افغانستان

احدي: پاکستان پر طالبانو اغېز نه لري

نن ټکی اسیا (يکشنبه، کب ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): د ماليې پخوانی وزير او د افغانستان ملي جبهې مشر ډاکتر انوار الحق احدي د حکومت له لوري د سولې روان بهير بې باوره بللی او زياته کړې يې ده، چې ګډ حکومت د سولې په اړه په ناسمه لاره روان دی، نو ځکه يې د پايلو په اړه يې هم خوشبيني نه شي کولای.

ډاکټر احدي پر ولسمشر غني او اجراييه رييس ډاکټر عبدالله نيوکه وکړه، چې د سولې په اړه يې ډېر باور د هېوادوالو پر ځای پر پاکستان کړی او د ده په ګومان پاکستان يا د سولې په اړه رښتينی نه دی او يا هم پر طالبانو اغېز نه لري.

د ملي جبهې مشر پر حکومتي چارواکو تور ولګاو، چې د هېواد امنيت ساتلو کې پاتې راغلي، نا امنۍ ورځ تر بلې ډېرېږي، ولس له حکومته نهيلی شوی  او چارواکو سره د ولس د مال او ځان د امنيت غم نه شته.

تر دې وړاندې د کورنیو چارو پخواني وزیر عمر داودزي هم په پر پاکستان باور ترکستان ته تللې لار بللې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

احدي منافق له دکوڅو ښځه په هيځ نه شرميږي ! اول یې cia ته چوپړ وواهه جيبونه یې خپل ډک کړل او له افغان
ملت ګوند څخه یې افغان نالت ګوند جوړ که ، او س دې فاسد يوه بله لوبه را اخیستې ده چې هغه داشغال تر ناتار لاندې ملي جبهه جوړوي !!
ملي جبهه يانې څه ؟؟ داشغالګرو په خلاف او که دفاسد رژيم داشغال تر چتر لاندي رقابت !!

####

الحاج استا ذ بیانزی

احدی د وزارت مزه ولیدله اوس د جمهوری ریاست د پاره هلی ځلی لری ، طبیعی ده چه لمړی به د دی غلامی ، فاسدی او ناوړه اداره په اړه ( چه دی یی هم برخه وه څومره فساد او غلامی کی چه دی ننوتی وو نور تری کم وو ) هغه او دغه وایی ، د ټاکنو وخت به رانزدی شی بیا چه له هر چا په کوم ډول رایوی تر لاسه کولی شی د هغوی ستاینه ، چاپلوسی او مننی به کوی ، امریکا کی چه هر څوک ټاکنو ته نومول کیږی که یهودان او کونیان ورسره ملګری… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x