افغانستان

د غزني امنیه قومندان: که مرکزي حکومت مرسته ونه کړي دنده پرېږدم

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): د غزني امنیه قومندان وايي چې که مرکزي حکومت يې غږ وانه وري دی به له دندې لاس په سر شي.

امرخېل وايي چې د کورنیو چارو وزارت په دې ولایت کې د پولیسو کافي تشکیلات نه لري او په وينا يې که تر پسرلي همداسې پاتې شي ښايي ګڼې سیمې يې سقوط وکړي.

د غزني امنیه قومندان وړاندې زياتوي چې دی نه غواړي د سیمو د سقوط بدنامي ده ته متوجه شي، ځکه له مرکزي حکومته د مرستې تمه کوي او که مرسته ونه شي دی به دنده خوشي کړي.

نوموړي وویل چې همدا شېبه د اندړو ولسوالۍ له سقوط سره مخ ده، خو دیو ورته کافي امنیتي ځواکونه نه لري.

امرخېل تر دې وړاندې هم ویلي و، چې که مرکزي حکومت يې مرسته ونه کړي را روان لمریز کال به د غزني د سقوط شاهدان واوسو.

د غزني امنیه قومندان په داسې حال کې د غزني د سقوط وېره ښکاره کوي چې همدا شېبه د ګېرو و لسوالۍ د طالبانو له لوري محاصره، زنخان، ناوه، خوږياڼي، رشیدان يې بشپړې په لاس او د اب بند، اندړو، واغظ، ګیلان، مقر او قره باغ يې پراخې سیمې په واک کې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x