هندي ډيپلوماتان: د اشرف غني او عبدالله ترمنځ شخړه پېښېدونکې ده

نن ټکی اسیا (يکشنبه، کب ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): هندي ډيپلوماتانو، چې افغانستان کې يې دندې ترسره کړي، د افغانستان وروستی وضعيت اندېښمنوونکی بللی او زياته کړې يې ده، چې د افغانستان اوسنی ګډ حکومت د وېشل شوو ډلو له امله د باور وړ نه دی او په لنډ وخت کې د ګډ حکومت شرېکې ډلې يو بل سره لاس او ګرېوان کېدای شي.

د افغانستان د چارو يو شمېر څارونکو هندي ډيپلوماتانو نوي ډيلي کې هندي چارواکو سره د افغانستان اوسنی حالت د هند او افغان ولس په اړه منفي وباله او حکومت ته يې مشوره ورکړه، چې هند بايد د افغانستان په اړه له روانو سياليو او رقابتونو راووځي.

د افغانستان په اړه جوړې شوې غونډې ته څلورو هندي ډيپلوماتانو وويل، چې د افغانستان په اړه وړاندوينه ډېره مهمه نه ده، د افغانستان حالات ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی او دا چې هند د افغانستان په اړه څه پرېکړه وکړي، بايد لږ تر لږه دوه، درې کاله انتظار وباسي.

هندي ډيپلوماتانو ويلي، چې د دوی اټکل داسې نه و، چې افغانستان به د خپلمنځي شخړو له امله داسې يو حالت ته ورسيږي او زياتوي، چې د ولسمشر اشرف غني او اجراييه رييس عبدالله اړيکې ډېرې ترينګلې دي او کېدای په لنډ وخت کې يو بل سره شخړه قوي شخړه وکړي.

هندي ډيپلوماتانو دا اندېښنه په داسې حال کې څرګنده کړې، چې وړمه ورځ  د اجراييه رييس سلاکار جاويد کوهستاني ولسمشر اشرف غني ته ګواښ کړی و، چې ډاکټر عبدالله ته په کمه سترګه ونه ګوري او ګوتڅنډنه يې کړې وه، چې د عبدالله تر شا په وسله سمبال ولس ولاړ دی.

په عين حال کې تېره اوونۍ د امريکا ولسمشر بارک اوباما د افغانستان ولسمشر اشرف غني او اجراييه رييس عبدالله سره په ګډ ويډيو کنفرانس کې پر عبدالله غږ کړی و، چې اشرف غني د افغانستان ټاکل شوی ولسمشر دی او بايد په کارونو کې يې مداخله ونه کړي ا وخپل حدود وپېژني.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د