افغانستان

حاجي ظاهر قدير يو ځل بيا د ولسي جرګې لومړی مرستيال وټاکل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د ولسي جرګې ادارې پلاوي د ټاکنو لړۍ روانه ده او له درېيم ځل ټاکنو ووروسته حاجي ظاهر قدير يو ځل بيا د ولسي جرګې لومړی مرستيال وټاکل شو، مګر د دويم مرستيال څوکۍ لا هم تشه ده.

د ولسي د اداري پلاوي لپاره د کب ١٩،١٨،١٧ او نن ټاکنې ترسره شوې.

په دغو ټاکنو کې وړمه ورځ د بدبخشان د خلکو استازی عبدالرووف انعامي منشي، د کابل د خلکو د استازی عرفان الله عرفان مرستيال منشي، د ننګرهار د خلکو استازی حاجي عبدالظاهر قدير لومړی مرستيال وټاکل شو، مګر د دويم مرستيال څوکۍ لا هم تشه ده او څوک يې د ټاکنو په ګټلو نه دي بريالي شوي.

د دويم مرستيال لپاره نن هم ټاکنې ترسره شوې، مګر څوک پرې ونه توانېده.

د ولسي جرګې رييس عبدلرووف ابراهيمي اعلان وکړ، چې سبا به يو ځل بيا د مخکښو نوماندانو د کوچيانو استازي حاجي نذيز احمدزي او د هلمند د خلکو استازي نعمت الله غفاري ترمنځ د دويم مرستيال لپاره ټاکنې وشي.

د ملي شورا د اداري پلاوي د قانون له مخې که د اداري هيئت نوماندان درې ځل ټاکنو کې د څوکۍ په ګټلو ونه توانېدل، نو وروستي ځل لپاره به د دوو مخکښونو نوماندانو ترمنځ سيالۍ ترسره کيږي.

د ملي شورا شپاړسمه دوره تېره يکشنبه د ملي شورا نوې ودانۍکې د ګډ حکومت مشر اشرف غني په وينا پيل شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

د دموکراسی ټاکنی او د دموکراسی بیان ازادی د خلکو له تیرویستنی او د درغلی له یوی وسیلی غیره نوره څه نه ده ، د غنی او عبدالله د جمهور ریس کیدو د پاره هم دموکراتیکی ټاکنی تر سره شی چه له امله یی ځنی میلونران بیلونران جوړ کړل مګر تاسی ولیدل چه هغه ټولی رایوی امریکایانو په خکندازو کی ګوذار کړی . غنی او عبدالله په ډیره بی عزتی د امریکا سفیر د امریکا سفارت کی دواړه ریسان جوړ کړل دا وښوده چه دلته د خلکو خپلواکی غصب شوی مونږ د هر څه واک لرو زمونږ رایه مهمه ده… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی

حاجی قدیر د خپل پلار برخه لیک ته نزدی شوی ، دی خو خوشاله دی چه د اشغالګرو سره په اړیکو میلونر ، سرمایدار او سیاستدار شوم لوی چارواکی شوم لویانو کی می نوم ولیکل شو په دی چه ننګرهار کی می د اسلامی مقاومت په ضد د داعشیانو په پلمه د داعشیانو حوزی جوړی کړی او همدغه ابتکار د دی سبب شو چه تل د پارلمان لمړی مرستیال ( لمړی خبیث ) پاتی شی ، چه هغه بل متفکر د خلکو په رایو ونه ټاکل شو( په یو سفارت کی په ډیر حقارت لکه د یوه سړی دوه بنی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x