شعـــــرونه

مرګ راځي: هاشم سادات

هاشم سادات

ځي به ټول په دغه لاره که غریب دی که مالدار دی
هسې نوم دزندګۍ دی خو بس مرګ ته انتظاردی

هره شپه چه سباکیږی  دژوند ورځي مو ختمیږی
هر ثانيه دژوند په ونه د تیره تبر ګزار دی

داپرون چه لوی بادشاه و، دعوه ګیر په ټول جهان و
نن یې ګورئ جنازې ته ځي د بل په اوږو بار دی

ډیر ښایسته نازک مخونه، شول دتورو خاورولاندې
دچینجو دخوراک جوړ شي، که هرڅومره حسن دار دی

پدي لږو ورځو شپو کې، د دنیا فاني بازار کې
څوک په لږه څوکیدار دی، څوک په ډیره څوکیداردی

لکه ستړی مسافر چې، لږ د سیوري لاندې کیني
بیا روان شي خپل منزل ته دا مثال  د فاني داردی

د دنیا په رنګینو کې چې  دوکه نشې” هاشمه
دغه هرڅه به فنا شي، که دلدار دی که بهار دی

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x