افغانستان

کمپل: روان میلادي کال به افغان امنیتي ځواکونو ته يو خونړی کال وي

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان کمپل وايي چې روان ميلادي کال به د افغان امنيتي ځواکونو لپاره یو خونړی کال وي.

د هغه په خبره دوی اړ دي چې د طالبانو پر ضد روزل شوي عسکر لا هم تر روزنې لاندې ونیسي تر څو د دوی د ملاتړ اړتیا احساس نه کړي.

هغه افغان امنیتي ځواکونه د دې وړ نه بولي چې د خپل مخالفينو پر وړاندې دې د درېدو توان ولري، د ده په خبره افغان امنیتي ځواکونه څلور کاله نور هم د دوی روزنې ته اړتيا لري.

کمپل وايي چې د دوی مرسته شوې دوه الوتکې به په دوه کاله کې افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شي.

که څه هم کمپل افغان امنیتي ځواکونه د خپلو مخالفينو پر وړاندې د دوی له مرستې پرته کمزوري بولي، خو پر دې سربېره غږ پرې کوي چې په جګړه کې دې تهاجمي بريدونو ته زور ورکړي.

کمپل وېره ښکاره کړه، چې که يې خپل مشران دوی ته ځانګړی پام ونه کړي، ښايي ۲۰۱۶ کال د طالبانو په ګټه تمام شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close