نظــر

د شپون صاحب شکوه او جواب شکوه

شپون

ښاغلي سعدالدین شپون په تاند ویب پاڼه کې په خپله یوه وروستۍ لیکنه کې ګېله کړې ده ، چې په دې وروستیو کې په یو شمیر پښتنو لیکوالو او ژورنالیستانو پسې لیکنې شوي دي ، شپون صاحب لومړی دلال پاچا آزمون ، صدیق الله بدر او استادبختاني صاحب نومونه یاد کړي ، چې دوی ته چابدې خبرې لیکلي دي ، او ورپسې یې د پسرلي صاحب  دزامنو  او عصمت قانع  نومونه ذکر کړي ، چې ددوی په اړه لیکنې شوي دي ، او بیا یې ویلي ، کیدای شي راتلونکی ګوزار دبالیووډ په  خان قاري محبوب   او یاپروین ملال باندې وي .

شپون صاحب ویلي چې ددې کسانو په اړه  ایران لیکنې کړي دي ، او دده په خبره ایران غواړي چې دغه پښتانه فرهنګیان سپک کړي ، دشپون صاحب په  لیکنه  دده یو شمیر مریدانو تبصرې  هم کړي دي ، هغوی هم  داستادشپون خبره کره بللې ، خو هغوی ویلي چې ایران نه بلکې پاکستان  دپسرلي په زامنو پسې را اخیستې ده ، دشپون صاحب یوه مرید دپسرلي صاحب دزامنو مخالف لیکوالان پاکستانیان بللي ، خو یو بل بیا وایي چې دمخابراتو وزارت باید دغه خلک افشاء کړي . . .

د شپون صاحب دلوړې شکوې په اړه باید ووایم چې لومړی خو شپون صاحب هسې دڅوتنو درنو فرهنګیانو لکه  استاد بختانی صاحب بدر صاحب او خپل ځان نومونه اخیستي ، چې دوی ته چا په ټيټه کتلي ، ماخو چې تراوسه پښتو سایټونه ، فیسبوک وغیره کتلي راکتلي ، ددغو درنو فرهنګي شخصیتونو په ادرس مې هیڅ ناسمه جمله او خبرې په کې نه ده لیدلې ، هیڅ دلیل نشته ، چې څوک دي دبختاني صاحب غوندې  سپین ږیري ،مکرم او فاضل انسان ته په ټيټه وګوري ، او یا د صدیق الله بدر غوندې پاک نفسه لیکوال ته بدرد ولیکي ، دغه راز شپون صاحب هم دیوه مشر لیکوال په حیث په ټولو حق لري ، چې دمشرتوب احترام یې وساتي ، او که کومه ترخه خبره یا ګپ شپ کوي هم باید هضم یې کړي ، ددې کسانو په اړه نه پوهیږم شپون صاحب څرنګه دا خبره کوي ، چې لوستونکو ورته کم کتلي ؟؟

اما  دپسرلي اکا دزامنو  او عصمت قانع موضوع بېله ده ، دپسرلي اکا څاروان  هیڅکله له درانه  صدیق الله بدر سره څوک په یوه تله  نه شي تللی ، او نه هم  کوڅه ډب عصمت قانع  داستاد بختاني همسنګ بلل کیدای شي .

شپون صاحب  هغه متل خو به دې اوریدلی وي  ( چې شمال نه وي پاڼې نه ښوري ) داچې له صدیق الله بدر سره خلک غیبانه محبت ساتي او بختانی صاحب خدای په جاتي ( استاد )بولي ،  مګر څاروان او عصمت قانع  څوک د سړو په کتار کې نه پریږدي ، معلومه خبره ده چې د دوی په لکۍ پورې کوم پسات غوټه دی  ، کنه خلک خو څه اوزګار نه دي ، چې خوشي په خوشي به د خدای له مخلوق  سره جنجالونه کوي .

شپون صاحب مطمئن اوسه ، چې نه ایران دومره بیکاره دی ، چې په خپل پروني تنخوا خور  عصمت څاروان  باندې ری ووهي ، او نه عصمت قانع دومره ستراتیژیک شخصیت دی ، چې پرونی مربي پاکستان یې  لیکنیزي مقابلې ته راوړاندې شي  .

طالبان هم فکر نه کوم ، چې عصمت قانع یا د پسرلي زامنو ته په رسمي کچه د دښمنانو په سترګه وګوري ، ځکه تجربه داده چې  طالبان  یوځل څوک دخپلو دښمنانو لست ته واچوي ، نو بیا یې په لیکنو نه سکونډي ، بلکې په فزیکي حذف یې غور کوي ، طالب چې اسدالله خالد او جنرال داود الوزولی شي ، نو عصمت قانع چې نه مرمۍ ضد لري او نه جوالونه ترې تاو دي ، هم دیوې مرمۍ په قیمت له مخې لرې کولای شي ، مګر له ناټو سره جنګیدونکی طالب ماته دومره کوچنی نه ښکاري ، چې دعصمت قانع یا عصمت څاروان په پسپسي سروګرځوي ، ځکه طالب  تردوی له لویو ګرګو سره مصروف دی  .

اصله خبره داده ، چې په تیرو څو کلونو کې دعصمت قانع او دپسرلي صاحب دزامنو غوندې  له ځینوتش په نامه پښتنو لیکوالو څخه  په ډالرحلالۍ کې دومره اخلاص وشو ، چې حتی عام پښتانه لوستوال ، پخواني ادبي ملګري او دفرهنګ او مطبوعاتو مینه وال یې هم له ځانه پردي ، او دفکري او مطبوعاتي مقابلې په مورچل کې ودرول .

متاسفانه دامریکا او ډالرو په راتګ سره له ځینو افغان قلموالو څخه  خپل افغاني او اسلامي اصالت هېر شو،په شعوري توګه داسلامي ، افغاني او جهادي فکر په مقابل کې ودرېدل ، په دې سربیره چې دغرب لپاره یې ميډیایي چوپړ واهه ، کفر ته یې  فوق العاده کار هم پیل کړ ، او بده لا داچې په دې لاره  کې یې دخپل اسلامي اصالت  ، حیاء او عفت ټول اصول له پامه وغورځول او څرګندې مطبوعاتي لنډه غرۍ ته یې ملا وتړله .

شپون صاحب داسمه ده ، چې دپسرلي زامن او ملګري به یې پښتو ته ادب ته دیو څه خدمت له امله  مهم خلک وي ، مګر داسې نه ده چې موږ تر دغو کاغذي اتلانو دقدر وړارزښتونه یا اشخاص نلرو ، دا وطن د باعزته مسلمانانو هیواد دی ، د بې عزته شاعرانو او ادیبانو هیواد نه دی ، که څوک ددې اولس دیني ارزښتونو ، قهرمانیو ، جهادي اتلانو او ملي ارادې ته په سپکه ګوري ، نو هیڅوک به هم ورباندې رحم ونه کړي .

د پسرلي زامن چې زما داسلام په نوم قربان شوی فدایي  خرمرګی بولي ، نو دوی دې هم بیا له مانه  د زیړو ګلو دهار تمه نه کوي ، عصمت قانع چې زما داولس تر ټولو سپیڅلي قشر ( مجاهدینو) ته په سپکه ګوري ، نو زه هم مجبور یم چې دده دصدای افغانستان  پرپړه پسې راپورته  کړم ، شپون صاحب ! که دغه خلک چې تا ورباندې خوا درنه کړې ، اسلامي شریعت ته اعتقاد نلري ، نو دپښتنو په قانون هم باید یوازې دهمداسې غبرګون تمه وکړي ، ځکه پښتانه وایي ( دچا دروازه دې  که په سوک ور ووهله ، نو دخپلې دروازې دلغتې ګوزار ته ځان ټینګ کړه )

زما داولس مؤمنو او متعهدو لیکوالو لس کاله  ستا دمطبوعاتي اربکیانو ټولې پیرې وزغملې ، که یې په پیښور کې کوم یوه  له یرغل وړاندې امریکایانو ته انجیل ژباړه هم چا یې نوم او کردار لوڅ نه کړ ، بلکې علاوه یې  په سر سپرول ، که دپسرلي زامنو له ایران څخه  دخمینیزم له سنګره خپل اولس ته ښکنځلې کولې هم چا څه ورته ونه ویل ، که دهمدې ډالري لیکوالو له جملې یوه یې دیرغل په مهال امریکایي طیارو ته تبلیغاتي پاڼې لیکلې هم چا افشاء نه کړ ، که د څرګند  اشغال له پیل وروسته ډالري لیکوالان په یوه اشر دکفر په صف کې ودریدل ، او دپینټګان دمیډیایي یرغل دپرمخ وړلو وظیفه یې په غاړه واخیسته هم چا کار ورباندې ونه لاره ، لس کاله زما اولس دامریکایي کفر له لاسه په وینو کې شټېده ، خو زموږ دادب دباغ ګلانو په کابل کې امریکایي ډالري غوا رودله .

 اولس دیرغل په اور کې پوخ شو ، کلي او کورونه یې وران شول ، زلمي یې شهیدان شول ، ښځې یې کونډې شوې ، او دصلیبي کفر په وړاندې زما اولس دبل هرځل په نسبت تاریخي ایثار او حماسه بشپړه کړه ، مګر ستا دغه ډالر وهلي ادیب نمایان نه یوازې چې زما په یرغل ځپلي مجاهد اولس یې زړه ونه سوزېد ، بلکې په قربانیو او شهادتو پورې یې پوزخند هم پیل کړ .

شپون صاحب موږ له  دښمن نه درحم غوښتنه نه کوو ، الحمدلله  موږ متدینو افغانانو ته الله تعالی  له کفر سره ددښمني پاللو او جفاکشۍ خورا ستر استعداد راکړی ، موږ  دهرچا په اصولو برابره دښمني زغملی شو ، او ښه په نره ورسره مقابله کولای شو ، موږ چې د B52 بمبار زغملی شو نو دکوم للو پنجو تبلیغاتي دښمني زغمل هم راته سخت نه دي ، دغه تبلیغاتي ژورنالیستیک دښمنان په حقیقت کې د دعوه ګیرو ښځو غوندې ښکاري ، چې چندانې دسیال دښمن تنده نه پرې ماتیږي ، نوځکه خو په تیره لسیزه کې یوهم چا ونه واژه ، مګرخلک وایي تربي عزته دوست  باعزته دښمن ښه دی ، موږ له باعزته دښمن څخه هیڅ ګیله نه کوو ، که دپسرلي زامن غواړي له اسلامي فکر سره مقابله وکړي او ډالر ځان ته حلال کړي ، لطفا دې په سمه توګه ددښمنۍ په ډګر کې ودریږي ، چې ناټو او وارسا  ددښمنۍ په صف کې ولاړ دي دایي دپسرلي زامن پرې له پاسه ، خو خبره داده چې دښمني کوي ، سمه دښمني دي وکړي په دښمنۍ کې دې پرتوګ نه غورځوي ، لکه داڅه موده یې چې غورځولی .

هغه څه چې تراوسه دپسرلي زامنو په خپله ویب پاڼه کې  دمجاهدینو او اسلامي فکر په خلاف نشر کړي دي ، په بله هیڅ پښتو رسنۍ حتی امریکایي مطبوعاتوکې هم نه دي نشر شوي ، له همدې امله خو په بله هیڅ رسنۍ او رسنۍ چلوونکي پسې چا څوباړی هم نه دی را اخیستی .

د پسرلي په زامنو او نورو هغه ادیب نمایانو چې تاورباندې خوا بده کړې ، هیچا تهاجمي وار نه دی کړی ، بلکې ماچې لیدلي یوازې ددوی دخبرو سپیناوی شوی ، او په اصطلاح دوی خپل کرلي ریبلي دي .

که دپسرلي زامن په خپله ورسپارل شوې دښمنۍ کې سم وچلیږي ، نو ښایي له داسې غیرعادي غبرګون سره مخامخ نه شي لکه داڅه موده چې ورسره مخ دي ، دا یوازې دوی نه دي چې د ډالرو لپاره داسلام اومجاهدینو دښمني کوي ، بلکې نور هم ډیر دي ، مګر داچې دوی ته یې ډیر تاوان کړی ، علت یې همدا ددوی خپل لغړتوب او لچرتوب دی ، حیوان چې په خوراک کې تر ټاکلي حد تجاوز وکړي ، نو د ټنډېدا او هلاکت سبب یې ګرځي ، په هرکار کې تر اړتیا زیات  اخته کیدل او ترحد تجاوز کول  ،  تاوان پیښوي ، مثلا علم ګل سحر هم داسلام او جهادي فکر  سره ښه ټینګه دښمني لري ، د اخترمحمد ، زرمتي ، سمون ،  اسلام خېل ، روښان او په نورو ډیرو مستعارو نومونو لیکنې کوي ، مګر داچې دمجاهدینو خلاف په دشمنۍ کې تراړتیا زیاته خواري نه کوي ، او نه ترچتې وزي ، نوځکه چا ورباندې کار نه دی لرلی ، هوښیاران وایي ( دزد باش باانصاف ) نو اوس دلته ددوی لپاره هم مناسبه ده چې دکفارو مزدوري که کوي نو په انصاف دې وکړي او پښې دې دسړیتوب له  بړستنې نه باسي ، او که چیرې پښې له بړستنې سره سمې نه غځوي ، نو بیا که څوک پښې ورماتوي باید چې ویې زغمي او څوک پرې خپه نه شي .

دمشر پسرلي او غفورلېوال په اړه باید ووایم چې په دوی باندې په حقیقت کې هغه دلوګري ملا چل شوی ، په لوګر کې وایي یوه ملا دکلي امامت درلود ، په همدې کلي کې یو لیونی هم اوسیده ، یوه شپه دکلي لیوني په جومات کې شپه تېره کړې ، او حیاء دې وي په محراب کې یې مرداری کړی ، سهار چې ملا صاحب دجماعت لمونځ کلیوالو ته ورکوي نو دسجدې په وخت یې تندی دلیوني په مرداري بيلمازه شوی دی ، وایي ملاصاحب به همیشه په ډیر افسوس ویل ، چې مرداری  پلاني لیوني کړی وو خو تندی زما پرې ککړ شو ، نو اوس که حقیقت ته وګورو  په مشر پسرلي صاحب کې رښتیا هم دڅه ویلو ځای نشته مګر حقیقت دادی چې په تاند کې  مرداری    څاروان ، قانع ، سقیم ، فروتن ، قرار او غلام سرور  وکړ ، خو تندی دمشرپسرلي ورباندې ککړ شو ، لکه څرنګه چې دمحمدیار او ځینو نورو په مرداریو  دغفورلیوال تندی لړلی دی .

شپون صاحب په شرع او پښتونواله دواړو کې که دچا سپی څوک وداړي ، نو خلک له سپي سره حساب او فیصله نه کوي ، بلکې څښتن یې له ګریوان رانیسي ،  او ورته وایي چې ولې یې سپي سراېله پرې ايښي ، سپی حقیقتا په دې نه ارزي چې څوک ورسره اخته شي ، دجاروجنجال او محاسبې لپاره ضرور ده چې په مقابل لوري کې یوڅه شخصیت او سړیتوب وي ، له همدې امله خو دڅاروان  او محمدیارغوندې  دبي شخصیته خلکو جنجال مشرپسرلي او غفور  لیوال ته راجع کیږي ، او سپیناوی یې ترې غوښتل کیږي .

په داسې حال کې چې دپسرلي کورنۍ ته منسوب سپي بې جلبه خوشي وي او خلک داړي ، مګر په مقابل کې یې غبرګون هم ناسم وبلل شي ، دا به ښایي کټ مټ هغې کیسې ته ورته وي ، ها چې کوم مسافر په یخ وهلي کلي کې سپیانو ګیر کړی وو خو چې ډبرو ته یې لاس کړی وو نو ډبرې کنګل وې ، او بیا یې چیغې وهلې چې :

دا څرنګه کلی دی

سپي یې خوشي کړي دي

تېږې یې تړلي دي .

نو شپون صاحب ددې په ځای چې سپي خوشي وي او ډبرې تړل شوي وي  ، ښه داده چې دعقل او فطرت له تقاضا سره سم سپي وتړل شي او ډبرې خلاصې پریښودل شي ، چې سپي تړلي وي د ډبرو دګوزار اړتیا له سره نه پیښیږي .

شپون صاحب ! خبرې ډیرې سر یې یو ، په لنډو باید ووایم چې هیڅوک تردین ، وطن ، جهاد ، اسلام ، عقیدې او عقیدوي اقدارو لوړ نه دي ، په اسلام کې پیغمبران معصوم  او اصحاب مصئون دي ، له دوی پرته هیڅوک هم  داعتراض او انتقادپه وړاندې معافیت نلري ، دپسرلي اکا غضنفر چې ځان  دپښتو نقد پلار بولي او ټوله ورځ په نورو کره کتنې کوي ، باید دخپل کردار کره کتنې ته هم ځان ټینګ کړي ، ځکه دی او ملګري یې هم تر نقد لوړ نه دي ،هیڅوک باید په دې خطانه شي ، چې زه لیکوال ، ادیب او یا شاعر یم ، نو که دخلکو په دین او جهاد پښې ورږدم  هم نو باید ویې زغمي ، دا فکر خورا احمقانه دی ، داچې دداډول فکر خاوندانو ته تراوسه  ځینو خلکو معافیت او معصومیت ورکړی وو ، دا له دوی سره ښه شوي نه داچې ددوی حق همدا وو ، که دپسرلي زامن وي ، که دکوم بل شپږم یا لسم ستوري  ، چې داسلامي فکر په وړاندې مورچل نیسي ، نو کټ مټ به داسې چلند ورسره کیږي ، لکه داسلام له نورو دښمنانو سره ، تراوسه چې په دې اړه څه شوي ، دا یوازې یو پیل دی ، تراوسه ددغو ادب شرموونکو ادیبانو په وړاندې مقابله یوازې دانټرنت په مجازي دنیا کې روانه ده ، که ددوی اسلام دښمني او جهادستیزي دوام کوي ، نوضرور به ددوی په وړاندې عکس العملي فعالیت پراخیږي ، چې په نتیجه کې یې شاید دغه د ډبرو غوندې درانه  ادیب نمایان او ژوندي بوتان چې هره ورځ یې لمانځنې کیږي ، د سپکو بڼکو غوندې په عامه قضاوت کې سپک شي ، ځکه عام اولس هرچاته داسلام او افغانیت له عینکو ګوري ، اوپه دې خو ټول پوهیږو چې که ددې بې ادبه ادیبانو دکرکټر بل مخ ټولنې ته لوڅ شي ، شاید بیا یې هیڅوک هم په سړیو کې ونه شماري .

شپون صاحب خبرې رانه اوږدې شوې ما غوښتل په لنډو ستاسو شکایت او ګیله رفع کړم هیله ده په لوړه لیکنه کې مې خپل مطلب افاده کړی وي .

هغه خلک چې وایي دپسرلي دزامنو منتقدین پاکستانیان یا دشبکو خلک دي چې باید دمخابراتو وزارت یې افشاء کړي ، باید ورته ووایم چې ډاډه اوسئ چې زما په ګډون داسلامي فکر قلمي مبارزین او ستاسو په زړګیو داغ لګوونکي به تل پټ  او مستعار نه وي ، چې دمخابراتو وزارت لخوا یې افشاء کولو ته اړتیا پيښه شي ، بلکې نور داسې ښکاري چې شپه پای شوې ده او ټول به ان شاءالله سره وو ینو ، ان شاءالله بیا به ددرست اولس په مخکې سره سترګې په سترګې او مخامخ شو ، او دا به هم سره سپینه کړو چې څوک دپردیو اجیران او تنخوا خواره  او څوک دخپل اسلام او وطن مدافعین او په سخته ورځ دخپل ملي ناموس ساتونکي دي .

فانتظروا  انا منتظرون

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x