افغانستان

لوګر: برکي برک کې پنځه اربکیان طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې پنځو تنو اربکیانو خپلې وسلې پر ځمکه ايښې او له طالبانو سره یو ځای شوي دي.

د لوګر ځايي پوځي مسوولینو د خپلو اربکیانو اړوند ناخبري ښوودلې، خو طالبانو د دې پېښې پخلی کړی دی.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې دغه اربکیانو د حقایقو په درک کولو د دوی ملګري شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې دا اربکیانو د دوی د بلنیز کمیسیون په هڅو دې ته تیار شول چې له خپلې دندې لاس په سر او د ارامۍ ژوند پیل کړي.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې دغه اربکیانو د برکي برک د چلوزايي اوسېدونکي بللي او نومونه يې « غلام رباني، فواد، محمد کاظم، محمد یحی او عبدالمجید » ياد کړي دي.

خبرپاڼه کاږي: «تسلیم شویو کسانو ژمنه وکړه چي د ژوند ترپایه به له اجیر ي ادارې سره اړیکه نه نسي او د اسلامي امارت دمجاهدینووملاتړ ته به دوام ورکوي.»

دا په داسې حال کې دی چې د افغان عسکرو بهرني روزونکي هم دا اندېښنه ښکاروي چې د دوی د روزل شويو عسکرو روحيه کمزورې او په وینا يې که حالت همداسې دوام وکړي، روان میلادي کال به د طالبانو په ګټه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x