نړۍ

اوباما: د ليبيا د اوسني بحران پړه پر برتانيې او فرانسې ده

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د امريکا ولسمشر بارک اوباما د ليبيا بحران پړه پر برتانيې او فرانسې اچولې او زیاته کړې يې ده، چې د قذافي رژيم ړنګول او ليبيا کې مداخله ناسمه پرېکړه وه.

اټلانټېک مجلې سره په خپله مرکه کې امريکايي ولسمشر ويلي، چې ۲۰۱۱م کې ليبيا کې د ناټو ملاتړ د ده تېروتنه وه.

«ما له دې امله د ناټو ملاتړ وکړ، چې برتانيه، فرانسه او نور اروپايي هېوادونه به د ليبيا حالات کنټرول کړای شي، مګر د برتانيې لومړي وزير ډيويډ کيمرون داسې ونه کړل او په نورو کارونو کې بوخت شو.

اوباما له خپلو ايتلافيانو ګيله کړې، چې «په سختو حالاتو کې دوی مخکې لاړ شي، ملګري مو بيا موږ يوازې  پرېږدي، د نا اهلۍ مظاهره کوي او له ميدانه پښې وباسي او له تېرو څو لسيزو موږ سره داسې کارونه کيږي.»

امريکايي ولسمشر  د برتانيې هغې پرېکړې ته په اشاره وويل، چې سوريه کې د بشارالاسد له لوري د خپل ولس پر ضد د کيمايي وسلو د کارولو پر مهال به غلي نه کيني، مګر برتانوي پارلمان د بشارالاسد حکومت پر ضد د هوايي بريدونو مخالفت کې رايه ورکړې او له خپلې ژمنې په شا شوي دي.

بارک اوباما اټلانټيک مجلې ته ويلي، چې ده برتانوي صدر اعظم خبر کړی و، که په دفاعي چارو دوه سلنه لګښت ونه کړي، نو د امريکا او برتانيې اړيکې به وشلېږي.

د ليبيا په اړه بارک اوباما وايي، چې ګڼو عربي او اروپايي هېوادونو د ليبيا پخواني واکمن معمر القذافي هېڅ زيان نه و متوجه، مګر دوی بيا هم د قذافي رژيم د نسکورېدو غوښتنه کوله او د دې لپاره يې د وسله والو پاڅونو ملاتړ وکړ، مګر د قذافي رژيم له نسکورېدو وروسته د ليبيا حالات د پخوا په پرتله نور هم ترينګلي شوي او اروپايي چارواکو ترې مخ اړولی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

دغه دی د نړی وال وحشت له مخه نقاب لیری شو ، او هغه هم داوباما په خپله خوله ، دغه دی د نوی نړیوال فرمان شرمیدلی ماتی ، عینا د افغانستان د شمال او جنوب تلوالی یعنی د پښتنو او فارسی ټلوالی یا د ع او غ دوه سری ملی فاسد حکومت په شان ، چه ملت د دوی په ګټو او د دوی په امن کی نمایندګی کوی ، تاسی د افغانستان داخلی مافیه د نړیوالی مافیه یا دهشتګرو سره پر تله کړی . په کار دا ده چه د ټول نړی مظلوم بشریت بوش او دک چینی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x