fbpx
yahoo old

یاهو: یا به خپل ایمیل ته نوی مخ غوره کوی، یا به یاهو پریږدئ

نن ټکی آسیا: د ایمیل (بریښنالیک) نړیوال شرکت یاهو خپل پخوانی مخ د تل لپاره لیري کوي، او پر ځای یی خپل غړي مجبوره وي چي د ایمیل نوی مخ غوره کړي، او یا یاهو له سره پریږدي.

د یاهو شرکت خپل زړو غړو او ایمیل لرونکو ته لیک لیږلی او ویلي چي د جون میاشتي د دریمي نیټي څخه به ددوی د ایمیل مخ په بدلیدو پیل وکړي.

د مخ بدلیدو په وخت کي یاهو خپل په مشترکینو نوي شرطونه مني، چي یو د هغو څخه دا شرط دی، چي یاهو شرکت به ددوی ایمیلونه په اټومیټک توګه ګوري، او بیا به د هغه په مناسبت اعلانونه ورته ښکاره کوي.

د یادوني وړ ده چي په همدې توګه ګوګل ایمیل (جیمیل) هم کار کوي، هغه ایمیل ګوري، او په ایمیل کي چي څه راغلي وي، د هغه څخه په استفادې مناسب اعلانونه خپل مشترکینو ته ښکاره کوي.

څه موده مخکي د مایکروسوفټ له خوا په یوه ویډیو کي د نقد په صورت کي یوه ویډیو نشر سوی وه، چي په هغه کي ګوګل په دې متهم کړه سوی وو، چي خپل د مشترکینو ایمیلونه ګوري، او بیا په هغه باندي پیسی ګټي، په داسي حال کي چي د مایکروسوفټ د ایمیل سروس اوټلوک outlook بیا د خپلو مشترکینو ایمیلونه نه ګوري.

یاهو وايي که څوک نوي شرطونه نه مني، هغه کولای سي چي خپل زاړه ایمیلونه ډاونلوډ کړی، او یاهو د همیشه لپاره پریږدي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د