ادبي لیکني

شعر څه ډول ليکل کيږي؟/ فضل باري مشفق

فضل باري مشفق

ډېر ځله ابتدايي شعر ليکونکي هڅه کوي چې د شعر ليکلو له پاره له ډېرو لارو چارو کار واخلي، ځینې ابتدايي شاعران فکر لري چې په يوازې والي او تنهايۍ کې به شعر وليکل شي، ځينې بيا کوشش کوي چې د نورو شاعرانو شعرونه ولولي او د نورو شعرونو له  مطالعې څخه په الهام شعرونه وليکي، ځينې يې  داسې فکر کوي چې له شاعرانو سره به له ناستې ولاړې څخه  په چا کې د شعر ليکلو تومنه پيدا شي. خو دا هر څه په خپل ځای يو اغېز او اثر لري مګر دا ټولې هغه لارې چارې نه دي چې يو ابتدايي شاعر دې وکولای شي  په دې توګه  شعر وليکي.

شعر لکه څنګه يې چې تر اوسه ټول خلک په يو ډول تعريف موندلو نه دي توانيدلي همدغه شان هېڅوک نشي کولای چې په يوه طريقه شعر جوړ يا وليکي،  د شعر د ليکلو وړتيا يوه خداوندي لورينه ده چې الله «ج» يې په خلکو لوروي،  د شعر ليکل نه کوم تعليم او تحصيل ته او نه هم کومو رتبو او تعليمي اسنادو ته اړتيا لري او نه هم د يو چا هوښيارتيا او ځيرکتيا ته.
دغه هرڅه چې دي د الله «ج» له لوري يوه ځانګړې لورينه ده، مګر دومره ويلی شو چې د شعر په جوړښت کې تعليم او تحصيل ته اړتيا نشته، خو په شعر کې د يو مثبت پيغام لېږدولو له پاره بيا، تعليم، مطالعه او مشاهدې اړينې دي.
همدغه راز د شعر د ليکلو له پاره هيڅ وخت ، علم، عمر او استعداد نه دی ټاکل شوی.

زه به د خپلې تجربې او د خپل شعري حالت خبره وکړم، ډېر ځله داسې وخت وي چې هغه ځای او وخت هېڅکله د شعر د ليکلو نه وي مګر کله چې شعر ليکل کيږي، بيا ليکل کيږي.

د مثال په توګه ډير وخت داسې وي چې هلته د تګ حالت وي، مجلس کې ناسته وي، او يا هم له چاسره يو ځای ته تګ وي، سهار، ماښام، غرمه، شپه، يعنې هر وخت شونې ده چې سړي ته شعر راشي، او دا ټول حالتونه شخصاً په ما تير شوي دي، خو په دې وخت کې که سړی ذهين وي او ښه حافظه ولري نو هماغه بيتونه له ځان سره په ذهن کې ساتي او وروسته يې بيا کاغذ ته رسوي، خو په همدې حالت کې ضروري  داده چې هر هغه څوک چې شعر ورته راشي هڅه دې وکړي چې په هماغه ځای کې ټول  شعر بشپړ کړي، ځکه چې ليدل شوي دي، هر هغه وخت چې شعر راځي او وليکل شي نو هماغه مهال يو شاعر ښه شعر ليکلی شي، مګر کله چې د شعر ليکل په نيمه کې پاتې شي او نور بيتونه بيا وروسته  ليکل کيږي، نو هغه غزل وي که نظم او يا بل څه ، فرق سره کوي.

بله مهمه خبره د شعر د ليکلو له پاره داده چې شاعر بايد په خپله خوښه هغه څه چې دی يې ليکي او له زړه نه يې ليکي بايد ويې ليکي، مګر که کله يو شاعر مجبور کړل شو او په فرما يشونو ترې شعر وغوښتل شو نو په هغه شعر کې دومره اغيز  او مزه نه وي څومره چې په هغه شعر کې وي کوم چې شاعر له خپل زړه او خيال نه ليکلی دی.

په پای کې هر هغه شعر چې وليکل شي،  بايد له ليکلو وروسته دوه درې ځلې له ځان سره ولوستلی شي، تر څوکومه  سهوه او تېروتنه ونه لري او که يې لري هغه هم بايد اصلاح کړل شي او دې ته هم پام وشي چې په  شعر کې د شاعر له خولې هره وتلې خبره چې قلمبند شوې ده صحيح ده که غلطه، په پای کې به شاعر خپل شعر تلي او په وزن برابر به يې ټولنې ته وړاندې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نثاراحمد

چی شعر ولیکو نو څنګه به پوشو چی شعر صهی ده یا نه

نثاراحمد

ستاسو دی ځواب په هیله

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx