شعـــــرونه

د غزا ستوري

محمد صادق صدیقي

د مینې په اسمان کې د ښکلا ستوري ځلیږي
یو دوه نه دي پرېمانه ډېر بلا ستوري ځلیږي

تيارې له کلي تللي اوس غدۍ پرکلي نشته
په هر خوا ځل و بل ده د رڼا ستوري ځلیږي

سپېدو په غوڅه توره دماښام مرۍ پرې کړې
څرَک پر کنارو ده د صبا ستوري ځلیږي

سرکښه شیطانان یې بیا ویشتلي په نېزو دي
فاتحه پر میدان بیا د غزا ستوري ځلیږي

(صادقه) په نصیب دې د لفظونو پاچاهي شه
غزل کې دې دمینې او وفا ستوري ځلیږي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x