اسلام اباد کې د امريکا مرکزي استخباراتو «سي ای اې» پخواني مشر رابرټ ګرينر

رابرټ ګرينر: د طالبانو پر ضد بايد د پاڅونوالو مرسته وشي

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): اسلام اباد کې د امريکا مرکزي استخباراتو  «سي ای اې» پخواني مشر رابرټ ګرينر ويلي، دی، فکر نه کوي، چې طالبان به د خبرو مېز ته کيني او له امريکايي چارواکو يې غوښتنه کړې، چې د افغانستان په ګڼو سيمو کې بايد د طالبانو پر ضد د اربکيانو او پاڅونوالو مرسته وشي.

رابرټ ګرينر واشنګټن کې د خپل کتاب «88 days in kandahar»  پرانستې غونډې ته دغه څرګندونې وکړې.

د رابرټ ګرينر کتاب کې د نورو تقاعد شوو افسرانو په څېر پر افغانستان د امريکايي يرغل، پاکستان او سپتمبر د يوولسمې پېښې په اړه خبرې شوي دي.

د ګرينر د کتاب مهم رارز ولسمشرۍ لپاره د پخواني ولسمشر حامد کرزي نومونه وه.

کتاب کې راغلي، چې کرزی د سي ای اې له لوري ټاکل شوی و او سي ای اې به د افغانستان ملکانو او قومي مخورو ته پرېمانه ډالر او نور مراعات ورکول، تر څو امريکايي عسکرو سره د طالبانو پر ضد نظامي او جاسوسي عملياتو کې برخه واخلي.

ګرينر په خپلو خبرو کې يو ځل بيا ټينګار وکړ، چې د طالبانو پر ضد بايد ځايي ولسي مخالفين تقويه شي، پنټاګون او سي ای اې بايد د طالبانو پر ضد هغو سيمو کې تاوتريخوالي او لانجو ته لمن ووهي، چې د طالبانو واک لاندې دي.

د سي ای اې پخواني افسر وويل، چې لومړی بايد طالبان په ارامه د څلور اړخيزو ناستو خبرو ته وهڅول شي، مګر دی ډاډمن دی، چې طالبان به څلور اړخيزې ناسته کې ګډون ته زړه ښه نه کړي.

رابرټ ګرينر د طالبانو وروستيو پرمختګونو په اړه وويل، چې د امريکا او افغان حکومت مخالفينو تېر کال د اټکل خلاف پرمختګونه وکړل، په ډېره اسانه يې کندز ولايت ونيو او لږ تر لږه د هېواد دېرش ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې دي.

د سي ای اې پخواني افسر ټينګار وکړ، چې خلک د طالبانو واک لاندې سيمو کې په اسانه ژوند نه شي کولای او دغو سیمو کې دوی ډېر مخالفين لري، نو امريکا بايد دغه مخالفين وروزي او د طالبانو ضد جګړو لپاره دې وهڅوي.

رابرټ ګرينر دا هم وويل، چې افغانستان کې د طالبانو ګڼ مخالفين د داعش په ليکو کې هم راټول شوي دي.

د رابرټ ګرينر په وينا که افغان حکومت، امريکا او نړيوالې ټولنې د افغانستان جګړه پای ته ونه رسوله او افغانستان کې يې سياسي بحران ختم نه کړ، نو دغه جګړه د درېيمې نړيوالې جګړې لامل کېدای شي.

د رابرټ ګرينر وروستۍ څرګندونې د هغه څه په خلاف وې، چې ده په خپل کتاب کې ليکلي دي.

د ګرينر په کتاب کې راغلي، چې افغانستان د اداري فساد پيل له همدې ځايه و؛ چې سي ای اې افغان ملکانو او د دوی پلويانو ته د طالبانو ضد جګړو او مرستو لپاره پيسې ورکولې او دغو خلکو د امريکايانو په ډاډ پر خلکو ظلمونه کول، له خلکو به يې په زور پيسې او باج اخيسته او امريکايانو هم د دې لپاره پرې سترګې پټې کړې وې، چې دغو خلکو امريکايانو سره د طالبانو پر ضد عملياتو کې مرسته او جاسوسي کوله.

رابرټ ګرينر ليکي، چې دغو ځايي ملکانو او زورواکانو به له خلکو باج اخيسته، له سوداګرو به يې د محصول په نوم پیسې اخيستې او د دولت پر ځای به يې خپلو جيبونو ته اچولې، دا کارونه افغانستان کې د اداري فساد لومړی بنسټ و او امريکايانو هم د دې لپاره پرې سترګې پټې کړې وې، چې دغو ملکانو به امريکايانو ته جاسوسي او د طالبانو ضد عملياتو کې مرسته کوله.

د رابرټ ګرينر په وينا طالبانو د افغان حکومت او عسکرو په ليکو کې له اداري فساده په ګټه اخيستو د حکومت پر ضد د خلکو غوسې او غبرګونونه راوپارول، چې دغه چارواکي د امريکايي عسکرو تر څار لاندې د خپل ولس پر ضد ناوړه چلند کوي او په اداري فساد کې ښکېل دي.

ګرينر په خپل کتاب کې د امريکايي عسکرو او ملکي چارواکو تېروتنو ته په اشاره وايي، چې نړيوال ايتلاف غوښتل افغان ولس د طالبانو پر ضد راپورته کړي، مګر د امريکا د تېروتنو او اداري فساد له امله دغه ولس د بهرنيو عسکرو او افغان حکومت پر ضد راپورته شو او د طالبانو تر څنګ ودريده.

ګرينر په خپلو يادښتونو کې ليکلي، چې د امريکا مرکزي استخباراتو خپلو افغان پلويانو او کارګرانو ته د بنديانو د شکنجه کولو وحشي لارې چارې ښودې او هغوی يې د بنديانو شکنجو ته هڅول، مګر دا کار نه و په کار؛ ځکه چې دغو شکنجو او ظلمونو د امريکايانو پر ضد د افغان ولس غوسې راوپارولې.

ليکوال زياتوي، چې افغانستان غوندې اشغال شوي هېواد کې د سي ای اې داسې وحشي کړنې د طالبانو ځواک نور هم پياوړی کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د