نظــر

طالبانو د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره ځانګړې کمیټه ټاکلې

نن ټکی آسیا: د طالبانو په ویب سایټ الاماره کي په نشر شوي یوه مرکه کي ویل شوي چي د ملکي تلفاتو لپاره طالبانو خاصه کمیټه ټاکلي، چي د طالبانو د نظامي کمیسون تر چوکاټ لاندي کار کوي، تر څو دا کمیټه د ملکي تلفاتو پيښي وڅیړي او د مخنیوي لپاره یی کار وکړي.

د کمیټې مشر د قومندان سرحدي په نامه یو طالب مشر ټاکل سوی، چي د الاماره ویب پاڼي له خوا ورسره مرکه هم سوې.

د مرکې په پیل کي ښاغلي سرحدي ویلي چي د افغانستان ولس له یوې خوا د بهرنیو او کورنیو دښمنانو له خوا شکنجه کیږي، او له بلي خوا د طالبانو له خوا په غیر ارادي توګه ملکي خلګو ته زیان رسیږي، طالبانو خپل دشرعي مسؤولیت له کبله لازمه وبلله چي دداسي پيښو  د مخنیوي لپاره باید یو کميټه جوړه کړي، چي ددغه پيښو په اړه دقیق معلومات را ټول کړي، او د بیا تکرار مخه یې ونیسي، او عاملین یی په سزا ورسوي.

باید وویل شي چي کورنۍ او بهرنۍ رسنۍ، د ملګرو ملتونو مختلفې نړیوالي ادارې او د افغانستان حکومتي چارواکي هر وخت طالبان په هغو پيښو تورنوي چي ملکي خلک په کښي شهیدانیږي، او طالبان کله کله داسي پيښي ردوي، او کله کله یی د دښمن دسیسه بولي.

دا مرکه خپل د اهمیت له کبله نن ټکی آسیا کټ مټ خپلو مینه والو ته د لا معلوماتو لپاره خپروي:

 


 

دلته مو دهمدې کمیټي له مسؤل ښاغلي قومندان سرحدي صاحب سره مرکه کړې چې ستاسو پام ورته راګرځوو .

پوښتنه

محترم سرحدي صاحب  له هرڅه وړاندې درته هرکلی وایو که لومړی دملکي تلفاتو دڅیړنې او مخنیوي ددې نوې تاسيس شوي ادارې په اړه موږته معلومات راکړئ ، چې ددې ادارې دجوړیدو انګیزه او هدف څه وو ؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمدلله رب العالمين والصلوة والسلام علي امام المجاهدين محمدوعلي آله واصحابه اجمعين

وبعد:

وروره :لکه څرنګه چې تاسي ښه پوهيږئ اودافغانستان اوضاع له نژدې ترمطالعه لاندي لرئ ،دافغانستان اکثريت سيمه دافغانستان اسلامي امارت  دمجاهدينوترعملي تسلط لاندي ده ،اوپه دي خپلوترکنټرول لاندي سیموکې داسلامي امارت ټولي نظامي اوملکي ادارې فعالي دي ،خوبل اړخ ته دافغانستان دکورنيواوبهرنيودښمنانوله خواڅخه ددې سيموعاموولسونوته ډیرتهديدات متوجه دي ،بمباريږي ،زورول کيږي اوپه يوه بل نامه ترروحي اوجسمي شکنجولاندي دي ، دغه راز کله ناکله دمجاهدینو لخوا هم په غیرارادي توګه ملکي خلک زیانمن کیږي نوڅرنګه چې دافغانستان دخلکودقاطع اکثريت دټولوموضوعاتودحل يواځينۍ مرجع اسلامي امارت دی نودمشرتابه محترم مقام لازمه وګڼله چې ددې فاجعي دمخنيوي لپاره دشرعي مسؤليت له مخي داسلامي امارت په چوکاټ کې يوه مستقله باصلاحيته اداره دملکي تلفاتودمخنيوي په نوم جوړه کړي ترڅودافغانستان له ګوټ ګوټ څخه  دکومي بدي پيښي پروخت دقيق معلومات ترلاسه اودپيښي دعاملينودمحاکمي اودبياتکراريدودمخنيوي لپاره جدي تدابيرونيسي .

پوښتنه :

ستاسواداره څومره واک اوصلاحيت لري چې دملکي خلکودتلفاتوپه صورت کې عاملين ونيسي اومحکمي ته يي وسپاري ؟ اوهمدارازتاسودخپلی ادارې لپاره کومه لائحه يي کارلري ؟ اومهمي مادې يي څه دي ؟

ځواب

دملکي تلفاتودمخنيوي اداره دخپل کاردپرمخ بيولولپاره بشپړصلاحيت لري چې دتصويب شوي لائحي ديوڅومادودمضمون له مخي يي تاسوته په لنډوټکوکي دخلاصي په وړاندي کولوتشريح کوو(۱)دغه اداره دنده لري ترڅوهغه ملکي تلفات وڅيړي اوبشپړمعلومات يي وکړي اوراپوريي داسلامي امارت مشرتابه مقام ته وړاندي کړي،کوم چې دمجاهدينولوري ته منسوب کيږي هغه که په فدايي بريدونو،ځمکنيوماينونو،توغنديي بريدونواوياهم دنورودرنواوياسپکووسلودکارولوپه نتيجه کې رامينځته شوي وي (۲)هغه ډول ملکي تلفات چې دامريکايي نيواکګرو،دناټوداشغالګرو،يادداخلي ګوډاګيانوپه ړانده بمبارد،بي رحمه ډزو،چاپواچولوياهم نوروعملياتوکې رامينځته کيږي ،دقيق وڅيړل شي راجستراودنظامي چاروکمیسيون مسؤل ته يي راپورورکړشي ترڅودراتلونکي لپاره يي دمخنيوي په لاروچاروغوروشي .(۳)په کوموپيښوکې چې مجاهدينوغفلت کړی وي ،ددې ادارې دتحقيق څانګه مسؤليت لري چې له غفلت کونکووڅخه هراړخيزتحقيقات وکړي اوکه عامل مجرم ثابت شي شرعي محکمي ته دلازمي سزاورکولولپاره معرفي شي .همدارازپه شپاړسو(۱۶)مادوکي مستقله لائحه هم ددي ښکارندويه ده چې پوره کاري صلاحيت دې ادارې ته ورکول شوی دی .

پوښتنه :

اګرکه ستاسواداره نوبنياده ده ،خوبياهم که داراته ووایئ چې تراوسه موپه څومره هغودوسيوکارکړئ چې دملکي تلفاتودعاملينوپوري اړونددي او ایا دملکي تلفاتو له امله کومه قضیه تثبیت کړې اوسزا ورکړې ده ؟

ځواب

 بلي ! ددې لپاره چې ځواب واضح اومهم ټکي ورکي راونغاړل شي په لنډه توګه درته عرض کوم چې : تراوسه پوري موږپوره دوه سوه (۲۰۰)دوسيې ترغوراوڅيړني لاندي نیولی اوراجسترکړی اوقسمايي تحقيقات جريان لري ،دا هغه دوسیي چې همدا اوس ورباندې کار روان دی او ان شاءالله زر به یې نتائج معلوم شي .

دغه راز موږ دپيښويوشمیرعاملين هم راجلب کړي چي څوتنه في الحاله زموږله خوادتحقيقاتودترسرکولوپه موخه نظربنده دي .

پوښتنه

څرنګه چې تاسوپوهيږئ چې ډیرموارددملکي تلفاتوپيښي ددښمن له خواوې ،دهغودتثبيت اوراجسترلپاره هم تاسوڅه طرزالعمل لرئ ؟

ځواب

په دې اړه باید ووایم چې موږ له ټولو ممکنه لارو استفاده کوو تر څو دملکي تلفاتو دقضاياوو په اړه شته حقائق ځانته معلوم کړي او بیا په همدې بنیاد خپل کار ته دوام ورکړو ، ترڅو دهیواد والو دسراومال دحفاظت دنده په ښه توګه سرته ورسوو ، ددې لپاره چې دملکي تلفاتو قضایاوو ته زموږ رسیدګي اسانه شوي وي زموږ دکمیسیون لائحې داسې حکم کوي .

(۱)داسلامي امارت دنظامي چارودکمیسيون ټولي حلقي اوغړي ،واليان ،دولايتي کمیسيونونومشران اومسؤل مجاهدين په دي مکلف دي چې ددې ادارې له غوښتني سره سم دپيښي دعاملينوپه ګوته کولو،راجلبولو،تحقيقاتوبشپړولواوهراړخيزومعلوماتوورکولوکي پوره همکاري وکړي (۲)دکومي زړه دردونکي پيښي پروخت که ضرورت وليدل شي ددې ادارې مسؤل دي په بيړه له سيمي څخه دمعلوماتودترلاسه کولولپاره يوپلاوی ولیږي ،له ولايتي مسؤلينويانوروامارتي مقاماتوڅخه دي دهمکاری غوښتنه وکړي دنظامي چارودکمیسيون مشرته دي دمصارفواونورواړتياودپوره کولووړانديزوکړي ترڅوپيښه په تاوده حالت کې له نژدې بررسي شي دغه ډول خلک او مجاهدین کولای شي   په لاندینۍ تیلفون شمیر او یا هم ایمیل ادرس باندې رابطه وکړي ترڅو یي غږ تر کمیسیون پورې ورسیږي او کمیسیون یې په وخت دقضایاوو په اړه اقدام وکړي            

زموږ دتیلفون شمیره ( 0093707918384  )

زموږ دایميل ادرسgrmsiry@yahoo.com

پوښتنه

دملکي تلفاتوله متحملينوسره ،هم تاسودهمکارۍ ياخواخوږۍ کومه طريقه لری چې دتلف شويوخلکوله کورنيواوخپلوانوسره اړيکه ونيسئ ،هغوی ته تسليت ورکړي اوياهغوته ډاډورکړئ اوداسي نور……….؟

بلي ! په ځينوهغومواردوکې چې که خدای مکړه : داسلامي  امارت مجاهدين پړياقسماښکيل وګڼل شي ټول شرعي موازين له ټولواړخونوسره په پام کې نیول شوی دي ، دپيښې له قربانیانو سره په لوړه سطحه خواخوږي څرګنده شوې ده او دتوان په اندازه مرسته هم ورسره شوې ده .

پوښتنه :

دملکي تلفاتودمخنيوي لپاره څومره ډاډه ياست چي وبه کړای شی ،ملکي تلفات بالکل بنداويااقلاکچه يي ډيره ټيټه کړئ ،آیاخلکوته ډاډورکولای شئ ؟

ځواب

ان شاءالله موږ ډاډه یوه چې ددغو هراړخیزو هڅو په برکت به ملکي تلفات حداقل شمیرې ته راټيټ شي ، څرنګه چې ملکي تلفات دجګړې یو تریخ واقعیت دی چې یو مخ ختمیدل یې شاید ناممکن وي ، خو بیا هم موږ ژمن یو چې دغه تلفات ترټولو ټيټې کچې ته راښکته کړو ، په دې اړه لله الحمد دامارت مشرتابه او عام مجاهدین هم دمسئلې اهمیت ته ډیر متوجه دي ، همدا لامل دی چې دافغانستان داوسني جهاد ملکي زیانونه دهرې جګړې په پرتله کم دي ، خو موږ هڅه کوو چې دغه ډول پیښې له منځه لاړې شي .

پوښتنه

دملکي تلفاتوپه مخنيوي کې مجاهدينواوخپل اولس ته څه پيغام لرئ چې هغوی بايددپيښوپه وخت کې له تاسوسره څه مرسته وکړي ؟

ځواب

دافغانستان په هره ولسوالۍ کې ځيني مخلص  کسان موږددې لپاره مؤظف کړي  چې دپيښي پروخت هغوی له نژدې ټول کيفيت تثبيت کړي اوزموږدتليفون مخصوصي شميرې هم هروخت دهرچالپاره خلاصي  دي چې که هرڅوک وغواړي راسره معلومات شريکولای شي .نوله ټول ولس څخه هيله ده که خدای مکړه په سيمه کې يي ملکي خلکوته تلفات واوړي چې زموږسره په يادوشمیرواوپه پورته ليکل شوي اي ميل ادرس ريښتوني معلومات شريک کړي .

دغه راز موږ شاهدان یو چې ډیر ځله ملکي خلکو ته زیان دمجاهدینو دبي احتیاطۍ له وجې نه بلکې دملکي خلکو د بي پامۍ له امله اوړي ، مثلا دامریکایانو قوه په میاشت کې یوځل یوې سیمې ته داخلیږي ، مجاهدین ورته ماینونه عیاروي ، او له ملکي خلکو غواړي چې دامریکایي ټانګونو ترمخ حرکت ونه کړي ، او یا نور احتیاطي لارښووني ورته کوي ، مګر خلک دمجاهدینو احتیاطي لارښوونې په پام کې نه نیسي او دملکي تلفاتو پیښې رامنځته کیږي ، چې په دې ډول هم اولس ته زیان اوړي او هم مجاهدین زیات متاثر کیږي ، له اولس نه مو غوښتنه ده چې دملکي تلفاتو په مخنیوي کې دوی هم همکاري وکړي ، او دمجاهدینو لخوا اعلان شوي احتیاطي تدابیر په کلکه مراعات کړي .

پوښتنه

که په لنډودهغوقضاياووشمیروښيئ چې تاسوثابته کړې چي په رشتياهم په داسي پيښوکې دمجاهدينوله خواهم بي احتياطي شوي دي اوقضيه يي ترتعقيب لاندي وي ؟

ځواب

بلي ! دوې پيښي په کندهارکې ،څلور په هلمندکې،يوه په وردګوکي، يوه په زابل کې اويوه په فارياب کې موږداسي لروچې په ډيرتآسف مجاهدين ورکي قسمادخيل دي ،اوس مودوسيي تياري کړي اوپه دې نژدې کي به شرعي محاکموته وسپارل شي  .

ــــ   محترم سرحدي صاحب داچي مو ږ ته مو وخت را کړ او زمو ږ پو ښتنو ته مو په سړه سینه جوا بو نه وویل کو ر مو و دا ن .

ــــ له تاسوڅخه هم ډيره مننه کورموودان : چې هروخت دمسؤلينوپه متوجه کولواوله اولس سره دهمغږي کولولپاره نه ستړي کيدونکي خدمت کړی دی .


مرکه د الاماره ویب سایټ څخه په مننه نشر سول

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x