افغانستان

په کندوز کې د چاپیریال ساتنې نړیواله ورځ د تیرکال سره په توپیر ولمانځل شوه

همایون – بابر : سږکال په کندوز کې د چاپیریال ساتنې ورځ نمانځنې توپیر د نورو کلونو سره دا و، چې هرکال به دغه ورځ یوازې په غونډه کې د ویناوالو  په زره پوریو خبرو سره لمانځل کیده خو سږکال د چاپیریال ساتنې،ښاروالې په ګډون ګڼ شمیر خلکو د ښارپاکونې په نیت په حشر کې ونډه واخیسته اود ښار عمومې واټونه، کوڅې يي د خځلو اوچټلیو نه پاکې کړي.حشرکونکیو ویلې موخه يي ددی کار نه داده چې خلکو ته وښیي چې خپل چاپیریال پخپله باید  پاک وساتئ.  

د کندوز ولایت د چاپیریال ساتنې رئیس صدرالدین سیا وویل،د ښار په هر اوسیدونکې باندی لازم دی چې خپل د هستوګنې چاپیریال ته پاملرنه وکړی هغه د حشر د ټولو ګډونوالو نه خوښې څرګنده کړه چې په خوښې سره يي د ښارپاکونې حشر کې ونډه اخیستې وه

نوموړی په ځینو دولتې ادارو باندیي د نیوکې په توګه وویل.(( د ډیرو دولتې ادارو استازو په نننی حشر کې برخه نه وه اخیستې او خپل مسوولت يي اداء نکړ سره ددی چې تیره اونۍ يي دولایت په ادارې غونډه کې ژمنه کړی وه چې ضرور به برخه اخلي ))

همدغه راز د چاپیریال ساتنې نړیوالې ورځ په مناسب د کندوز ښار یوهټیوال احمد جان وايي چاپیریال ساتنې ته د وګړو پاملرنه د روغتیا ضامن او زمونږ د کلتورې ارزښت ښکارندوي کوي، په وروستیوکې د کندوز ښاروالې د ښار پاکوالې ته هیڅ پاملرنه نه کوي خوبل لورته خپله ښاریان هم ګرم دی چې په ښار کې هستوګنه لری خو دپاکې په اړه يي هیڅ پاملرنه نه کوي. هغه زیاته کړه. (( که چیرې ددی ښار هر اوسیدونکې د نننې حشر په څير یوه دقیقه د ښار پاکې ته ورکړي نوټول چاپیریال به ګل و ګلزار شي.))
د کندوز ښاروال نجیب الله عمرخیل وویل یوازې یوه ورځ د ښار پاکونې لپاره بسنه نه کوي ددغه ښار اوسیدونکې باید په دوامداره توګه د خپل ښارپاکونې ته پاملرنه وکړی ځکه د هغه په وینا د ښاروالې موجوده مامورینوشمیر کم دی د ښاروالې مامورین نشي کولې چې ټول ښار ته رسیده ګې وکړی هغه وویل (( په ۳۰ کارګرانو به د ښار کومه برخه پاکه شي، ښاریان باید اوږه پر اوږه د ښاروالې سره د ښار په پاکونه کې مرسته وکړئ.))
د کندوز ښاریان وايي په ښار کې د زرنج ریکشاګانو ډیروالې ،د ښاروالې نه پاملرنه،د نفوس تراکم ددی لامل شوي چې ورځ تربلې د ښار هوا ککړه اواوسیدونکې ېې په بیلابیلو ناروغیوباندي اخته شي.
دغه ښاریان له دولت نه غواړي چې د ښار لپاره ماسترپلان پلې اوشته ستونزي او راتلوونکیو ننګونو ته د حل مناسبه لاره وکتل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x