ورزش

کور که نړیوال جام ته تګ؛ افغانستان نن د «بقا جګړه» کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، کب۲۲مه ۱۳۹۴ل): افغانستان او زمبابوۍ نن د هند په ناګپور کې مخامخیږي. دغه سیالۍ د دواړو لوبډلو لپاره تر هرې سیالۍ ډيره د اهمیت وړ ده. هره لوبډله چې يې وګټي، دوهم پړاو ته به ځي او بایلونکی به بېرته کور ته ستنیږي.

د نړیوال جام د پیلېدو لا یوه اونۍ نه ده تېره، خو نن يې پایلوبه را ورسېدله. هو! نننۍ سیالي د یوې پایلوبې په څېر حیثیت لري.
زمبابوۍ او افغانستان دواړو دوه دوه سیالۍ ګټلي. د زمبابوۍ په نسبت افغانستان بیا مقابلو لوبډلو ته لویې ماتې ورکړي.

افغانستان په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې په نهم نمبر دی، زمبابوۍ بیا په یوولسم. په نيټ رن ریټ کې د افغانستان پواینټونه تر زمبابوۍ زیات دي. د کرکټ شننونکي هم افغانستان د زمبابوۍ په وړاندې فیورټ یا غوره لوبډله ګڼي، ځکه زمبابوۍ تر دې دمه په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې افغانستان ته تر دې دمه ماتې نه ده ورکړې. دواړه لوري تر دې دمه څلور سیالۍ کړي او څلورو لوبو کې افغانستان بریالی شوی دی.

د افغانستان توپوهنه چې تر ډيره پرې پخوا باور نشو کېدلای، په وروستیو دوه سیالیو د پاموړ لوبه کوي. زمبابوۍ هم د پخوا په پرتله ښه شوې ده. د زمبابوۍ کپتان مسکادزا ډير په ښه حالت کې دی، دواړو لوبو کې هغه تېزه لوبه کړې او په دواړو کې رن اوټ شوی دی.

یو څه چې په نننۍ لوبه کې د افغانستان لوبغاړو مورال لوړولای شي هغه د بېطرفه نندارچیانو دي چې د افغان لوبغاړو په لوبه مینان دي. د چا شهزاد خوښیږي، د چا حمید حسن، څوک په شاپور مین دي او څوک په محمد نبي. تېرو دوه سیالیو ته ډيری دغسې بېطرفه نندارچیان د افغان لوبغاړو د مورال لوړولو په خاطر لوبغالي ته راغلي وو.

تېرې سیالۍ

په تېرو پنځو سیالیو کې افغانستان او زمبابوۍ دواړو په تېرو پنځو سیالیو کې یوه یوه بایللې او څلور یې ګټلي دي. دواړو لورو دلته زور و قوت سره برابر دی.

په تېرو دوه سیالیو کې افغانستان په یوه میچ کې په لسو اورونو کې ۷۹/۱ او په بل کې ۶۹/۰ منډې کړي او دا د زمبابوۍ لپاره ستر چلینج ده. که محمدشهزار په میدان کې ودریږي، د زمبابوۍ لپاره سرخوږی جوړولای شي.

لوبغالی او حالات

په ناګپور کې د تېرې سه شنبې ورځې راهیسې لوبې کیږي، لوبغالی ورو دی او د توپ اچوونکو په ګټه دی، منډې جوړول په کې ستونزمنې دي. د افغانستان لپاره یو څه چې د دوی لوبډلې په ګټه دي، هغه د ډیرو نندارچیانو راتګ دی چې په مقابلې لوبډلې تاثیر غورځوي. ګرمي په ناګپور کې ښه اوج ته رسیدلې او نننۍ سیالۍ کې به د هوا تودخه ۴۰ درجې وي.

لوبه د کابل پر وخت په ۲:۰۰ بجو پیلیږي. تاسو کولای شئ چې د نن ټکی اسیا له لارې یې په ژوندۍ بڼه وګورئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x