نظــر

د سره صلیب پردفتر د برید دسیسه !

دوستانو کیداي سي په مطبوعاتو کي د سره صلیب دنړیوالي ادارې د جلال آباد پر دفتر د برید په اړه ډیرڅه لوستي وي، ځینو مطبوعاتو بېله دي چي کره معلومات ولري او یا کومه سرچینه وښيي دا بريد يي د څو تنو فدایانو پواسطه ترسره سوي وباله، چي بیا وروسته يي د فدایانو په شمیر کي هم خبرونو توپیر پیداکړ.

اوس خبره داده چي تلویزونونو ولي په دغه برید کي د شهیدو فدایانو انځورونه خپاره نکړل، او چي دوي لومړی شپږ تنه یادول ولي اخر دوه تنه شول؟ او په یاد برید کي ولي یوازي د پولیسو او خادیانو لخوا ډزي کېدلي د متقابل لوري ډزي ولي چا وا نه ورېدلي ؟ او جالبه لا دا چي کله پولیسو له دفتره خارجیان را ایستل پداسي حال کي چي ددوي په وینا برید هم دوام درلود ولي له ژغورونکوسره برید کوونکو جګړه ونکړه؟

درنو لوستونکو په لاندي کرښو کي هغه څه ولولئ چي تر اوسه مطبوعاتو ندي خپاره کړي ، دا معلومات یوي خورا معتبري او مؤثقي منبع په واک کي راکړي او غواړم دموضوع د ښه روښانتیا لپاره يې درسره شریک کړم:

برید په دې ډول پیل سو: لومړی دوه نفره په یوه سراچه موټر کي د سره صلیب ددفتر مخي ته راځي ، یونفر ورڅخه راکښته کېږي او هغه بل نفر په سراچه موټرکي حرکت کوي، راکښته سوی نفر په خوار اطمینان د دفتر بې وسلي چوکیدار په خپله تومانچه ولي او دفتر ته ننوزي، دفتر ته په ننوتلو د موټرو تمځاي ته ځي او هلته چي یو لوي جنراتور هم پروت دی هغه موادو ته چي له ده سره ور سره دي چاودنه ورکوي، دلته جنراتور چي د تیلو ذخیره هم ورسره نژدې ده اور اخلي او دا اور موټرانو ته هم رسیږي، د اور په لوخړو کي ټول دفتر پټیږي او دغه کس بیا په پوره اطمینان ددفتر ودانۍ ته حرکت کوي، خارجیان چي دا کس ویني ټول په تعمیر کي سره پټیږي او د تېښتي هڅه کوي، دغه کس ته یوازي ددغه دفتر مشر پیټر د منډي په وخت کي په مخه ورځي او دي ورباندي ډزي کوي چي په نتیجه کي هغه په پښه کي زخمي کېږي، وروسته دی د ودانۍ په ټولو برخو کي په چټکۍ ګرځي او هڅه کوي چي کوم خارجي پیدا او ډز ورباندي وکړي، پدې وخت کي پولیس او خادیان را رسیږي او بېله کومي ویري ودانۍ ته ننوزي او خارجیان پیداکوي او بیايې دلوخړو په منځ کي له دفتر باسي.

په یاد ټول جریان کي هیڅ کس پر برید کوونکي ډزې ندي کړې او نه دا معلومه سوه چي برید کوونکی څه سو؟

له پورته مؤثقو معلوماتو څرګندېږي چي دا برید یوه فدايي حمله نه وه بلکه یوه منظمه ترتیب سوې دسیسه وه.

داچي ددې دسیسې ترشا به دچالاس وي د پورته لیکل سوي جریان د مؤثقو معلوماتو پراساس یوازي او یوازي دا کار د کرزي رژیم د استخباراتو کاردی او چي د هدف خبره يې سي کیداي سي ځواب يې ډیراوږد وي.

دلته د کرزي رژیم د دغه استخباراتي دسیسې د موخو یو څو اړخونه لیکل غواړم :

لومړی : څرنګه چي اوسهال د افغانستان تقریباً په ټولو سیموکي د امریکایانو اوددوي دګوډاګیانو په وړاندي د اسلامي امارت د مجاهدینو پراخ عملیات په ډير زور سره روان دي او طبعي ده چي په جګړه کي به شهیدان او زخمیان پېښېږي او دا هم معلومه ده چي د جګړې له ډګړه د زخمیانو او شهیدانو په انتقال کي یوازنۍ بې پرې اداره نړیوال سورصلیب خورا ارزښتناکه فعالیتونه ترسره کوي ؛ نو د کرزي استخباراتي کړیو دا دسیسه ددې لپاره جوړه کړه چي د سره صلیب او اسلامي امارت په متقابل درناوي ولاړ اړیکي تخریب او د زخمیانو د انتقال روان بهیر په ټپه ودروي.

دوهم : د خالد بن ولید دعملیاتو په اعلانولو سره د اسلامي امارت اتلو فدایانو په کابل او پنجشېر کي خورا دښمن ځپونکي او ستراتېژیک عملیات ترسره کړل چي دکرزي رژيم داستخباراتو په شمول يې امریکايي استخبارات خورا په وارخطايي کي واچول او چي مطبوعات هره ورځ ددغو بریدونو پر بېلابېلو اړخو تبصرې کوي دا ددوي لپاره له زغمه وتلې چاره وه چي په دغه دسیسه سره يي د مطبوعاتو توجه له هغو بریدونو واړول او په امریکايي فنډ لويو شویو رسنیو ته يې نوې موضوع په لاس ورکړل.

دریم : دا چي اسلامي امارت په نړیواله توګه د ځلېدو په درشل کي دي او ډیري نړیوالې بې پرې ادارې غواړي له اسلامي امارت سره اړیکي ټینګي کړي نو امریکايي او دکرزي ادارې استخبارات غواړي ددې دسیسي په ترسره کولو نړیوالوته دا تلقین ورکړي چي طالبان بېله دې چي کوم مشخص هدف ولري او یا یوازي د اشغال پرضد جګړه وکړي پرهره اداره که څه هم هغه ملکي ، بشري اوبې پرې هم وي بریدونه کوي او د بشریت په منځ کي ترهه او ویره خپروي او داچي طالبان یوه ترهګره ډله ده.

کیداي سي ددغي دسيسي ترشا دښمن نور اهداف هم ولري مګر لله الحمد متدین اولس او نړیوالي بې پري ادارې خصوصاً نړیوال سورصلیب هیڅکله داسي فکر نه کوي چي دابرید دي طالبانو کړیوی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x