ورزش

افغانستان په تاریخي سیالۍ کې زمبابوۍ ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، کب۲۲مه ۱۳۹۴ل): د نړیوال جام ټاپ لسو لوبډلو ته د غوراوي په سیالۍ کې افغانستان کرکیټ لوبډلې زمبابوۍ ته لویه ماتې ورکړه.

په نړیوال جام کې نن افغانستان له زمبابوۍ سره درېیمه مهمه سیالي کوله. دغې سیالۍ حیاتي ارزښت لرلو، ګټونکی یې دوهم پړاو او بایلونکی به یې کور ته ستنېده.

افغان لوبغاړو مسوولانه لوبه وکړه. پچه یې وګټله، لومړی توپوهنه يې پیل کړه، پیل کې محمدشهزاد د پخوا په څېر تېزه لوبه وکړه. په یواځې ۲۳ بالونو یې ۴۰ منډې جوړې کړې. د شهزاد تر سوځېدو وروسته پرلپسې درې نورې ویکټې هم وغورځېدلې. افغانستان تر خورا فشار لاندې راغی.

تر دې وروسته محمدنبي او سمیع الله شینواري د تمې سره سم مسوولانه لوبه وکړه. د نبي او شینواري توپوهنې نه یواځې دا چې د یوه ښه هدف ټاکلو کې مرسته وکړه بلکې ورسره یې د افغانستان د لوبې ګټلو چانس لا هم روښانه کړ.

افغانستان د نبي او شینواري پر مټ په وروستیو ۶ اورونو کې ۸۸ منډې تېزې منډې جوړې کړې. افغانستان ۱۸۷ منډې هدف زمبابوۍ ته وټاکلو. په دغه لوبغالي دا تر ټولو زیات او لوړ هدف دی.

افغانستان په ۵ اورونو کې ۴۹ منډې وکړې خو د ویکټو تر لویدو وروسته یې په وروستیو ۹ اورونو کې ایله ۴۹ منډې وکړې. تر دې وروسته محمدنبي او شینواري تېزه لوبه پیل کړه. داسې چې له ۹۸ منډو یې لوبې ۱۸۶ ته ورسولې. نبي ۵۲ او شینواري ۴۲ منډې جوړې کړې.

زمبابوۍ مهمه ویکټ هیمالټن مسکدزا د حمیدحسن په بال بولډ وسوځېد. وروسته یې هم ویکټې ونه درېدلې. ځوان بالر راشدخان درې ویکټې واخېستلې.

د لوبې ښه لوبغاړی محمد نبي وټاکل شو.

افغانستان د ټاپ لسو لوبډلو شاملېدو سره نورې سیالۍ له سري لنکا، جنوبي افریقا، انګلستان او ویسټ انډیز (غرب الهند) سره لري.

دغه سیالۍ په ۱۷، ۲۰، ۲۳ او ۲۷ مارچ په کولکته، ممبۍ،ډيلي او ناګپور لوبغالو کې په ترتیب سره دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x