شعـــــرونه

پاچاته! مشفق حريت مل

مشفق حريت مل

نه ترې ولس وليده خير او نه ارام شو پاچا
هسې په خپله پاچاهۍ باندې بدنام شو پاچا

نه يې کړې خپلې ژمنې سر، نه ترې ولس راضي شو
ځکه چې خپل وطن کې بل ته په سلام شو پاچا

په عملي ډګر کې صفر ضرب صفر شولو
نه د عزت  او نه د وياړ نه  د مقام شو پاچا

زغره يې واغوسته د جنګ ډګر ته ورسېده
اوس نو جوګه له  خپل ولس د انتقام شو پاچا

اوس د مختګ او د شاتګ لاره ترې ورکه ښکاري
اوس سرګردانه سودايي دی او سرسام شو پاچا

ها چې پرون په کومو خلکو باندې دی نازېده
له هغو خلکو هم نهيلی نا مرام شو پاچا

وخت به راځي په بيړنيو خبرو کې به وي
هغه فلان يې چې باله  هغه  اعدام شو پاچا

مشفقه دا حالت څه بل شان وړاندوينې کوي
داسې ښکاري چې د جومات، ملا امام شو پاچا

مشفق حريت مل
 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x