اروپايي ټولنه: افغانستان پراخ فساد له پښو غورځولی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازی وايي چې دغه هېواد پراخ اداري فساد له بښو غورځولی دی.

فرانز مېشل میلبین ویلي چې دوی په افغانستان کې د فساد پر ضد دوه میاشتنۍ مبارزه پیل کړې او په وينا يې هڅه کوي چې په دې هېواد کې فساد راکم کړي.

اروپايي ټولنې هم په خپره کړه اعلامیه کې ويلي چې په افغانستان کې پراخ اداري فساد د دې هېواد اقتصاد فلج کړی دی.

فرانز وايي چې په دولت کې اداري فساد دا زمینه برابره کړې چې مخالفين يې هم تر دوی د ښه والي او قوي روحيې دعوه وکړي.

نوموړي د افغانستان عدلي ارګانونه هم د مفسیدینو پر وړاندې بې وسه وبلل او ويې ويل چې دا ارګانونه نړۍ او اروپايي ټولنه پخپل کار نه شي قانع کولی.

دا په داسې حال کې دی چې په ۲۱۰۵ میلادي کال کې افانستان د نړۍ دویم په فساد ککړ هېواد وګڼل شو.

ياده دې وي د ګډ حکومت مشر اشرف غني د اقتصاد ماهر ګڼل کېږي او په ټاکنیزو منډو ترړو کې يې ډېر تمرکز هم د اقتصاد د سمونو پر شعارونو و.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ډاکتر محمد عثمان (عثماني)
میلمه
ډاکتر محمد عثمان (عثماني)

د خلکو ګډون د اسمانه نه رالویږي ښاغلی سفیر: د خلګو سره مشوره: له ډېرو مشرانو سره دا درک موجود وي،چي د اغېزمن حکومت کولو له پاره دوی د خلګو په غوښتنو او اړتیاوو باندي پوهیدلو ته اړتیالري.آیا خلګ د خارجي پالیسې،مالیاتو،بېکارۍ ښه حکومتولۍ په هکله ناخوښه دي؟ او که ناخوښه دي،په کومه اندازه؟هوښیار مشران(لیډران)په دې پوهېږي چي دوی باید تر عمومي افکارو نه ډېر زیات مخکي او نه ډېر زیات وروسته پاته وي د ولس رضایت له اسمانه نه رالوېږي.یو حکومت باید په خلګو(پخپلو اتباعو)کي د ځان په هکله احترام او په خپله خوښه اطاعت راوزېږوي او په خلګو… نور لوستل »