دیني، سیرت او تاریخ

  د اسلامي ثقافت اصيل فهم ـ اتمه برخه

ويناوال دکتور محمد محمد ابو موسی

ژباړن: احمدالله احمدزی

په تېره برخه کې پر دې خبره وشوه، چې پردی ثقافت بايد په کوم شرط ولوستل شي او غربيان څنګه پر مسلمانانو تور لګوي، چې د دوی د علومو او کلتور پرمختګ ټول د يوناني فلسفې پوره وړي دي. شيخ ابو موسی په تېره برخه د مستشرقينو ټولې دعوې رد کړې او د دغو دعو لاملونه يې هم په ګوته کړل.

دوکتور محمد محمد ابو موسی په دې برخه کې د اسلامي امت او چارواکو د اوسنۍ ناراستي او بې پرواهي په اړه خبره کوي، چې د اسلامي علومو او ثقافت په اړه دغه بې پرواهي ستر خيانت دی.

داسلامي امت واکمنانو، چارواکو او ليډرانو سره بايد په اسلامي علومو، عقايدو، فکر او کلتور برخه کاري سلاکاران وي، چې دوی سمې لارې ته وهڅوي.

ارسطو خپل شاګرد سکندر ته وويل، چې خپل ولس دې ازاد پرېږده، نو ته به هم د ازادو خلکو پاچا يې او که خپل ولس دې غلام وساته، نو ته به  دغلامانو پاچا يې. د ازادو خلکو پاچا د غلامانو له پاچا ډېر غوره دی.

دلته يوه خبره مهمه ده، چې ځينې شيان په عربي او غربي ادب کې سره شريک راځي او دا د بشريت طبيعيت دی، چې خوراي کوي يوې شريکې پايلې ته رسيږي.

د پروګرام چلوونکی پوښتنه کوي، چې په مقابل کې رښتيا خبره دا ده، چې غربي ادب له عربي ادب او کلتور څخه ډېره استفاده کړې، د ساري په توګه د ايټالوي اديب دانتې « د بخښنې پيغام» د ابو العلاء المعري له فکره اخيستل شوی، نو شيخ ابو موسی وايي، چې غرب پر دې خبره اعتراف کړی، چې دوی په عربي کلتور او ادب پرمختګ کړی دی او له دې هم زياته خبره دا ده، چې د ابن سينا او نورو مسلمانو علماوو طبي علوم، کيميا او نور علوم په غربي پوهنتونو کې تدريسېدل.

د غرب لويه ستونزه دا ده، چې د مسلمانانو په فضل او مهربانۍ اقرار نه کوي، بلکې ډېر کم خلک په کې داسې پيدا کيږي، چې په حقيقت سترګې پټې نه کړي او د جېب په څېر مستشرقين خو وايي، چې د مسلمانانو عقلونه جامد دي او د غربيانو ابداعي او اختراعي فکرونه او ټول کارونه يې په خپله کړي دي. دغه خلک د تاريخ پر مخ درواغ تړلي او په هر څه ځان پوره بولي، په داسې حال کې، چې دا هېڅ امکان نه لري.

په څرګندو ټکو موږ دا وايو، چې د عباسيانو په دور کې د مسلمانانو طب پر يوناني طب متکي و.  همدغه وخت کې د جالينوس، بقراط او نورو حکيمانو طب عربي ته وژباړل شو او له دې هېڅوک انکار نه شي کولای.

په دې اړه وروستۍ خبره کوم، بيا دا موضوع پای ته رسيږي، هغه دا، چې کله مامون د روم واکمن ته پيغام ولېږه، چې د يونان علوم دې دوی ته د ترجمې لپاره ورولېږي، نو دغه وخت کې د روم پاچا ته د يوناني علومو د کتابونو زيرمتون نه و معلوم، ځان سره يې وويل، چې د مسلمانانو مشر له ما زما د پلرونو کتابونو غواړي او ما ته معلوم نه دي، نو د وخت راهب ته يې خپله اندېښنه ورسوله، راهب ورته وويل، چې ده ته د يوناني کتابونو ځای معلوم دی او هغه ځای يې ورته په نښه کړ.

هغه وخت، چې اروپا په مسيحيت کې داخله شوه، نو هغوی وډار شول، چې يوناني علوم به د دوی عقيده فاسده او بې لارې کړي، نو يوناني فلسفه يې راټوله کړه او په يو کور کې يې خوندي کړه، د وخت پاچا ورته يو قلف ولګاو او وصيت يې وکړ، چې هر پاچا راځي، دې خونې ته دې يو قلف اچوي او دا يې ټينګار و، چې دا کتابونه د مسيحيت د تباهۍ لامل نه شي.

دا پېښه په اوله ميلادي پېړۍ کې شوې وه او مامون په اوومه ميلادي پېړۍ کې راغی، نو خلکو دا فکر کړی و، چې په دې کتابونو کې خو پېړۍ تېرې شوي او دا به اوس خاورې شوي هم وي، خو د مامون په غوښتنه د روم هغه وخت پاچا او راهب دغه کتابونه وموندل، چې ډېر ګډوډ پراته وو او همدغسې ګډوډ بيا مسلمانانو ته هم وسپارل شول.

اصل خبرې ته اوس راځم، هغه دا چې د روم پاچا له راهبه پوښتنه وکړه، که دا کتابونه مسلمانانو ته ورکړي، نو څه ګناه يا زيان خو به نه لري.

راهب ورته وويل، دغه يوناني کتابونه، چې په هر ملت او دين کې داخل شوي، د هغوی دين او عقيده يې فاسده کړې ده او پاچا ته يې وويل، چې دا کتابونه ټول د مسلمانانو پاچا ته ورکړه او هېڅ ګناه دې نه کيږي، بلکې نور دې هم ثواب کيږي. دغه ګام زموږ پر ضد د مسيحيت لومړی فکري ګزار و او اوس هم زموږ ټولنه فکر کوي، چې موږ دې پردي علوم ولولو، د پرديو عقلونو پيروي دې وکړو، چې موږ پرې پرمختګ وکړو او دا فکر ټول په درواغو ولاړ دی.

د پروګرام چلوونکی دوکتور عبدالله پوښتنه کوي، چې پر اسلامپالو، د اسلامي ميراث پلويانو يا د غربي ښکېلاک مخالفينو باندې دا نيوکه کېږي، چې دوی هر څه ته د دسيسې په سترګه ګوري، چې هره پېښه وروشي، نو دوی فکر کوي، چې دې کې هم د غرب لاس دی، په داسې حال کې، چې پېښه طبعي وي او يا يې د اسلامپالو خپله تېروتنه د دوی د ناکامۍ لامل شي. د دې پوښتنې ځواب څه دی؟

لومړۍ خبره خو دا ده، چې دا د «اسلامپالو» اصطلاح سره زه جوړ نه يم، بس موږ ټول مسلمانان يو او اسلامپال هم يو او همدا رنګه د تراثيونو کلمه هم راباندې ښه نه لګيږي، ځکه چې ميراث هغه شي ته ويل کيږي، چې زمانه يې تېره شوي وي، په داسې حال کې د مسلمانانو علوم اوس د پخوا په څېر د ژوند په ګڼو ډګرونو کې په کار راځي او موږ د دغو علومو پلويان يو. هر څوک، چې موږ تراثيين بولي، په اصل کې دوی غواړي، چې زموږ علوم تاريخ تېري وښيي.

د هر امت علوم د دغه ملت په زړونو کې ژوند دي او په علومو کې نوي او زاړه نه شته، بلکې په دې کې حق او ناحق، سم او غلط دي.

حق او سم علوم که هر څو پېړۍ وړاندې ويل شوي، وي علوم دي او که کومه خبره نن تازه هم شوي وي، خو چې حق نه وي او ناسمه وي، دې ته علم نه شو ويلی.

پاتې شوه د دسيسو خبره، نو دا موږ هېڅکله پر دوی د دسيسو تور نه دی لګولی، بلکې دوی په خپلو کتابونو کې ليکلي، زموږ ټوله هڅه دا ده، چې مسلمانان له خپل تاريخ او کلتور سره پردي کړو او زموږ په کلتور او تمدن ککړ شي؛ ځکه له همدې لارې د مسلمانانو کلتور، تمدن او يووالی له منځه ځي او کله، چې د دوی ترمنځ ګډ کتلور او تمدن نه وي، نو بيا پر دوی زموږ بريا ډېره اسانه ده.

موږ هېڅکله د دسيسې فکر نه لرو، چې دوی زموږ پر ضد دسيسې جوړوي، بلکې دا خو هر څه د مستشرقينو په کتابونو کې ليکل شوي دي او دوی اوس په دې غولوونکو خبرو هڅه کوي، چې زموږ خولې بندې کړې، چې موږ بايد د دوی په خولې ليکل شوي ظلمونه هم خلکو ته بيان نه کړو.

دوی خو لومړی موږ مجبوروي، چې د دوی نسخې ومنو او بيا مو بايد فکر داسې پوخ شي، چې د بريا يوازينۍ لاره همدا غربي نسخې دي، همدغه نسخه راته د تجديد، روشنګرۍ او پرمختګ په نوم معرفي کوي، مګر سليم عقل دا خبرې هېڅکله نه شي منلی.

د غم او اندېښنې ځای دا دی، چې زموږ په ټولنه کې داسې کړۍ د فرهنګي بوختياوو، مجلو، رسنيو، کتابونو او له نورو لارو د غربي ښکېلاکګرو افکار په ټولنه کې پيچکاري کوي. په دوی کې د لوړو زده کړو لرونکي او پوهنتون استادان هم دي او د دوی خپل عقل کار نه کوي، بلکې هر څه له غربي افکارو رانقلوي او دلته يې کاپي کوي، نور بيا دې ته هم نه ګوري، چې دا پردي افکار دلته څومره حساسيتونه زېږوي او تر ټولو بده خبره بيا دا ده، چې دوی دغه خبرې د پرمختګ نسخې بولي او څوک، چې د دغو پرديو نسخو مخالفت کوي، هغه اسلامپال او بنسټپال بولي، دا خبره هېڅکله د منلو وړ نه ده، چې دوی دې خپل مخالفين په يو او بل نوم تورن کړي. نو دی، چې ما اسلامپال بولي خپل ځان نه، نو دی څوک دی، که دی اسلامپال نه وي، نو مسلمان هم نه دی؛ ځکه چې مسلمان به خامخا اسلامپال وي.

زه يوه خبره هم له ځانه نه کوم، بلکې د خپلې ټولنې رښتينی حالت درته انځوروم او بس.

د پروګرام چلوونکی پوښتنه کوي، چې د پرديو افکارو پلويان وايي، چې دوی له يو مخه ټول پردي افکار نه را اخلي، بلکې ګوري، چې کوم يو يې زموږ د ټولنې لپاره ګټور دي او د ټولنې اړتيا ورپورې تړلي وي، هغه د خپلې جامعې له غوښتنو سره سموي او کار ترې اخلي.

د ساري په توګه د عربي بلاغت وخت تېر دی، نو  د پرمختللي پلاغت لپاره بايد د غربي ادب بلاغت ته مخ کړو او دا کار له عربي بلاغت سره دښمني نه ده، بلکې حقايق دا دي، چې اوس زموږ لپاره غربي بلاغت ګټور دی.

شيخ ابو موسی وايي، چې ستا د خبرې د مقدمې په توګه زه دا خبره کوم، چې زه هېڅکله دې سره نه يم جوړ، چې موږ دې له پرديو د خپلې اړتيا شيان راواخلو او خپلو نسلونو ته مې توصيه هم دا ده، چې د پرديو په تمه د کيناستو پر ځای بايد په خپلو عقلونو هغه څه راوباسو، چې موږ ورته اړتيا لرو. هغوی، چې په خپلو عقلونو پرمختګ کولای شي، موږ يې ولې نه شو کولای. دا فکر، چې له پرديو دې، موږ د خپلو اړتياوو مطابق شيان راواخلو، دا د وروسته پاتې والي، ناراستۍ، خوب او ناکامۍ اصلي لامل دی. موږ بايد خپل امت د خپلو اسلافو په څېر په جدي ژوند تربيه کړو، چې د خپل نسل اړتياوې په خپلو عقلونو پوره کړي.

د هر نسل علما او پوهان بايد خپلو خلکو ته څه لاسته راوړنې ولري. هېڅوک دا نه شي ويلی، چې د پخوانيو علماوو ليکنې او څېړنې زموږ لپاره بسنه کوي، بلکې  د هر وخت او نسل خپلې غوښتنې او اړتياوې دي او بايد د وخت له غوښتنو سره سم کار پرې وشي.

له پرديو د اخيستو کلمه تر ټولو سخته او وژونکې کلمه ده او هر ملت، چې  د پرديو د خير په تمه کيناست، نو هېڅکله به پرمختګ ونه کړي.

زموږ موخه دا ده، چې داسې نسلونه وروزو، چې د خپل امت لپاره ابداعي او اختراعي فکر ولري، نه دا چې د وړو رسالو او پرديو افکارو په لوستو ځانونه غلط کړو، داسې فکر لرونکي خلک عالمان نه روزي، بلکې د يو طوطي د روزلو په لټه کې دي، چې يو څو شيان به يې له ياده زده وي او د عالم عقل داسې وي، چې د يو علم او معرفت په اړه هر اړخيز معلومات ولري او د خپل علمي فکر په حرکت کې پام وړ ګټورې اضافې هم وکړي.

دا چې دوی زموږ علوم زاړه بولي او يا د علومو په اړه د زړو او نوو فکر له امله پرېکړه کوي او په دې طريقه اسلامي علوم له صحنې وباسي، دا فکر تر ټولو خطرناک دی.

د معاصرت او نوو علومو په اړه زما د خبرې مطلب دا نه دی، چې موږ دې له نوو افکارو سره دښمني ولرو، بلکې موږ بايد خپل عقلونه په کار واچوو او د خپلو عقلونو پر مټ خپلو علومو کې تجديد وکړو، د خپلو افکارو او عقلونو په برکت د خپلې ټولنې د پرمختګ لپاره کار وکړو، نه دا چې د پرديو تقليد ته تجديد ووايوو او د خپل دښمن له لوري رالېږل شوي افکار د علم په نامه خپله ټولنه کې خپاره کړو.

هغه څوک، چې پردي کلتورونه په خپله ټولنه رواجوي، نو ده ته پوه او عالم ويل نه دي په کار، بلکې دی د خپلې ټولنې دښمن دی. هغه څوک، چې خپل عقل د خپل امت د بريا او پرمختګ لپاره نه شي کارولی، هغه ته موږ څنګه عالم ووايو.

زموږ د ټولنې اوسنی حالت دا دی، چې په شته معلوماتو ګزاره کوو او د چيلينجونو د منلو توان نه لرو او کله، چې يو ملت خپل عقل نه شي کارولی او نوي پرمختللي کارونه نه شي کولای، نو د ځمکې منځ ورته غوره دی، داسې خلک د ژوند پر ځای د مرګ حقدار دي.

الله تعالی، چې قرانکريم کې فرمايي: كنتم خير امة أخرجت للناس. الله زموږ د بهتروالي خبره د بل صفت له امله نه ده کړې، بلکې د عقل او علم په کارولو يې کړې، چې خلکو ته به خير رسوو او که دا صفت ونه لرو، هېڅکله له نورو غوره نه يو.

د خپل پرمختګ يون بايد له ابتدايي ښوونځيو او مدرسو پيل شي او هره مدرسه او ښوونځی بايد له خپل ځان سره مقابله وکړي، هغه داسې، چې د سږ کال زده کوونکي بايد د تېر کال د زده کوونکو په پرلته غښتلي او تکړه وي او همدا رنګه د هرې مدرسې او ښوونځي مسوولين بايد خپل نوي شاګردان له پخوانيو نور هم تکړه او بيداره کړي. له ابتدايي ښوونځيو نيولې، تر لوړو زده کړو، که دغسې يو بهير پيل شي، نو بيا به موږ په لنډه موده کې د خپل امت د پرمختګ او تقي نمونه ليدلی شو.

نور بيا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x