افغانستان

حزب اسلامي د اشرف غني په غوښتنه مذاکراتو ته تياری ښودلی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، کب ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): د پخواني جهادي رهبر ګلب الدین حکمتیار ګوند «حزب اسلامي» د ولسمشر اشرف غني په غوښتنه چمتو شوی تر څو د سولي په بهير کې ګډون وکړي.

د حزب اسلامي ګوند رسمي ویبپاڼې شهادت نن ټکی اسیا ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې ویلي «جمهور رئيس اشرف غني؛ حزب اسلامي ته په مذاکراتو کې د شاملېدو بلنه ورکړې، موږ سره له دې چي ګورو امريکايي جنګ غوښتونکي د سولې له بهير سره مخالفت کوي او سره له دې چي پوهېږو د کابل حکومت ډېر چارواکي د سولي بهير ته د داسي ګواښ په سترګه ګوري چي د دوی اقتدار او امتيازات له خطر سره مخامخ کوي، چي د اشغالګرانو له لروي يې ترلاسه کړي؛ خو سره له دې په دغو مذاکراتو کي د شرکت لپاره چمتو يو، يوازي په دې موخه چي خپل ملت ته څرګنده کړو حزب اسلامي صلح غواړي او امريکا او په امريکا پورې تړلې کړۍ د جګړې دوام خوښوي».

حزب اسلامي په خپله خبرپاڼه کې داهم ویلي چې دوی په داسي وخت کې د مذاکراتو لپاره چمتوالی ښيي چې ددوی د ګوند دوه غړي امریکا تازه د تروریزم په تور لیست کې شامل کړي او د هغوی پر وژلو او یا معلوماتو یې د ملیونونو ډالرو انعامونه اعلان کړي.

د یادوني وړ ده چې د وروستیو څلور اړخیزو غونډو په ترڅ کې ولسمشر اشرف غني طالبانو او د حکمتیار حزب اسلامي ته بلنه ورکړې وه چې د سولې په موخه ورسره مذاکرات وکړي خو طالبانو د حکومت دغه بلنه رد کړه او زیاته یې کړه چې د بهرنیانو په شتون او د هغوی له خوا د جګړې ډګر ته د عسکرو را ګرځېدل پر دې دلالت کوي چې بهرنیان په افغانستان کې سوله نه غواړي.

طالبانو د څلور اړخیزو غونډو په  بهير ناخبري وښودله او زیاته یې کړه چې دوی په دې جریان کې د ګډون پریکړه لا نه ده کړې.

طالبان د افغانستان اوسنی ګډحکومت یو لاسپوڅی حکومت بولي او زیاتوي چې ددغه حکومت سره مذاکرات په هیڅ توګه تضمین نه شي لرلای، ځکه چې د واک او پریکړو ټول صلاحیت اوس هم د امریکايي جنرالانو او سیاسي چارواکو سره دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد عبدالله

سوله سه معنی؟جهاد اوقتال سه معنی؟

الحاج استا ذ بیانزی

کوم حزب اسلامی د چا سره په کومه جوړه کی برخه اخلی ، لمړی حزب اسلامی په اسلامی پاڅون ( اربکانو ) بدل شوی اربکان خو د غلامانو او بادارانو د مقاومت مهمه او عمده برخه ده ، حتی نوو اربکانو ( داعشیانو ) کی هم ورته سهم ورکړ شوی د حاجی قدیر سره سهم لری ، که داسی وویل شی چه د طالبانو سره د حکومت په جوکات کی جوړه کوی د منلو وړ ده خو حکومت کی هم ډير وزن نه لری چه حساب ورباندی وشی ، د شمالی ټلوالی سره د چوکیو په سر رقابت لری که… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x