وژل شوي ځوان جسد د قره باغ ولسوالۍ مرکز ته هم یووړ او د دولت پر ضد يې شعارونه ورکول، خو د دوی په خبره چا يې غږ نه دی اورېدلی.

دا په داسې حال کې دی چې په خواله رسنیو کې لا هم د امنیتي ځواکونو له لوري د ولسي وګړي هغه د شکنجې ويډيو کليپ پرلپسې خپرېږي چې یو تن په رینجر موټر پسې تړي او عسکر خولې پرې لګوي.

یاده دې وي د ولسي وګړو د مرګ ـ ژوبلې په اړه ډېری وخت قضيې غلې پاتې شوې دې، تر دې وړاندې د ملي اردو عسکرو په میدان ودرګو ولایت کې د سید اباد ولسوالۍ تر لسو ډېر ماشومان ووژل، خو لا يې هم د پېښې په اړه دولت لاس تر زنې پاتې دی.

د شنونکو په باور ورته پېښې د ولس او دولت تر منځ یو څه پاتې باور هم له منځه وړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د