شعـــــرونه

هوسۍ / دعبدالاحد حماد نوی نظم

ته لږ کښېنه، ته لږ رام شه
ماته یو ته یې را پاته
زما زړه په تا ودان دئ
که پوښتنه کي عیب نه وي
ښایي ستا سره یې حل وي
اې خبر يې دا څه چل وي؟
چي دا ستا د راتلو ږغ شي
یا هم ستا د تللو ږغ شي
ساه مي لنډه لنډه کیږي
ته دا غوږ لیږ را نژدې کړه
زړه مي دغه رنګ درځیږي

ته لږ کښېنه، ته لږ رام شه

اخ؛ دا څه درباندي وشول؟
دغه رنګ دي ولي والوت؟
هله مسک شه زړه مي چوي
هله ژیړه، زرغونه شه
هله و اوره باران شه
بې جانانه ژوندون څه دی
بې ایمانه ژوند دي ورک شي
شکر خدایه! مسلمان یو
ستا ټول ښکلي پر موږ ګران دي
په رښتیا زړه دي را غونډ کړه
یوه خبره راته وکړه
هغه ورځ به دي په یاد وي
د ورېښمو په کارون کي
چي له ځانه ورکېدلو
له جهانه ورکېدلو
زما یاد دي ستا به یاد وي؟
چي مو عقل مرور کړ
چي له خضره سره ولاړو
په ښکلا پسي شو ستړي
تا وېل ځه چي ځان دمه کړو
تر دې ونه لاندي کښېنو
دغه ونه د لونګو
د حیات پر چینه باندي
د هوسا ژوندون مانا ده
زه دي پوه کړم چي معما ده
ستا به یاد وي؟ زما په یاد دي
چي د خدای پر لور روان وو
تعبیرونه ټول ګونګي وو
د الفاظو ملا وه ماته
بس د دوو زړونو درزا وه
زه او ته پرې پوهېدلو
چي پر څه وه او د چا وه؟
له هغه نه تر دا اوسه
چي وه ما او تا څکلي
د عشق لپي- لپي بنګ وو
زما او ستا د سترګو جنګ وو
ساه مي لنډه- لنډه کیږي
ته دا غوږ لیږ را نژدې کړه
زړه مي دغه رنګ درځیږي
ته لږ کښېنه، ته لږ رام شه

دا مزل د منډي نه دی
په دې لاره کي اغزي دي
تر ازغیو سخت سړي دي
لري ستا د پاکه مخه
ستا په څېر پر یوه ښکلي
یو وخت بل هم زه مین وم
بیا پر دغه لاره راغلم
غریو نیولی، پښې تڼاکي
نه مي چا پر سر لاس تېر کړ
نه چا اوشکي کړې را پاکي

ما دوئ ډېر ښه ازمویلي
تر جانان یې غیران خوښ دی
تر ایمان یې غیران خوښ دی
تر خپل ځان یې غیران خوښ دی
د دوی زړونه دي د کاڼو
د سپوږمۍ ازار وهلي
لمر له دوی نه مرور دی
دوی په خپل لاس ډېوې مړې کړې
دوی ته خضر شېرا کړې
انسانیت ترې نه ازار دی
دوی مین دي پر تور مخو ماښامونو
له بلا سره یې لاس دی
ته وا څنګه؟ هغه داسي
ته لږ کښېنه، ته لږ رام شه

دا کیسه ډېره وږده ده
زما د مات زړګي کیسه ده

څه ترخې شېبې شوې تیري
لکه ستا د سترګو کسي
داسي تکي توري شپې وې
تا به خپلي مړاوي سترګي
په اینه کي وي لیدلي؟
داسي وم درپسي مړاوی
داسي یم درپسي مړاوی
زه د ژوند پر وږو بار یم
شوګیري دي رانه ستړي
زولني دي رانه ستړي
ستا غمونه ښه پرېمان دي
زما زړه او ستا بارخو بس 
لکه دوې شهیدي خوندي
چي په وینو کي لت پت شي
زما په زړه ښخ شوی غشی
هغه ستا د بڼو غشی
ما د ژوند له غیږي اخلي
خو دا یوه خبره واوره
زما دوې اوښکي دي درباندي
بیا یې راوړه زما تر قبره
بله دا چي له دې کلي
له دې کلي لیري ګرځه
په دې کلي کي بلا ده
نه تا ویني نه ما ویني
زه یې وینم، ته یې وینې؟

ته لږ کښېنه، ته لږ رام شه

بوږنونکې حادثه ده
بیا کوم پړانګ پسي راخیستې
بیا هوسۍ ده سا اخیستې
تښتي- تښتي- ځغلي- ځغلي
له ګړنګه تر ګړنګه
شوه د پړانګ له پنجو خلاصه
خدایه! فضل، خدایه! فضل
پورته پړانګ دی لاندي لاښ دی
اخ له لاسه را ختا شوه
ما یې خرپ په غوږو واورېد
د هوسۍ د ملا تیر مات دی
ترهېدلي، وېرېدلي
دوه کبلي ولاړ حیران دي
لکه زما پر جنازه چي 
دوې یتیمي خوندي ژاړي
غریو نیولي- غریو نیولي
شوې یو بل ته ور ترغاړي
ته لږ کښېنه، ته لږ رام شه

دغه پړانګ دی د دې کلي
د هوسۍ وینې خوراک دي
د کبلۍ په اوښکو خان دی
هسي نه چي یوه ورځ دي
له ګړنګه را ختا کړي
زما په څېر دي د لاښونو
په څورنګه راختا کړي

ته لږ کښېنه، ته لږ رام شه  

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x