افغانستان

هلمند: د لښکرګاه په دوراهي کې امنیتي ځواکونو پر دوو ولسي وګړو ډزې کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): په هلمند کې د لښکرګاه ـ کندهار پر سړک د دوراهي په سیمه کې د ملي اردو عسکرو د ولسي وګړو پر موټر ډزې کړې، یو تن يې وژلی او یو يې مرګونی ټپي کړی دی.

د ۲۰۵ اتل قول اردو مسوولین وايي چې دوی دوه سرتېري بريدګر هدف ته تر رسېدو وړاندې وژلي، خو یوې بلې امنیتي سرچينې منلي چې وژل شوی او ټپي شوی دواړه ولسي وګړي دي.

د سرچينې په وينا دا دوه تنه ولسي وګړي د سنګين ولسوالۍ اوسېدونکي و، چې پخپله فیلډر موټر کې د کورونو په لوري روان و، امنيتي ځواکونو پرې ډزې وکړې او وروسته يې دوی د سرتېرو بريدګرو په نوم معرفي کړل.

وړاندې زیاتوي چې ټپي شوی تن اوس هم په روغتون کې تر درملنې لاندې دی، د کورنۍ غړو يې ورسره ليدلي او ټينګار کوي چې پر دې ولسي وګړو ډزې کوونکی دې قانون ته وسپارل شي.

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ د غزني په قره باغ کې هم د ملي اردو عسکرو یو تن ولسي وګړی ځای پر ځای وواژه.

د قره باغ د چوارخېلو اوسېدونکي وايي چې دوی د ځوان جسد د اردو تر قرارګاه او د ولسوالۍ تر مرکزه یووړ، خو چا يې غږ نه دی اورېدلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x