
کابل: داود سوداګریز مرکز کې د کورنیو لپاره سینما پرانیستل شوه
نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): د کابل ښار په زړه کې د داود سوداګریز مرکز په ودانۍ کې د « کهکشان » په نوم د کورنیو لپاره ځانګړې شوې سینما پرانیستل شوه.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیالې سیده مژګان مصطفوي د دې سینما د پرانیستې په مراسمو کې دا د ښځو لپاره لویه لاسته رواړنه وبلله.
هغې دا سینما د کلتور د بډاينې په برخه کې لوی ګام وباله او په وينا يې اوس به افغان ښځې په ارامۍ سره د فلم له کتلو خوند واخلي.
مژګان وايي چې څو لسیزو جګړو کې سینما هم دروند زیان لیدلی دی، چې په وينا يې باید جبران شي.
د دې سینما د پرانیستو په مراسمو کې جوان شیر حيدري د افغان سینماګرانو د ټولنې مشر هم خبرې وکړي او د دې سینما پرانیسته يې د لوړ کلتور او د ښځو لپاره د فلم لیدنې ښه لاره وبلله.
ياده دې وي افغان کلتور کې يوه کورنۍ نه غواړي چې ښځینه غړې يې په نیمو شپو د ښار په کوڅو کې د فلمونو نندراه وکړي، خو افغان سینماګرانو مشر وايي چې دوی د همدې کلتور بدلون ته مټې رابډوهلې دي.
و المؤمنان و المؤمنات يأمرون بالمعروف و تنهون عن المنکر
و المنافقين و المنافقات يأمرون بالمنکر و تنهون عن المعروف