fbpx

په للمو باران: مسرور وازيخواوال

مسرور وازيخوا وال

یاالله ! باران وکړې په للمیو،ددښتونو په غوټیو
یاالله ! تل دعا کړو دخوښيو،دخوشحالو پسرلیو

یاالله ! هره دښته ګلستان کړه،پکي شنه هر رنګ ګلان کړه
یاالله ! له وطنه ورک خزان کړه،راښکاره بیا غاټولان کړه

یاالله ! ورک کړه وخت داسویلیو،دآهونو اوسلګیو
یاالله ! بیا خندا راته پخلاکړه،ورکي اوښکې اوژړاکړه

یاالله ! هریتیم سر په مسکا کړه،پرمخ اوښکې یې صفا کړه
یاالله ! کلی خوښ کړه په خوښیو،آزادۍ اوخوشحالیو

یاالله !ښکلاګاني مروري،دمسکاماتي وزري
یاالله !دشپونکي رمه نه څري،بلبل نه وایي سندري

یاالله ! کړه وصال درنګینیو،موسم ورک کړه دسیلیو
یاالله ! فضاټوله زرغونه کړه،په شنو ونو ځمکه شنه کړه

یاالله ! د”مسرور”ارمان پوره کړه،ګودرونه ښائسته کړه
یاالله ! میدان ډک کړه په کیږدیو،لمن ګل کړه دغونډیو

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د