
غزل: محمود شهيم
محمودشهیم
ستا د یاد په سره مجمر باندې ولاړیم
څړیکه څړیکه په پرهر باندې ولاړ یم
واه! دا څومره په هنر باندې ولاړ یم
ستا د سترګو په نظر باندې ولاړ یم
بس د چا د ځوانیمرګې میني یاد یم
سور شفق یم ماذیګر باندې ولاړ یم
څه په عُجز مې څنګل ده ماته کړې!؟
څه له کبره په څادر باندې ولاړ یم
غره مه شې نه یم ستا دغزل توری
تور لونګ یم په ټټر باندې ولاړ یم
زه نو دومره بختور چېرې؟ شهیمه!
چې د چا د زړه په سر باندې ولاړ یم