افغانستان

طالبانو د غزني د زندان د ماتولو مستند فلم خپورکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د طالبانو فرهنګي کمیسیون د غزني د زندان د ماتولو مستند فلم خپور کړی دی.

دغه څه باندې یو ساعت فلم چې د دوی پر رسمي پاڼه خپور شوی، پکې د زندان د ماتولو، د زندان په ماتولو کې د بريدګرو مرکې او له زندانه د را خلاصو شویو زندانيانو پيغامونه وړاندې شوي دي.

په فلم کې ښوودل کېږي چې په دې عملیاتو کې لسو تنو بريدګرو برخه اخیستي، چې څلور تنه پکې وژل شوي او شپږ نور ژوندي خپلو ځايونو ته رسېدلي دي.

د غزني زندان چې د روان کال د وږي پر ۲۲مه مات شو، د امنیتي چارواکو له قوله ۱۴۸ تنه یوازې «خطرناک» زندانيان ترې تښتېدلي دي.

په ويډيو کې ښوودل کېږي چې طالبان څنګه بريد کوي او له زندانه را خوشي شوي زندانيان خپل احساسات څنګه بیانوي.

ياده دې وي د غزني د زندان په دې بريد کې د زندان د مدير په ګډون لسګونو عسکرو ته مرګ ـ ژوبله واوښته.

فلم دلته کتلی شئ!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
کندهار

الله عزوجل دی د سر ښندونکو ارواح ښاد کړی ، الله عزوجل دی د دوی ارمانونه پوره کړی ….

مصطفی عمری

بسم الله الرحمن الرحيم ومي يبتغ غير الاسلام دينا فلن يقبل منه وهو في الاخرة من الخسرين (85) ال عمران الیوم 3 حمل سال 1395هـ ش و روز اول سال تعلیمی می باشد. تمام مکاتب ولایات های افغانستان سال تعلیمی جدید را اغاز گر شدند . استادان مکاتب باز هم به مسؤلیت سنگین که بدوش شان است شانه دادند و آن هم تعلیم وتربیت سالم جوانان این وطن. بنده هم بحیث یک جوان این وطن از معلمین محترم میخواهم که مسؤلیت مهم شان را به خوبی و طریقه افضل محمدی به پیش ببرند. چون معلم ورثه نبی کریم صلی الله… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x