ټولنیزه برخه

مه خفه کېږه! (۶۵) – د خلکو کړه وړه مه څاره!

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن ﴿خروټی﴾

۞ د خلکو کړه وړه مه څاره!

ځکه دوی ستا په اړه هېڅ هم په واک کې نه لری!

یو شاعر وایې:
” څوک چې د خلکو د کړو وړو څارنه کوی، نو له غمه به یې ومري! ”

بشار وایې:
ابن تیمیه رحمه الله چې کله زندان ته واچول شو، نو داسې یې وویل: ” زما دښمنانو زما په اړه څه وکړل، زما جنت او زما باغونه، خو زما په سینه کې دی! زما وژنه شهادت دی، له خپلې سیمې څخه شړل کېدل سیاحت دی، او زندانی کېدل مې خلوت دی! څوک چې الله تعالی له لاسه ورکړی، نو هر څه یې له لاسه ورکړل! ”

د اسلام ستر پیغمبر ﷺ وایې:
( زه چې ” سبحان اللهِ ، والحمدُ للَّهِ ، ولا إله إلا اللهُ ، واللهُ أكبرُ ” ووایم، نو دا زما لپاره تر هغه څه ډېر غوره دی چې لمر پرې راخېژی.)

له سلفو څخه یو تن د بډایو په اړه وایې: ” دوی هم خوراک کوی او موږ هم، دوی هم څښاک کوی او موږ هم، دوی هم کتل کوی او موږ هم، خو له موږ سره اسانه او لږ حساب کېږی او له دوی سره دروند حساب کېږی!

یو شاعر وایې:
” د قبر لومړنۍ شپه به درنه د خورنق قصرونه او د کسرا خزانې هېرې کړی. ”

الله تعالی وایې:

﴿ وَلَقَدْ جِئْتُمُونَا فُرَادَى كَمَا خَلَقْنَاكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ ﴾
” (او الله به ووایې) دا دی اوس تاسې هماغسې بېل بېل زموږ په وړاندې حاضر شوئ، لکه څنګه چې موږ په لومړی ځل تاسې یوازې پیدا کړی وئ. ”

مومنان وایې:

﴿ صَدَقَ اللَّهُ رَسُولَهُ ﴾
” الله خپل رسول ته رښتیا ویلې دی. ”

منافقان وایې:

﴿ مَّا وَعَدَنَا اللَّهُ وَرَسُولُهُ إِلَّا غُرُوراً ﴾
” له موږ سره الله تعالی او د هغه رسول په دوکه وعده کړې. ”

ژوند د افکارو له صنعت څخه مینځ ته راځې، له کومو افکارو څخه چې ته ګټه اخلې، همدغه ستا په ژوند اغېز کوی، هغه که نېکمرغه دی او که بدمرغه.

یو شاعر وایې:
” د پېښې د رامنځته کېدو له مخه اندېښنه نه کوم، او د رامنځته کېدو په صورت کې ورته خپله ساه نه خفه کوم! “

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x