افغانستان

عمر داودزی: حکومت د سولې په برخه کې د «ترکستان په خوا مخه نیولې»

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د کورنیو چارو پخوانی وزیر عمر داودزی وايي؛ د سولې لپاره د ګډ حکومت همدا لاره نېغه ترکستان ته تللې ده.

نوموړي چې د قومندان سیدخيلي د تلین په مناسبت يې غونډې ته خبرې کولې وويل، چې پر حکومت د خپل واک په وروستیو کې هم غږ کړی و، چې د سولې په برخه کې پر پاکستان باور پکار نه دی.

داودزی وايي کله چې يې د خپلې دندې په پای کې مخه ښه کوله پر حکومت يې غږ وکړ: پر دې لار چې تاسې ځئ، موږ تللي يو، دا لار ترکستان ته ځي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابینه کې د کورنیو چارو وزیر وړاندې وویل چې پاکستان په افغان سوله کې خپلې ګټې لري او هیڅکله هم په دې مسئله کې ژمن او صادق نه دی.

داودزی وروسته له هغه یادې خبرې کوي چې د پګواش په وروستۍ ناسته کې يې له طالبانو سره مخامخ خبرې وشوې او د ناستې د ګډونوالو په وینا د طالبانو پر وړاندې يې د خپل پخواني موقف له امله بښنه هم وغوښتله.

عمر داودزی په داسې حال کې د پاکستان رول بې باوره بولي، چې افغان حکومت لا هم پاکستان ته د سولې سترګې نیولې دي.

پاکستان ژمنه کړې وه، چې د مارچ په لسمه به طالبان مخامخ له افغان حکومت سره کېنوي، خو د طالبانو سیاسي دفتراو طالب وياند ذبیح الله مجاهد له دې ناستو ناخبري وښودله او د پاکستان او افغان دولت له لوري د مخامخ مذاکراتو تر نا معلومووخت پوري د ځنډ خبر ورکړل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x