شعـــــرونه

اوولسمه آنلاين فی البديهه مشاعره

ترتيب: مستور مجاهد

د تېرې جمعې د شپې ( آنلاين فی البديهه مشاعره ) چې د تکړه شاعر (عرفان الله عرفاني ) صاحب د فيس بوک پردېوال تر سره شوه په لاندې ترتيب يې کتلی شئ!
د معمول سره سم دادی مشاعره د( شهيد محمد رسول وطن مل رح ) د شعر په مطع پيلوو په همدې قافيه او رديف يې را پيل کړئ

څوک په ګلونو پسې ځي چاته راځي ګلونه
د چا نصيب کې شي اغزي چاته اغزي ګلونه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بيا به د ډېرو يرغلګرو ميندې بورې کړي پرې!
سپرلی شو وختل مورچوته جهادي ګلونه
دانش ملنګ

د تورو شپو پلو ټولېږي له دې پورې کلي
د سپين سهار شمال به ورو ورو ښوروي ګلونه
عرفاني
د ملنګۍ په مات کچلول کې يې همېش ګرځوم
د شهادت د ښکلي جام څو ارماني ګلونه
زلمی ترکاڼ

مسلمه پام کومه مسلم چې ورته ونه وايې
دا مرتدين دې په رنجرو کشوي ګلونه
فدايي کاکا

چې تل مدام د حقې لارې تابعدار اوسېږو
رب به را وبښي ها ښکلي جنتي ګلونه
عبدالباقي مهاجر

څوک شول کباب د عشق په اور کې څوک لري انتظار!
د رب ديدار ته په تلوار درومي تنکي ګلونه
عبدالرحمن محمود

سړه سيلۍ توره تياره ورو ورو قدم وهمه
آخ څومره ښه لږي باران او د سپرلي ګلونه
بلال باسل

دا فدايي زلمی خو خاص لکه رامبېل او چمبېل
سپين يې مخونه ښايسته دي جنتي ګلونه
مسروري

څوک په ګلشن کې د ګلونو سره شپې تېروي
څوک بيا د بل په اشاره باندې سوځي ګلونه
مطيع الله جواد

حورې دې نکوي نازونه پخپل حسن باندې
زکه همېش ورځي و مخ ته فدايی ګلونه
مالک وفا

زمونږ په وطن باندې بلا انقلابونه تېر شول
خدايه پخپل رحم پرې شنه کړي طالبي ګلونه
قنداغا همت

له دې نه بل سپېره خزان به چا لېدلی نوي
چې پسرلي کې هم په ځوانه ځوانۍ مري ګلونه
رحمت الله

دا فدايان دي چې د عشق په زار ښه پوهيږي
دې ښايسته څه ښه ښکاريږي جنتي ګلونه
شکرالله شمال

يو ځلې راشه چې له ژونده ځينې خوند واخلې
بيا غوړېدلي دي جانانه د سپرلي ګلونه
ملنګ افغان

د خدای له دين ځينې ځارېږي ګلالي ګلونه
د پاک الله د محبت څو لېوني ګلونه
عزېزالله حسيني

ګلان خو ډېر دې ښايسته او عجيبه غوندې دي
زما خوښيږي په دې ټولوکې بدري ګلونه
غازي

د خپل وجود نازکې غوښې کړي پرې څېرې څېرې
چې د اغزيو نه کسات اخلي زلمي ګلونه
مهاجر کوچی

کفري جهان يې حيران کړی په غيرت يې وياړم
د غليمانو پرسر تندر هيبتي ګلونه
فريادي جانان

مونږ هم و يار ته سر او مال نظرانه زکه اېږدو
يار به يو ورځ زمونږ په نامه باندې راوړي ګلونه
ميرزا خان زهيريار

دا ځينې خلکو ته نو څه و وايو څنګ يې پوه کړو
ذهن يې ټول تخريب تخريب دی سوځوي ګلونه
عبدالمالک ستانکزی

هر مجاهد ته مو سلام په دواړو لاسو دی تل
خو د جهاد بهير کې ستوري فدايي ګلونه
صياد افغان

د ګل ځواني دې شم قربان جانانه راشه کنه
درته به دود کړمه ماڼو او سپيلني ګلونه
عبدالحکيم عمر

ستا قدمونه به کړم ښکل زما غازي جانانه
درته په لارکې به شندمه د بابري ګلونه
حامد متوکل

بيا يې د وينو شبنم ښه ښکاري په ښکلو څېرو
آه ګلابي په وينو سره استشهادي ګلونه
مهاجر افغان

د ورځې تېږې ماتومه د کمرونو منځ کې
د شپې ليکم مشاعره کې ادبي ګلونه
زلمی ترکاڼ

د سعد ستوري په نحست باندې غالبه ښکاري
تورتم د هجر ته راوړي دا برېښنايي ګلونه
عبدالرحمن محمود

رابه شي بيا له مودو ورک زمونږ مساپر طالب جان
په آزادۍ به بيا ګېډۍ ګېډۍ شيندي ګلونه
عرفاني

څومره ښايسته ښايسته بيتونه وليکل ملګرو
په مينه مينه به يې ولولي فرقاني ګلونه
محمد يونس فرقاني

پرور دېګار په وطن مو نور سپرلی راولې
درته پېش کومه شفاعت کې فدايي ګلونه
اسير

مونږ چې د مينې په شبنم باندې مخان ومينځو
غربي سيلۍ په روعنت خزانوي ګلونه
مهربان مجاهد
د صليبيانو ګوډاګيانو کېسه ختمه شوله
نور په وطن مو راروان د آزادي ګلونه
محمد طارق عمري

فضا خوشبېنه ده له هر خوا نسيمونه اوري
بيا نو بهار دی راټوکېږي د سپرلي ګونه
م صادق صديقي

په يو بټن ورباندې ټوله دنيا سره لمبه کړي
په ايماني قوت سمبال دي فدايي ګلونه
ريحان جان ذاهد

خزان شو تېر ملګرو تمه د بهار به کوو
د ګران وطن دشتې مو بيا راټوکوي ګلونه
فضل حق مياخېل

شهيده ياره هېر مې نه يې بې وفا نه يمه
هر وخت مزار ته دې راځم راوړم ګېډي ګلونه
انګار نيازی

چې وي ژوندی انسان هېڅ قدر يې جهان کې نوي
چې کله مړ شي بيا پر قبر يې شيندي ګلونه
هاشم سادات

د آزادۍ ناوې په چېغو چېغو داسې ويل
غازيانو راشئ ورانوي مې دپيکي ګلونه
بهار نصرت

د فدايي نوراني مخ ته دې ښه ځېر وګوري
که څوک لېدل غواړي دنيا کې جنتي ګلونه
حميدي

څوک د سنګر ولورته ځي يو څو ګلان ورکوم
چې غازي يارته مې شمله کې و ټومبي ګلونه
احمد مختار

ګرانه وطنه موږ د ستا په پاکه مينه باندې
کړل مو قربان پېغلې غوټۍ او شازلمي ګلونه
جلالي ملنګ

څوک شهيدان شول داسلام او د وطن په مينه
څوک غلامان دي په ډالرو بيا پلوري ګلونه
ايوبي لوګری

څوک باغچه کې په خوارۍ سره ګلونه پالي
څوک په سنګر کې په سرو وينو اوبوي ګلونه
محمد عمر زرمتی

ځار شم له داسې شاعرانو افرين افرين
څوک چې د خپل قلم په نوکه نازوي ګلونه
پښتون زلمی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x