شعـــــرونه

مرګ ته کلونه انتظار پاتي وو

حمدالله حلميار

مرګ ته کلونه انتظار پاتي وو
ژوندون زما پر اوږو بار پاتي وو

د قاتل تورې مې مرۍ نه خوړه
نفس مې ستوني کې ایسار پاتي وو

ستا جنازې ته ځکه نه راغلمه
د خپل تابوت مې لا څه کار پاتي وو

ترې ستا د زلفو خوشبویي راغله
لیک کې دي بیا د څڼو تار پاتي وو

د زړه د درد یې چاته هیڅ ونه ویل
د اوښکو پل یې په رخسار پاتي وو

د چا په یاد یې وو شوګیر تیرکړی
لا یې په سترګو کې خمار پاتې وو

د بیلتانه سهار د وصل ماښام
ما حلمیار ته یادُګار پاتي وو

حمدالله حلمیار ـ مدینه منوره
۲۰۱۶/۳/۹

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Rahmatullah

شلکلی ملغلری ماشاالله.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x