
پسرلی: حبيب الله تراب
حبیب الله تراب
دښتې غرونه زرغونیږي پسرلی شو
د خزان کډې باریږي پسرلی شو
ښایستونه یې له ځان سره راوړي
د ارمان غوټۍ سپړیږي پسرلی شو
اسمان ځمکه د وصال په جام سیراب کړه
لور په لور باران ووریږي پسرلی شو
د ها پورې غره لمن کې کیږدی ګوره
لکه ګل داسې ښکاریږی پسرلی شو
له هوسه د جنون په بال پرواز کړي
په چمن بورا تاویږي پسرلی شو
معبر یې د خوبو تعبیر ورکړی
بلبلان ځکه چیغیږي پسرلی شو
د سپیدو قافله راغله تر نظر مې
لمر هم بل ډول ځلیږي پسرلی شو
حبیب الله تراب به سترګې درته فرش کړم
چې ستا زړه پرې خوشحالیږي پسرلی شو
