فرضاً که د ملي وحدت “مړی” ژوندی وی؟

نعمان منلی – کالم: نښتر

زموږ کلیوال سورګل اکا، الله دې اووه واړه جنتونه نصیب کړي، هغه د خپلې ناپوهي او سادګي په لحاظ 100% کې د “اُمي” لقب مستحق و، زموږ بل ځلمکی کلیوال عبد الولي چې نوی طالب شوی و؛ یوه ورځ یې په ناصحانه ډوله خبرو کې هغه په “امي” لقب سره مخاطب کاوه، وروسته یوه ورځ سورګل اکا په غوسه و، ماته یې وویل: دا د فلاني زوی یې له ملايي سره ډېره غټه وایي، ځان عالم او موږ امیان بولي. له دې وروسته یې څو نوري ناپړیتي هم باد کړې ځکه په “امي” لقب سخت خپه او غوسه شوی و.

موږ په قومي لحاظ مغرور او خانتما ولس یو، توریالي او ميړني هم یو، د ایمان او تقوا په باره کې هم د ځان ساری نه وینو، او له بل هر قوم نه د نورو لوړو انساني او اسلامي صفاتو او اخلاقو ځانونه زیات مستحق او وړ بولو. موږ په خدای راکړي صلاحیت او وړتیا هیڅکله نه راضي کیږو، دا لوړه کیسه زموږ د قومي مزاج یوه بېلګه ده، زموږ ناپوهه ځان پوه بولي غریب او مسکین مو په غريبۍ شرميږي، او شتمن مو د غرور او تکبر هغه حد ته ځان رسوي چې څومره یې وس او سيکه وي.

یوه ورځ یوه جنازه کې د اسقاط دوره تیاریدله، د ملا صاحب څنګ ته دوه دری کسان ناست وو، ملاصاحب د اسقاط دورې له پاره د مناسب! کسانو پوره کولو له پاره خلکو ته اواز وکړ چې غریبان راشئ د اسقاط دوره پوره کړئ، ملا صاحب څو ځله دا غوښتنه تکرار کړه خو څوک ورته رانغلل! د ملاصاحب غوسه زیاتیدله او د سختو خبرو په ترتیبولو یې ذهن بوخت و، په دې وخت کې یوه هوښیار سپينږيري ملاصاحب ته وویل: ملاصاحب داسې مه ورته وایه چې دا غریبان راشئ، بلکي ورته ووایه: دا مستحق خلک راشئ او د اسقاط دوره پوره کړئ، د ملاصاحب د سختو ترتیب شویو خبرو لړۍ د هوښیار سپينږيري له حکمته ډک تعبیر وشلوله، کله یې چې مستحق خلک راوبلل نو مناسب کسان راغلل او دوره یې پوره کړه.

زموږ د غرور قومي مزاج یوه لویه نښه دا هم ده چې موږ د فخر او ویاړ په روحیاتو پایو، د پلرونو په تورو، واک غځونو او په نورو بلوسو باندې ویاړل مو هم ملي مزاج او روحي تسکین ګرځيدلي دی، پخپله خو د نړیوالو یرغلونو او یرغلګرو پیل له موږ نه وي، دا څو لسيزي د نړۍ د زورورو تر یرغل لاندې یو، نو خپلې پرلپسې سیاسي، علمي او ملي ماتې چې د ویاړ او فخر په روحیاتو تسکین نه کړو نور څه لرو او څه راپاته دي؟

همدې د غرور او تکبر مزاج او د فخر او ویاړ روحیاتو مو له القابو او پړسیدلو نومونو سره مینه زیاته کړې ده. سعودي میشت مسافر مو له حج کولو مخکي حاجي بولو، د طب او انجنري پوهنځیو ته په لاره محصلین خو نغد چغد ډاکټران او انجنران دي، د قدوري او منیة المصلي شاګرد چې په مورنۍ پښتو نامانوسه عربي لغات ننباسي کلیوال یې مولویصاحب بولي، او د دوی زامن حتما اخندزاده صاحبان بلل کیږي. یوه ورځ یوه ټوکمار ځوان په یوه مجلس کې د خپل پلار شکایتونه کول، د مختلفو شکایاتو په لړ کې یې یو دا هم و چې ویل یې: خپل پلار ته مې ویل مال الله دې خانه خرابه کړه اقلاً هدایه شریفه خو به دې په ځواني کې ویله که نور هیڅ نه وی اوس به د “اخندزاده صاحب” لقب په میراث کې راته پاته و.

دا د القابو د جنون تر حده مینه مو له ولسې سويې بره آن تر “ارګه” او دولتي ادارو پوري غځیدلې ده، په تېره څوارلس کلنه دوره کې پردیو ته مډالونه او خپلو ته مختلف القاب په پوره سخا سره توزیع شوي دي. ولسمشر اشرف غني که څه هم واک ته د رسیدلو په پیل کې د ځان په اړه پوره تواضع اختیار کړه او خپل نوم یې ښه وسکښت، له سره یې “ډاکټر” او له بیخه یې “احمدزی” دواړه وغورځول، خو د واک مجبوریتونو یې د تواضع لړۍ وغځوله، او په ډېرو کارونو کې متواضع او عاجزه پاته شو.

په پیل کې یې د دې تواضع او عاجزي په ټس کې نیم واک له لاسه ووت او د شمال ټلوالي یې په نیم واک سینه واچوله، او بیا یې مختلفو لورو ته له څوډوله انعطاف وروسته آبله ورځ یوه مهرباني! هزاره ګانو ته هم ورشتۍ کړه. په دې اړه د مشهور ویب سايټ نن ټکی اسیا په خبر کې راغلي دي: نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۲۱مه، ۱۳۹۴ل): ولسمشر محمد اشرف غني د ملي وحدت ګوند مشر عبدالعلي مزاري ته د ملي وحدت د «شهيد» لقب ورکړ. عبدالعلي مزاري چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ۱۳۷۳ لمریز کال د کب پر د۲۲مه ووژل شو، ولسمشر غني يې د تلین په مناسبت په خپاره کړي ويډیويي پیغام کې هغه د ملي وحدت ارمانجن بللی دی. غني وايي چې مزاري د ملي یووالي فکر درلود او په خبره يې هغه افغانستان د ټولو کور ګاڼه. نوموړی پخپل ويډيويي پیغام کې وايي: « د مزاري د لوړ مقام د درناوي په موخه او د یو شمېر سیاسي او دولتي چارواکو په غوښتنه هغه ته د ملي وحدت د «شهید» لقب ورکوم او د هېواد په رسمي تقویم کې دې درج کړای شي.»

د دې لقب په اړه د عبد العلي مزاري د ژوند او کارنامو په رڼا کې لومړی تاسو دوه فرضیي راسره تسلیم کړئ، یو دا چې که فرضاً دا د ملي وحدت مړی تراوسه ژوندی وی او بله فرضيه دا چې د بامیانو ولایت د هرات او نیمروز ولایتونو په موقعیت کې له ایران سره پر پوله پروت وی نو څه فکر کوئ چې د ملي وحدت دې مړي به عملا د تجزیې کارنامه (!) نه وه ترسره کړې؟! حتما به یې ترسره کړې وه خو شکر چې مړ دی او د غلامي په مرګ مړو مړیو له خوا لقب دې ورته مبارک وي.

هسې هم نن د تورو د سپینه ولو او سپینو د تورولو زمانه ده، که د ملي وحدت له پاره د عبد العلي مزاري د کارنامو ترسره کولو وخت ته لیږ سرونه ورښکاره کړو، هغه مهال چې هیواد د ټوپکسالارانو او د مزاري په څېر بې رحمه کسابانو او د رقص مرده مبتکرینو په واک کې وو د هیواد په څو برخو ويشلو له پاره باندني پلانونه د تنفیذ او عملي کیدلو په حال کې وو او مزاري او د ده په څېر نور جهادي باغیان د تجزیې د تخطیط عملي کوونکې څیرې وي، خو د الله رحم او په دې بې وزله هیواد مهرباني د هغه بې لقبه او بې نومه ملا، هغه له لقبونو او اعزازي نومونو ناخبره مجاهد په صورت کې رامنځته شوه چې په (ملا محمد عمر مجاهد) سره مو پېژاند رحمه الله تعالی. او د خدای د لارې دې رښتیني مجاهد د ملي وحدت په لاره کې خنډ څیرې او د جهاد په قیمت د واک وږي له مخه لیري کړل او د الله په فضل او هغه سپیڅلي مجاهد په اخلاص ملي وحدت رامنځته شو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د