نظــر

د ګډ کاري محیط یوه بېلګه (د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت)

عادل عادل

د کارځای په لوړ پوړ کې یو اطاق جومات ته خاص کړل شوی دی، او د لمانځه پر وخت ډیری ملګري هلته په جماعت لمونځ کوي، کم شمېر بیا داسې هم دي چې د کار په وجه په خپل دفتر کې لمونځ کوي او یا هم کله ناکله جومات ته راپېښیژي.

زمونږ د دفتر بله ځانګړنه داده چې زمونږ سره مېرمنې هم کار کوي، د هغوی د لمانځه په مخ کې دوه خنډونه وجود لري، لومړی د دوی لپاره د لمانځه د ګوښه ځای نه شتون، دوهم د دوی ورځنی مېکاپ (آرایش) چې د اوداسه په وجه له منځه ځي، دا اوس نه ده څرګنده چې که د میرمنو لپاره د لمانځه ګوښه ځای ځانګړی شي ایا دوی به په اوداسه سره خپل مېکاپ خراب کړي او کنه.

زمونږ د دفتر ښځینه کارکوونکې اکثره پیغلې او یو شمیر د مېړو ښې دي، کورنی یې د ښه نوم، نسبتا ښه اقتصاد او شهرت څښتنان دي، زمونږ د دفتر په مدیریت، کارکوونکو او محیط یې پوره باور دی چې د دوی د میرمنو او لوڼو لپاره د کار مناسب او خوندي ځای دی.

یو ناولی او ناویلی حقیقت

زمونږ په کارځای کې بل ناویلی حقیقت هم دا دی چې د نارینه کارکوونکو تر منځ د کاري وخت په څنډو کې د ټوکو ټکالو محور زمونږ د دفتر ښځینه کارکونکې دي، په دې مانا چې هغوی یې له ټول احترام سره سره خپل تر منځ ویشلې دي، فلانی ته فلان ډیر اخلاص لري، د فلاني بیا په فلان ډیر پام ده،، فلانی د فلان په کیسه کې نه ده،،، خو دی پسې مړ شو،،،، فلان ډېر په ځان ګوتې وهي،،،،، فلان فلانی ته ډیره لکی وهي،،،،،، او داسې نور لهو و لعب چې اثرات یې کله هم له ښځینه همکارانو سره په ورځني تعامل کې نه ښکاره کیژي پاته دې نه وي چې ښځینه کارکوونکې هم خپل تر منځه د نارینه همکارانو په اړه ورته او نیمه سري قضاوتونه لري، چاته کاکه وایي د چا بیا سلام نه اخلي.

له اوږدې مودې وروسته مې په یاد دفتر کې کار پرېښود، خدای شته چې ټول ملګري او همکاران راپسې ډیر خواشیني وو، زه خوښ په دې وم چې له ټولو کارکوونکو سره مې د متقابل احترام او حدودو په چوکاټ کې ښه وخت تیر کړی وو.

یوه ورځ یی د خدای پامانی په نوم مېلمستیا ته ځانګړې کړې وه، یوه تحفه یی راته اخیستې وه، ټول په نسبتا نوو جامو کې راغلي وو، د ښځینه همکارانو په مېکاپ کې هم زیاتوالی او زحمت محسوس وو، زه د پخوا په شان په خپلو خړو جامو کې چې هم مې د کار دي او هم د خوب ورغلی وم، ډیره ښه او مکلفه ډوډی یی تیاره کړې وه، د میلمستیا نه شیبه مخکې مې د دوه کارکوونکو د غیاب په اړه له یو ملګري څخه وپوښتل هغه را په غوږ شو او وېل یې چې خدای خبر که نن راشي، ما وېل ولې، وېل مه یې پوښته، ما اصرار وکړ ده راته په ټیټ اواز کړل چې پرون یې د دفتر د بندو دروازو تر شا یو له بل سره مینه کړې ده، معنی دا چې جنسي اړیکه یې ټینګه کړې وه او که په سپینو ټکو یې واضح کړو د زنا مرتکب شوي وو، زه ددې دفتر وروستی غړی وم چې د دوی په یاد فعالیت خبر او خورا خواشینی شوم ځکه له رییس نه نیولي تر موټروان او چوکیدار پورې ټول پرې خبر وو.

په ګډ محیط کې د داسې پیښو منځ ته راتګ کله هم هیښوونکی نه دی خو هیښوونکی ټکی زما له نظره دادی چې د یادې پیغلې کورنی په هماغه باور کې وخت تیروي او ظاهرا هیڅ ستونزه شتون نلري او کیدای شي نورې میرمنې هم له دوی څخه په تقلید په ګډ محیط او دفتر کې کار کولو ته زړه ښه کړي.

زمونږ ګناه د ګډ کاري چاپیریال په اړه له زنا څخه ډیره لوړه ده، خدای پاک جل جلاله فرمایي چې زه پر هغه څه چې ما جوړ کړي دي ښه عالم یم، خو مونږ د خپل خالق او صانع دا وینا عملا ردوو او وایو چې نه زمونږ پر ځان باور دی او ګډ (خلط) محیط راباندې کله هم اثر نه پرې باسي.

زه ددې لنډې لیکنې په مټ د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت ټولو هغو ته چې میرمنې او لوڼې یې په ګډ محیط کې دندې تر سره کوي وریادوم چې راځی په دې تمه او نېک ګومان چې د پورته کیسې قرباني پېغله به زمونږ او تاسو خور او لور نه وي، خپلې خویندې، لوڼې او مېرمنې په ګډ محیط کې له کار کولو څخه راوګرزوو.

یاددښت:

کاکه : په ښاري اصطلاح کې هغه چاته ویل کیژي چې د نامحرمو ښځو د پام وړ ګرزي خو هغه یې په وړاندې ناپامه او بې مینې وي، په بل عبارت په تحمیلي ګډ محیط کې له نامحرمو ښځو سره په (وَإِذَا مَرُّوا بِاللَّغْوِ مَرُّوا كِرَامًا) بنا برخورد کوي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x