نړۍ

نواز شریف نن د پاکستان د وزیر اعظمی دنده په غاړه اخلي

نن ټکی آسیا: نن نواز شریف د دریم ځل لپاره د پاکستان د وزارت عظمی لپاره کاندیدیږي او زیات ګمان دی چي وبه یی هم ګټي، ځکه چي د پاکستان د پارلمان اکثره غړي د همده د سیاسي ګوند پاکستان مسلم لیګ ن سره تعلق لري.
نومړی د نن څخه 13 کاله او اته میاشتي مخکي د پرویز مشرف له خوا د حکومت څخه شړل شوی وو، او پابندي پر لګېدلې وه چي بیابه په انتخاباتو کي شرکت نه کوي، نه به په سیاست کي ګډون کوي، او نه به پاکستان ته بیرته راګرځي، خو نواز شریف نه یوازي بیرته پاکستان ته په راتګ بریالی سو، بلکي وتوانیدی چي د مشرف وروسته په لومړي انتخاباتو کي د پنجاب حکومت او په دوهم انتخابات کي د ټول پاکستان حکومت وګټي، او په پارلمان کي مطلق اکثریت حاصل کړي.

د نواز شریف په مقابل کي د عمران خان د تحریک انصاف ډلي مخدوم جاوید هاشمي او د پیپلز پارټي ګوند امین فهیم د وزارت عظمی لپاره کاندیدان دي، خو ګمان کیږي چي نواز شریف به دا مقابله ډیره په اسانۍ ځکه وګټي، چي نومړی د دغه منصب لپاره د ۳۴۲ ټولو رایو څخه ۱۷۱ رایو ته ضرورت لري خو یوازي د خپل ګوند رایی یې تر دې زیاتي دي، او پر هغه سربیره د جمعیت علماء اسلام ګوند، پیپلز پارټي شیرپاو، د ایم کیو ایم هم وعده کړې چي نوازي شریف ته به رايي ورکوي.

په ټاکنو کي د بریالیتوب وروسته به په رسمي توګه د پاکستان دصدر څخه د خپلي نوې دندې وزیر اعظمی لپاره قسم واخلي، او د حکومت جوړولو پروسه به پيل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x