افغانستان

د اردو عسکر: دا دولت نه؛ یوه شخصي پروژه ده

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د ملي اردو یو تن عسکر چې له خپلې دندې زړه توری شوی ګډ حکومت یوه شخصي پروژه بولي.

سفر خان چې د خوست ولایت اوسېدونکی دی، د ملي اردو په لیکو کې يې په بېلابېلو ځايونو کې دندې ترسره کړې دي.

نوموړی اوس له دولته زړه توری دی او په وينا يې بیا به په ژوند کې د دې دولت دندې ته زړه ښه نه کړي.

د ملي اردو دې عسکر د بې بې سې پر فیسبوک پاڼه خپل نظر لیکلی او ويلي يې دي چې د دولت له ملاتړه يې زړه توری دی.

هغه لیکي: «زه هم یو وخت عسکر وم، خو اوس په هیڅ صورت نه غواړم چې له دولت څخه ملاتړ وکړم. »

سفر خان لیکي؛ هغه دولت چې ده ورته په پوځي لیکو کې څو کاله خدمت کړی، پر باطل پرستۍ تورنوي او په وينا يې حق ته پکې حق نه ویل ویل کېږي.

« په دولت کې حق ته حق نه ویل کېږي، دا دولت نه دی یوه شخصي پروژه ده.»

سفر خان یوازینی کس نه دی چې دولتي لیکي پخپله خوښه پرېږدي، تر دې وړاندې ګڼو ځوانانو پوځي يونیفورم ځکه ویستی چې دولت يې پر فساد او د دوی پر سر پر معاملو تورن کړی دی.

د شنونکو په باور، د طالبانو پرلپسې بریدونه، پوځي نه همغږي او سیاسي کمزورې اداره هغه څه دي چې په پوځي برخه کې ځوانان خپله روحیه له لاسه ورکوي او له خپلو دندو زړه توري کېږي.Safar-coment

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

کشکی شخصی ( افغانی )پروژه وی ، دا معنی چه ځینو افغانی زورګیرو به حکومت خپل انحصار کی راوستی وی لکه د عربی هیوادو بشار الاسد ، مبارک ، قذافی په شان او یا د ځینو شاهی کورنیو په شان لکه د سعودی عبدالله ، د افغانستان ظاهر شاه ، د ایران رضاشاه دوی په شان ، بیا هم د منلو وړ به وی لږ تر لږه خپلواکی خو به مو لرلی . دا د خارجیانو ( نړیوال یهودی انګریزی استعمار ) پروژه ده ، د هغو له خوا واده شوی ، د هغو له خوا د هغو په ډولیو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x