شعـــــرونه

حمد ـ مبارک

مولوي مجیب الرحمن مبارک

چه په مځکه اواسمان کی دی قدرت دی
مامنلی پاکه ربه ستاعظمت دی

باچهی دی ده بې نیازه بې احتیاجه
چلولی دی یواځی حكومت دی

که مخلوق سی ټوله ژبی بس یې وایی
ترهغه دی شان بالاپه حقیقت دی

چه په عقل اوپه خیال کی څه راګرځی
هیڅ هم ندی ترهغه دی ذات اوچت دی

په عجیب طرزدی پاللی ټول عالم دی
له رمزونونه دی ډك هرسیاست دی

په يووصف کی دی سیال نسته باداره
نه له تاسره دهیڅ چاشراكت دى

چه وتالره منظوروی هغه كیږی
خندول که ژړول اوکه عزت دی

«مبارك» چه څه په بنده ژبه وایی
شایدزړه کی یې ارمان دمغفرت دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x