ورزش

پاکستان خپلې کرکيټ لوبډلې ته هند د تللو اجازت ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، کب۲۲مه ۱۳۹۴ل): د پاکستان حکومت د دغه هېواد ملي لوبډلې ته اجازت ورکړ څو په نړیوال شل اوریز جام کې چې دوه ورځې وروسته به په هند کې پیل شي، ګډون وکړي.

د پاکستان د کرکیټ بورډ د اجراییه کمېټې رییس نجم سیټي رسنیو ته ویلي چې د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان کرکیټ لوبډلې ته اجازت ورکړی چې هند ته ولاړ شي.

هغه زیاته کړې چې د لویدیځ بنګال اعلی وزیر دوی باوري کړي چې د پاکستان کرکیټ لوبډلې امنیت به نیسي او دوی تر هغې وروسته هند ته د کرکيټ لوبډلې د لېږلو پریکړه وکړه.

پاکستان په هند کې د دوی لوبډلې لپاره د امنیتي ستونزو له کبله په نړیوال جام کې د ګډون کولو لپاره زړه نا ړزه و. د هماچل پردیش ایالت اعلی وزیر پاکستان کرکيټ لوبډلې ته د امنیت نیولو څخه معذرت غوښتی و او یو شمېر هندو بنسټپالو ګوندونو هم ګواښونه کړي وو.

د پاکستان کرکټ لوبډله نن هند ته روانه شوې چې په عربي اماراتو کې د لږې دمې وروسته ماښام مهال هند ته ورسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x