افغانستان

پخواني ولسمشر هم پر کونړ د پاکستاني الوتکو بمبار غندلی

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): پخواني ولسمشر حامد کرزي په کونړ کې د پاکستاني الوتکو له لوري بمبار غندلی او دا يې د شته اړیکو د خرابولو هڅې بللې دي.

د کونړ ځايي مسوولین وايي چې تېره سه شنبه پاکستاني الوتکو د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې بمبار کړی، چې د دوی په وینا دا ډول چارې به د دواړو هېوادونو اړیکي ترينګلې کړې.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي له دفتره خپره شوې اعلامیه وايي چې د پاکستان پر وړاندې د افغان دولت زغم باید د دې دولت کمزوري ونه بلل شي.

هغه پر پاکستان غږ کړی چې دا ډول حملې نورې ونه کړي، او په وينا يې که دا ډول کړنې دوام ومومي، نو د دواړو هېوادونو اړیکي به تر هغه بريده خرابي شي چې جوړېدل به يې امکان نه لري.

ياده دې وي د ګډ حکومت له پیل سره د ډېورنډ پر رسمیت پېژندلو سربېره لا هم پاکستاني ځواکونه د ننګرهار په ګواشته، د کندهار په معروف او د پکتیکا په برمل کې پراخې سیمې تر واک لاندې کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x