افغانستان

برتانيا ته تللي ترجمانان له هغه هېواده شړل کېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): هغه افغان ژباړونکي چې په برتانيا کې يې پنا اخیستې وه، د هغه هېواد له لوري بېرته افغانستان ته شړل کېږي.

د ډيلي میل په قول د لندن محکمې هغه قانون لغوه بللی چې د افغان ژباړنو د شړلو مخه يې نیوله، د سرچينې په قول اوس په برتانیا کې پنا اخیستي ژباړنو بېرته له برتانيا ویستل کېږي.

په برتانيا کې ډېری هغو کسانو پناه اخیستې وه، چې په افغانستان کې يې له برتانوي ځواکونو سره د ژباړونکو په توګه دندې ترسره کولې.

دوی ګیله من دي چې د برتانويانو لپاره يې ځانونه د مرګ خولې ته ورکړې و، خو هغوی يې بېرته خپل هېواد ته په تګ مجبوروي.

د دوی په خبره له افغانستانه ځکه تللي و، چې ژوند يې په خطر کې و، خو د برتانيا حکومت يې بېرته هغه هېواد ته شړي چې د دوی په خبره ژوند پکې سخت دی.

دا په داسې حال کې دی چې لا هم د ګڼو هغو کسانو دوسیې د بهرنیو هېوادونو په سفارتونو کې پرتې دي چې له بهرنیانو سره يې دندې ترسره کولې او له هېواده د وتلو نیت لري.

ياده دې وي له قانوني لارو پرته په قاچاقي لارو هم ګڼ هغه ځوانان له هېواده تښتېدلي چې له بهرنیانو سره يې په پوځي، ملکي یا هم استخباراتي برخو کې دندې ترسره کولې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

له هیټلره چا پوښتنه وکړه ، د خپلو فتوحانو لړ کی زیاته کرکه او کینه مو د چاسره پیدا شوه ، هیټلر ځواب ورکړو [ د هغو سره چه زمونږ سره یی د خپلو خلکو په ضد مرسته کوله ] دغه انګریزانو ته شرمیدلی ژباړن چه د دجال غیږی ته هم ورسیدل خو د دجالانو هم بدی شول ، وایی د شیطان خپل نه شوم او الله ج ته می مخ تور شو ، انګریزان که د نورو نړیوالو سره له هر دول وحشت څخه کار اخلی او د نړی تر ټولو مکار او ظالم قوم دی ، مګر په… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x