افغانستان

کابل: وسله والو غلو یو ځوان د خپل کور مخې ته وواژه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): ۲۸ کلن وحید راغب د کابل په یوولسمه امنیتي حوزه کې د غلو تر وسلو لاندې راغی او ځای پر ځای يې سا ورکړه.

سیمې ته څېرمه عیني شاهدان وايي چې پېښه د یوولسمې امنیتي حوزې اړوند په خیر خانه سیمه کې وشوه او وسله والو غلو د وحید جېبونه ولوټل.

د وحید ملګري وايي چې نوموړي اقتصاد پوهنځی لوستی و او د واده يې یوازې شپږ میاشتې تېرې وي، چې د پنجشنبې په ماخستن د وسله والو غلو له لوري ووژل شو.

د دوی په خبره خیر خانه د نویمو کلونو وحشت ته ور ګرځېدونکې ده، د شپې له اتو بجو روسته څوک ځان خوندي نه بولي او د غلو معلومې ډلې د کوڅو واک په لاس کې لري.

دوی وايي چې په جنايی پېښو، اختطافونو، غلاوو او ان د خلکو د ناموسونو په لوټ کې په سیمه کې مېشت امنیتي مسوولین ورشریک او د خیرخانې ټول واک له څو تنو بد معاشانو سره دی.

یاده دې وي د کابل امنیتي مسوولین هم مني چې په دې ښار کې جنايي پېښې ډېرې شوې دي، خو دوی دا تور ردوي چې ګواکې له غلو، قاتلینو او تښتوونکو سره یوه لار لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x