افغانستان

جنرال امرخېل: که بېړنۍ مرستې ونه شي غزني سقوط کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د غزني امنيه قوماند جنرال امين الله امرخېل له مرکزي حکومته د بېړنيو مرستو غوښتنه کړې او خبرداری يې ورکړی، که غزني ته بېړنۍ نظامي مرستې ونه رسول شي، نو غزني به د طالبانو له لوري سقوط شي.

جنرال امرخېل پر کورنيو چارو وزارت نيوکې کړي، چې غزني ته يې سمه پاملرنه نه ده کړې او د چارواکو د ناسمو کړنو له امله دغه ولايت سقوط له سقوط سره مخ دی.

د غزني امنيه قوماندان دغه ولايت کې د کورنيو چارو وزارت له لوري د پوليسو پر نوو ټاکنو هم نيوکې کړي او دا يې د خپل کار پر وړاندې خنډ بللي دي.

جنرال امرخېل وايي، چې کورنيو چارو وزارت د ځمکنيو حقايقو له ارزونې پرته غزني کې نيوي امنيتي سرتيري او افسران ټاکلي، چې د ګټې پر ځای يې زيان ډېر دی.

د جنرال امرخېل په وينا، که مرکزي حکومت د ده غوښتنې او وړانديزونه ونه مني، طالبان به ډېر ژر غزني ولايت ونيسي او بيا به يې پړه هم د مرکزي حکومت پر غاړه وي.

د غزني ګڼې سيمې له طالبانو سره دي او ځايي خلک هم خپلې دعوې او حقوقي مسايل د طالبانو محکمو ته وروړي.

څه موده وړاندې په يو راپور کې راغلي وو، چې د غزني اوسېدونکي د حکومتي قاضيانو پر ځای خپل مسايل او دعوې  د طالبانو په قاضيانو خلاصوي او لامل يې هم دا وايي، چې حکومتي قاضيان له خلکو سره سم چلند نه کوی، د وړو دعو او قضيو لپاره ترې په لوړه کچه رشوتونه غواړي او دعوې يې هم تر کلونو کلونو نه حل کيږي.

رسنيو د غزني د خلکو له قوله ليکلي، چې د طالبانو قاضيان له هر ډول فيس او رشوت پرته په لنډ وخت کې د خلکو مسايل ور حل کوي او هڅه کوي، چې دواړه لوري خپلو کې سره جوړ کړي.

له دې وړاندې وړمه ورځ د هلمند ولايتي شورا استازو او مدني ټولنو هم ويلي وو، چې  لښکرګاه د سقوط له ګواښ سره مخ ده او زياته کړې يې وه، چې د هلمند ولايتي چارواکي د امنيتي چارو د سمبالولو توان نه لري او که مرکزي حکومت بېړنۍ مرستې ونه کړي، لښکرګاه به ډېر ژر سقوط وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

دا ناوړه او فاسده اداره په ټولو اړخونو کی د ستونزو سره مخ ده ، حکومت کول که همدی ته وایی له دی خو نه حکومت ډير شرف لری ، افغانستان کی قحط الرحال دی له دغو خاینینو ، فاسدینو ، ناپوهه او بی ضمیرو نور خلک افغانستان کی نشته ، همدغه طالبان نه یواځی د افغانستان بلکه د نړی تر ټولو بهتره او اشرف المخلوقات دی امرخیل خپله اقرار کوی په قطر کی چه غونده وه ټولو اقرار کولو سره ددی دغه بدو ته نړیوال کفر وسلی او پیسی ورکوی چه هغه ښه خلک ورباندی ووژنی ، د هغو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x