fbpx

ځوان کهول په کومه خوا؟ ـ مرکه

يادونه: له ځوان لیکوال او ژباړن احمدالله احمدزي سره د قلم فيسبوک پاڼې په زړه پورې مرکه د موضوع د اهمیت له مخې تاسې ته کټ ـ مټ خپروو، د قلم له چلوونکو په مننې!

« زموږ د ټولنې لويه ستونزه دا ده، چې په سر کې يې داسې خلک دي، چې ځانونه روشنفکره، پوهان او علما ښيي او په دغو پوهانو کې داسې خلک هم شته، چې يوازې د لفاظي تر حده پوهه لري او يو شمېر يې داسې هم شته، چې د پرديو پوهانو خبرې په خپلو نومونو خپروي» احمدزی

احمدالله احمدزی د ځوان کهول د فکري لارويانو څخه یو دی، په دیارلس کلنۍ کې يې د الله جل جلاله ستر کتاب حفظ کړ، وړه دوره يې خلاصه کړه، صرف، نحو، بلاغت، نقد، منطق او فلسفه يې مدرسه کې لوستي، د امام ابو حنیفه رحمه الله د عربي ژبې او اسلامي علومو معهد يې لوستی او د اسلام اباد نړیوال اسلامي پوهنتون څخه يې په عربي ژبه کې لیسانس تر لاسه کړی.

احمدزی صاحب، پر عربي، انګلیسي، اردو او دري ژبو لاسبری دی، پښتو خو يې مورنۍ ژبه ده او همدې مورنۍ ژبې ته يې ګڼې ژباړې په انټرنیټ کې خپرې شوې، دم ګړۍ د وتلي مصري لیکوال دوکتور محمد محمد ابو موسی د تقریر پر لیکنۍ ژباړه بوخت دی.

قلم، د مرکو په لړ کې، له دروند احمدزي صاحب سره د ځوان کهول د اوسني وضعیت او د دې وضعیت د بدلون په اړه مرکه کړې، ويې لولئ!

قلم: احمدزی صاحب کور ودان چې بلنه مو ومنله، غواړو د نوي کهول پر فکري بهیر وغږېږو څه فکر کوئ، د ځوانانو لپاره د تېرو ژوند او اثارو لوستل څومره مهم بولئ؟

ځواب: دا خو څرګنده خبره ده، چې کوم ملت روښانه ماضي ولري او په خپلو اسلافو کې د اسلامي امت په څېر سرلاري ولري، نو د هغه ملت راتلونکي نسلونه يوازې هغه مهال پرمختګ او ترقي کولای شي، چې د خپلو اسلافو پر لاره روان وي او د دې لپاره اړينه ده، چې زموږ ځوان نسل د پخوانيو علماوو، صحابه کرامو او د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم ژوند او سيرت په هر اړخيزه توګه ولولي او خپل اوسنی ژوند د پخوانيو علماوو، صحابه کرامو او پيغمبر عليه السلام د سيرت په تله وتلي او بيا د خپل اوسني ژوند د ناکامۍ او د هغو د بريا په راز ځانونه او خپل ولس پوه کړي. امام مالک رحمه الله فرمايي: د دې امت اوسني نسلونه يوازې هغه مهال بريا ته رسيږي، چې په دې خبره ځانونه پوه کړي، چې اولني نسلونو په څه شي پرمختګ کړی و.

قلم: د بیان له ازادۍ نه په ګټې په افغان فرهنګي بهیر کې داسې خپرونې هم فعاليت کوي چې مستقیم یا غیر مستقیم د اسلامي تاریخ په ګډون د هېواد تېر تاریخ د «وحشت دوره» بولی دوي انګېري چې زموږ راتلونکي نسلونه باید له تېر سره اړیکي وشلوي، استدلال دا کوي چې که تېر لولو نو موږ به د رکود په حالت کې یو، مخ پر وړاندې به نه ځو او په اصطلاح بنسټپالي به عملاً پاتې شو، دوی ته څنګه قناعت ورکولی شو؟

ځواب: دا نوې خبره نه ده، چې يرغلګر زموږ پر ځمکه د نظامي يرغل ترڅنګ زموږ د تاريخ او کلتور د ويجاړولو او بدنامولو هڅې هم کوي او تل يې د خپلو لاسپوڅو او روزل شوو کسانو په لاس هڅه کړې، چې مسلمانان له خپل کلتور او تاريخ سره وشکوي.

د غربي ښکېلاک يرغل شامل يرغل دی، د نظامي يرغل ترڅنګ سياسي، فکري او کلتوري يرغل هم دی او له همدې امله دوی غواړي، چې مسلمانان له اسلامي تاريخ او کلتور څخه جدا کړي.

دوی پوهيږي، که مسلمانان په خپل کلتور او تاريخ پوه او باخبره وي، نو بيا د دوي يرغل دلته نه شي کاميابېدای.

د عثماني خلافت له سقوط وروسته، چې ټول اسلامي هېوادونه سره تقسيم شول او پولې ورته وټاکل شوې، مګر د لر او بر ټول مسلمانان تر اوسه هم يو بل سره د ورورۍ او کلمې اړيکه لري او د دې اصلي لامل ګډ اسلامي تاريخ او ثقافت دی او تر څو، چې مسلمانان په دغه تار سره تړلي وي، پردي يرغلونه پرې نه شي کاميابېدای او د دې لپاره، چې غربي ښکېلاک په خپلو موخو کې بريالی شي، نو ښه چاره يې دا ده، چې مسلمانان له خپل تاريخ او کلتور سره ناشنا او دښمنان کړي. علما وايي، چې د تاريخ او اسلامي کلتور په اړه بې پروايي د خاورې له خيانت څخه ستر خيانت دی او هېڅکله د بښلو نه دی.

قلم: تاسې په لومړنیو خبرو کې هم دامام مالک رحمه الله په حواله وویل چې د امت اصلاح په هغه څه کېږي چې د امت لومړي پرې برابر و، په دویمه برخه کې مو هم وویل چې که مو ځوان نسل تېر تاریخ مطالعه کړي د پردیو دسیسې ښې درک کولی شي، څه فکر کوئ، د اوسني ځوان کهول لویې نیمګړتیاوې کومې دي او اوسنیو شرایطو ته په کتو يې د سمون تمه څومره کېدی شي؟

ځواب: زموږ د ټولنې لويه ستونزه دا ده، چې په سر کې يې داسې خلک دي، چې ځانونه روشنفکره، پوهان او علما ښيي او په دغو پوهانو کې داسې خلک هم شته، چې يوازې د لفاظي تر حده پوهه لري او يو شمېر يې داسې هم شته، چې د پرديو پوهانو خبرې په خپلو نومونو خپروي، دغه پوهان د خپلې ټولنې ستونزې نه شي درک کولای او نه د ټولنې له اړتياوو سره سم کتاب ليکلی شي او زموږ ځوان کهول د دغو خلکو لارويان دي. د يوې ټولنې د بريا لپاره تر ټولو اسانه او اساسي خبره لوست او مطالعه ده او مطالعه هم بايد داسې وي، چې يوازې د کتاب لوست نه، بلکې د هرې موضوع په اړه اصل مرجع ولټوو او په کتاب کې هغه څه ولټوو، چې بل چا نه وي موندلي.

د نقد او بلاغت معاصر امام شيخ ابوموسی وايي، چې کتاب کې بايد ورک علم وموندل شي. کتاب يو ځل ولوله، بيا يې ولوله، بيا يې ولوله تر هغو، چې ته د کتاب له لوستو په خپل فکر څه کوچ راوباسې.

د دې ترڅنګ بله مهمه خبره دا ده، که زموږ استادان خپلو زده کوونکو ته هغومره علم ورکړي، چې دوی سره دی، نو ټولنه کې به علم په ټپه ولاړ وي او که له ځانه کم علم ورکړي، ټولنه به نور هم د جهل پر لور ځي او اوس خو عملي خبره همدا ده، چې استادان هڅه کوي، خپل شاګردان له ځانه کمزوري وساتي.

د دوکتور محمد محمد ابوموسی په وينا ټولنه يوازې هغه مهال پرمختګ کولای شي، چې استاد خپلو شاګردانو ته د خپل علم ترڅنګ د موضوع په اړه نورې لارې او مراجع هم وښيي او د علم دروازې ورته پرانيزي، چې شاګردان له استاد څخه معلومات زيات ترلاسه کړي او همداسې دغه شاګردان، چې مخکې ځي، استادان شي او دوی هم بيا خپلو زده کوونکو ته په دغه طريقه علم ورزده کړي، نو بيا ټولنه د علم او پرمختګ پر لور سفر کولای شي.

قلم: د وروستۍ پوښتنې په توګه د ځوان کهول په نېغه لار باندې د ساتلو په برخه کې مسوول لیکوال، مبلغين او فعالانو څه کړي او څه باید وکړي؟

ځواب: زموږ پوهان، علما او بااحساسه مثقفين بايد خپل ځوان کهول ته د خپلو اسلافو د بريا او کاميابۍ رازونه ورسوي. پخوانيو علماوو خپلو راتلونکو نسلونو لپاره دومره کار کړی، که زموږ مبلغين او علما يې په مناسبه طريقه ورورسوي، نو هېڅکله به زموږ ځوان نسل بې لارې نه شي او د دې لپاره بايد هېڅکله نهيلي نه شي ځکه چې حق خبره او دعوت د نهيلۍ نوم نه پېژني. زموږ د ممبر، دعوت او قلم څښتان بايد لومړی خپل ځانونه د اسلامي علومو، کلتور او تاريخ په هره برخه پوه کړي او دغه پيغام خپل ځوان نسل ته د علمي امانت په توګه ورسوي او په خپل عمل دا خبره روښانه کړي، چې مسلمانان خپلو کې د رايې اختلاف لري او دغه اختلاف د عاقلانو ترمنځ طبعي خبره، مګر دا اختلاف بايد د زړونو په اختلاف بدل نه شي.

علامه شبير احمد عثماني رحمه الله د حق دعوت په اړه وايي، چې د حق لپاره درې خبرې لازمي دي:

اول دا، چې داعيه به دې حق وي، طريقه به دې د حق وي او نيت به دې حق وي، نو که د عثماني رحمه الله دا خبره د خپل ژوند او کار نصب العين کړو، نو ان شاءالله په ژوند کې به تر ډېره له خپلمنځي اختلافاتو او د دښمن له شر او دسيسيو هم خوندي يو.

قلم: پر ځوانۍ مو برکت

ځواب: مننه.

۱۳۹۴-۱۲-۲۱

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د