افغانستان

بدخشان : طالبانو په جګړه کې دوه ټانګونه نیولي

له بدخشان ولایت څخه راپورونه وایي ، چې تیر مازدیګر ددې ولایت په وردوج ولسوالۍ کې  ځایي طالبانو دحکومتي عسکرو په دفاعي خط برید کړی ، چې دسختې جګړې په پایله کې حکومتي عسکر دپوستې پریښودو ته اړ شوي دي ، او له سیمې په تيښتې وتلي .

د کره راپور په اساس دغه پیشه د وردوج ولسوالۍ په تیرګران سیمه کې تیرمازدیګر شپږ بجې پیښه شوې ده ، چې په نتیجه کې یې دحکومتي قواوو  دوه ټانګونه چې په یوه دهشکه او په بل زیکویک نصب دی ، طالبانو ته روغ په لاس ورغلي ، باید وویل شي  چې دبدخشان وردوج ولسوالۍ له ډيرې مودې دطالبانو په ولکه کې ده ، او تراوسه یې دنیولو لپاره د حکومت ټولې هڅې ناکامې شوي دي ، وړمه ورځ چارواکو اعلان وکړ ، چې په دې ولسوالۍ کې یې دیرش طالبان وژلي دي ، خو دبدخشان طالبان وایي چې حکومت دلرې پرتو سیمو په اړه همیشه دروغ وایي ، حقیقت دادی چې په تیرو څوکلنو کې په دې سیمه کې دیرش طالبان نه دي شهیدان شوي ، بلکې د څوکلونو دشهیدانو شمیر یوازې تر شلو رسیږي .

د پوځي ټانګونو نیول شاید په وردوج کې دطالبانو صف نور هم قوي کړي ، او کیدای شي په جګړه کې مهمه استفاده ترې وکړي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x