نظــر

د اسلامی امارت ویاړلی بریاوی او د اشغالګرو شرمیدلی ماتی

د اسلامی امارت د مجاهدینو  بریالتوبونه ورځ له بلی الحمدلله په لوړ کیفیت او مخ په زیاتیدو او بی شمیره زیات شوی ، چه  تاریخونه او  د نړی ټول مظلوم نسلونه  به  ورباندی ویاړنی لری ،  د دوی بریالی پلانونو او کړنو نړیوالو ته  یو ځل بیا په ډاګه کړه چه افغانان غلامی نه منی  او دا  ملک د لویو قدرتونو هدیره ده . داسی حیرانونکی کړنی یی تر سره کړی چه نه یواځی افغانان بلکه اسلامی نړی او ټول مظلوم بشریت  ورباندی ویاړی ، لمانځنه  او ستاینه یی کوی ، او هغوی یی هیله مند کړل چه انشاالله  ډیر ژر به د دیموکراسی نظام  راغورځی  او پرځای به یی اسلامی نظام رامنځته کیږی .

دی ویاړنو دوستان خوشاله او هیله مند کړل  خو د نړی استعماری قوتونه  یی په پوره  ویره کی واچول ،   د نړیوال حکومت خوب او خیال یی له ماغزو ووت  ، د  غریبو وینی یی په غریبو باندی توی کړی  مګر دلاسته راوړنو هیلی یی صفرکی ضرب شوی   وایی ( د حریص کاسه چپه  لاس یی تش خوله یی سپیره ) په څه فکرونو وو او څه ورته پیښ شو.  

زه د تسلی په خاطر ماسونیستو یهودانو ته وایم چه  د اسلامی امارت مادی امکانات  د دوی د مادی  امکانانو پرتله  د کمیت او کیفیت له مخی  د مقایسی وړ هم نه  دی ، ولی د مجاهدینو ویاړلی  بریالیتوبونه  د دوی د  سپيڅلی هدف  له مخی وو، او دی سپیڅلی هدف د دوی ایمان ( مورال ) له اسمانونو هم پورته کړی.  جنګ وسله نه ، جنګ مورال او ایمان  کوی وحشی صلیبیان او یهودان له دی ستر  نعمت بی برخی دی .

 د بلی خوا  د  د یموکراسی نظام  هدف د خلکو غلامول  او استثمارول  دی ، ددی ظالمانه  ګټو زیاتوالی هدف د ژوند د ښه والی او د عمر اوږدوالی دی، دوی نه غواړی چه مړه شی ،  د دوی عسکر جنګ د معاش د پاره او معاش یی د خپل ژوند د پاره کوی نو  ژوند د معاش د پاره له لاسه نه ورکوی  نو سرتیری ورته باید ونه ویلی شی ،  مجاهدین بیا  برخلاف د هدف  دلاستنه راوړلو  د پاره  ژوند (  وسیله ) ګڼی او مرګ ته په  ډیره خوشالی لیوالتیا لری .   نو د چا چه  ژوند هد ف ( ژوندی پاتی شی ) او د چا چه  ژوند د هدف د پاره وسیله وی ( شهید شی ) نو د چا مورال به پورته او څوک به سرتیری او څوک به تل بریالی او سرلوړی وی .  

مجاهدین دی هم    فکر نه کوی  چه دا بریالیتوبونه د دوی د قوی  مټو او سالم  فکرونو  او پلانونو په  قوت سره  وو ،  دا د الله ج  نصرت او پیرزونی وی ، د مجاهدینو لوړ ایمان ، د مظلومانو دعاګانی . د دیموکراسی مدعیان دی هم له دی حالاتو د عبرت درس واخلی د دوی مقابله د هغو قهرمانانو سره ده چه الله ج ورسره د بریالیتوب  ژمنه  کړی ( تاسی بریالی یاست که تاسی  ایمان ولری )  د الله ج ژمنه ، ژمنه ده  ،  نو دانسانانو په قیافه او جامه  کی شیطانان باید  د اسلامی مقاومت سره  جنګ بس کړی ، دوی حتمی بایلونکی دی .

  د کومو شرمیدلو  ماتو سره چه کفری نړی او یا د دوی بی کفایته اداره مخامخ ده ،دا د دوی د مادی نیمګړتیا ، ناوړتیا او کمبوتیا له مخی نه دی  بلکه  د دوی د معنوی  نیمګړتیاوو او  ناوړتیاوو  له امله دی  چه دوی یی د نړی په مظلومو اولسونو ترسره کوی او د هغود  طبیعی زیرمو، بشری انرجیو او نورومادی  منابعو څخه د تر لاسه کولو د پاره  له هر ډول فریب کاریو ، ښکرورو دروغو او چالاکیوی څخه کار اخلی .

الله ج د مسلمانانو او مظلومو ولسونو ملګری دی  دا چه  دوی د مسلمانانو سیاسی قدرت خپل کړی  ، مسلمانان یی ویشلی  ، له  مدنیت او  مړښت خحه یی لیری ساتلی  ، د جهالت او بی سوادیو سره یی مخ کړی ، ددی معنی  نه ده چه مسلمانان به ټول عمر داسی  تیروی ، دا د مسلمانانو د پاره  د عبرت درس او ازموینه  وه ، مسلمانان اوس ویښ شوی او راویښیږی.   

حتی د دوی  د قلمرو لاندی ولسونه  تر ټولو زیات   د دیموکراسی  د مستقیم استثمار لاندی د فشارونو او شکنجو لاندی د ذلت او حقارت شپی ورځی صبا کوی .  مغزونه یی ورله په نشهی توکو او الکهولو  پریمنځلی ا ود اخلاقی ناولتیاوو ،  بدمرغیو او فقر سره یی مخ کړی چه  ټولنیز ژوند نورنه پیژنی تر دی چه ښځه ، میړه او بچیان  یو بل ډیر کم سره وینی  ، بچیان یی  د نورو سره لوی شی طبیعی  مینه یی حتی د خویندو او ورونو تر منځ  لا نه وی ،د نورو  خو پوښتنه هم مه کوی .

 له لږ لوییدو وروسته دنشه توکو او د ګل او بلبل ښوونځیوته وردننه شی  ، په ښوونځیو  کی ورته  مردار فلمونه او د ګل او بلبل ترانی او ډرامی تدریس کیږی له  دولسم ټولګی وروسته د  ګرل فرییند او بای فریند په نوم ( بی نکاح ) د جنسی غریزو د مشبوع کولواو بیلونو تادیه کولو د پاره  ګډ  ژوند غوره ګړی  چه یو دبله  پوره ازادی هم سره  لری. که جلا شی  په کوڅو او سړکونو باندی شپی تیروی ، دا چه کرایه اوبیلونه  قیمته دی تر هغی چه  نور ملګری پیدا کوی ، بی کوره او بی اوره  ژوند لری  ،  خپلوان او مور اوپلار هم نشته چه یو بل ته لاس ورکړی .

  کورنی مینه او تعاون چه  نه وی ، کورنی ( چه د ټولنی بنسټ تشکیلوی )  شتون  نه  لری، بچیان یواځی میاندی پیژنی  پلرونه نه  او نه یی میندی پوهیږی چه څوک یی پلرونه دی ،  نو مینه او مرسته به له کومه شی .  څه معاش چه اخلی  زیاته برخه یی ( سرمایدارانو ) ته  په ټکسونو اوبیلونو کی ورکوی . سرمایدارانو ورته  داسی فارمول جوړ کړی چه  د هغو د کارکولو  د پاره ژوندی وی چه کمونیزم ورباندی دیر شرف او ښه والی لری .

د هغه   فقر له مخی چه ورسره مخ دی  د عسکری  خدمت د پاره په ډیرو کمو معاشونو  جلبیږی  ، د وسلو د کارولو،  وژلو او تباه کولو روزنی وروسته  د مظلومو اولسونو د وژلو د باره هغه  مظلومو  او بی وزله ملکونو ته یی له ځانه سره بیا یی  ،  نو په دی ډول خپلی کورنی د ( کور کالی  دوډی )  د نه لرلو  له خطره  ژغوری .  .

بی وزله ملکونو کی عسکرو ته چه څه قومانده وی هغه به ترسره کوی یعنی له هر وحشت  ، بی عزتیو ، او  وژنو له  قوماندی به سرغړونه  نه کوی  که نه د مرګ سزا به ورته اورول کیږی ، دوی ته  کنترول شوی نشه یی توکی ورکوی له دی کبله دوی بی ځانه او بی رحمه وی هر ډول وحشی کارونه ترسره کوی ،  مګرکله چه خپلو ملکونو ته وګرځی  هغه  بی ګناه وژنی  ، وحشتونه  او د بی عزتیوصحنی ور په یاد او لیونی شی ،  کله ځانونه او کله نور وژنی ، د الجزیری په تلویزون کی می لیدل  چه یواخی په ۲۰۱۲ کال کی  د امریکا په عسکرو کی شپږ نیم زره  د ځان وژنو  وسی او پیښی  ثبت شوی  په یوولس کلونو کی  به داشمیره  څومره وی ،  چه  ډیر یی په ځان وژنو بریالی شول او څه  یی اوس هم  په  روغتونونو  او جیلو نو کی د درملنی او جدی څارنی لاندی دی.

څومره ظلم او وحشت چه د استعمارګرو له خوا د دوی د قلمرو لاندی اولسونو باندی دی په هغه اندازه لا د دوی د استعمار لاندی مظلومو هیوادونو باندی نشته ولی د استثمار  کمیت او کیفیت یی  بدل دی .  دا چه  په کومه کچه  یی خپل اولسونه ( غریبه طبقه )  د معنوی فقر او اخلاقی ناولتیاوو سره مخ کړی ، په حیواناتو کی  به یی هم مثال ونه ګوری ، نارینه د نارینه او شځی د شځو سره ودونه کول ، د هغوی حقوق په اساسی  قانون کی ورته  ځای ورکړی شوی  او د نورو په شان  د قانونی حمایت  او څارنی  لاندی د قدر وړ ګنل کیږی ، ډیر یی  د حکومت لوړ پوړی چارواکی هم وی، د حیواناتو سره  خپلی جنسی  غریزی ترسره کوی  که د خپلو حیواناتو سره وی  کوم جرم نه ګڼل کیږی  ،  نشه توکی یی  په شکاره غیر قانونی ولی عملا  قانونی او  د  بی قانونی په نوم یی ورله قیمتونه  پورته کړی دی .

دا ټول اخلاقی فسادونه او استثماری پلانونه  تصادفی نه دی ، ددی ټولو تر شا د نړیوال ګوند چه اکثره یی یهودان او صلیبان دی،  قرار لری. د تعلیم ،  میډیا ،  کلتور ، فرهنګی ،  نظامی ، سیاسی ، اجتماعی ، اقتصادی  او داسی نوری ټولی ساحی  یی بهر دننه  د دیموکراسید سیوری  لاندی نیولی.  مګر له نیکه مرغه د افغانستان جنګ د دوی ټول پلانونه  شنډ او  ویجاړ کړل ، د ټولی نړی د جهانی حکومت  خوب او خیال یی له یاده ووت ،  لکه کوم خوبونه چه به  روسانو د شوروی اتحاد په وخت کی لیدل اوس نورهغه  شوروی اتحاد نه دی پاتی ،  اوس هغه شوروی اتحاد  یواځی روسان پاتی شول  .    

نړیوال استعمار چه  د خپلو ټولو مادی امکاناتو سره سره ، نن خپلو  شرمیدلو ماتو او د مجاهدینو پرله پسی بریالیتوبونو ته ګوری  حیران  پاتی دی. افسوس کوی چه کشکی له دی مجاهد اولس مو ځانونه لیری ساتلی وی ، کشکی  د انګریزانو مو  ( څه وخت مخکی ) او د روسانو له  برخه لیک مو ( پرون )  د عبرت درس اخستی وی ، همدا خبره دوی روسانو ته او نن  یی روسان  دوی ته کوی  .  روسان وایی چه مونږ  په ناپوهی کی دا احمقی  وکړه  او دوی سره د پوهی  له جهالت او بی عقلیو کار واخست  او د څلیښتو په ډنډ  ورسم شول  (چا پپو ، ویل خپله پپو ) ، اوس نو ګرځی لیونی په غرونو .

له بیچاره ګانو  لیونیان اووحشیان جوړ شوی  ، وایی سیند چه څوک لا هو کړی کاڼو، بوټو او حتی هوا ته هم لاسونه او پښی غورزوی . حیران پاتی دی  وایی ( په داسی بلا  واوړی چه پرتوګ په غاړه راوړی )   ، نو دوی ته افغان مجاهدین هم  داسی  بلا جوړه  چه پتلونونه  یی  په غاړو کی   پریوتل .

 داسی څه یی خوړلی چه نه یی  غورزولی  ، نه یی تیرولی  او نه  یی هضمولی  شی   ، خپل ملګری یی ، لمړی د دوی لاسپوڅی ، فاسده او بی کفایته اداره ورسره غلاوی ، فریب کاری  او دوکی  کوی  ، دوهم ، ګاونډی ملکونه   لکه  ایران ، پاکستان ، هند روسیه  اوچین هم  تری اوس د غوښو په  شوکولو دی  ،  دریم ،  د ناتو ټلواله یی هم په هغه درنشت نه ګوری لکه څومره چه په اوایلو کی  امریکا څربه وه، یو پر بل هر ډول تهمتونه لګوی  چه غلطه محاسبه او اندازه ګیری مو کړی وه  .  خپلو کی سره وایی ( تاسو ته پته نه وه چه دوی د هماغه پخوانو غازیانو لمسی او تر هغو لا قوی دی) .

 ناتو په دی ویره چه  له راوتلو وروسته به د وارسا په شان  دړی وړی او نوم به یی د وارسا په شان د تاریخ د عبرت یوه پاڼه  شی .  او امریکا په دی ویره چه د  شوروی  اتحاد له برخه لیک سره به  مخ شی .   او له ټولو مهمه یی د دیموکراسی شیطانی فلسفه به هم د کمونستی د فلسفی په شان د موزیم  په  یوه تاخچه کی   کیښودل شی   نړیوال به یو ځل بیا په دی قانع شی چه د افغانتسان مجاهده خاوره  یوځل بیا  د ټولی نړی د استعمار  د پاره  هدیره جوړه شوه  او د ۴۸  استعماری  ملکونو مړی پکی خخیږی (  الله اکبر الله اکبرالله اکبر  و لله الحمد ) .   

دا چه د دوی برخه لیک به هم د شوروی اتحاد په شان شی ، د افغانستان  څخه له وتلو وروسته  به  په ډاګه شی  ، تر اوسه ډیری خبری د امریکا او اروپا  خلکو  او نړیوالوڅخه  پټی  او مرموزه  دی  . ملت  او نړیوالو ته یی د دروغو  لوی لوی غرونه جوړ کړی  چه دوی القاعده  ختمه  کړه  ،  په افغانستان کی یی مصلح ، مضبوط  او با ثباته حکومت  په پښو درولی  ، ډیره غښتلی او پیاوړی اردو ، پولیس او امنیت یی روزلی ،  د افغانستان خلک یی  د ګاونډ یانو  د هر ډول سیاسی لاسوهنو  او نظامی بریدونو په مقابل کی خوندی کړی ،  د نشه توکو د تولید او د قاچاق  مخه یی  نیولی د ښځو او بشری حقوقو درناوی ، پاملرنه  او ساتنه یی کړی ده .

تر ټولو ډیره مهمه موضوع  د دوی د ځانی  تلفاتو  شمیره  چه دوی  څومره  وژل شوی او دوی خپلو خلکو  ته  د څو  خبر ورکړی  څومره  ورک او چیرته دی ؟   د دی ورکو خبر له اوله ولی خلکو او ورثه وو ته  نه  دی ورکړی شوی ؟  د دی ټولو خیانتونو مرتکبین څوک دی ؟ ملت به د هغو ورکو پوشتنه ضرور کوی چه هغوی څه شول ؟ له هغه وروسته به بیا د امریکا او اروپا دننی انقلابی حالات را په مخه کیږی .  که ملت دا هم ومنی چه  د  دوی  سیاسینو ، استخباراتو  او نظامیانو  به د مړو شمیره د  وهم  د کمولو او یا د نظامی مورال د رالویدلو  له خطره څو ځلی کمه ښودلی وی او یاد امریکا او اروپان  د لسو ټریلنونو ډالرو  د سرسام اوره  مالی تاوانونه هم بی پلټنو ومنی ، مګر  دوی  ددی ټولو مقابل کی څه لاسته راوړنی لری  ؟  ایا دا ټول ځانی تلفات او مالی خصارات  مو  د  پرله پسی شرمیدلی ماتو د خاطره وو ، او هغه هم د یوګروپ خلکو له لاسه  چه (  نه په زمکه سیوری او نه په اسمان  ستوری لری)  ،  نه یی د شپی  د تیرولو ځای  او نه یی  له دشمنه د پتیدو ځای  ،   نه وسلی،  نه پیسی او نه  وسیلی لری .

یو مصلح او با ثباته حکومت  مو هم له ځانه وروسته نه دی پریښی  چه د نجیب په شان خو یی دوه دری کلونه دوام درلودی .  نو زمونږ شرمیدلی ماتی خو  به سمدلاسه نړیوالو ته نه  په ډاګه کیدله . القاعده  څو ځلی زیاته شوی منظمه او فغاله شوی  ،  د افغانستان حکومت په فساد او نشه توکو کی تر پوزی ککړ  او  د نړی ریکارد یی  مات کړی ،  ټول خلک  د لاسپوڅی حکومت  د وحشت ، بی کفایتیو  او فساد له امله د اسلامی مقاومت سره ودرید له اسلامی امارت څخه ملی مقاومت جوړ شو ،   ستاسی له راوتلو وروسته  به دغه نړیدلی او شریدلی حکومت  به  څو ورځی هم دوام ونکړی  یعنی  د نانو ماته او ناکامی به تر روسانو څو ځلی زیاته وی  او د نړی  له ټولو  شرمیدلو ماتو څخه به وشمیرل شی ملی  اردو هم  په ګوندونو او قومونو ویشل شوی اردو ده  ، ګاوندیان به هم  تر پخوا زیاتی   حملی کوی ،   مونږ دلته د پولی ټق ته کیناستلو ، په هرو پنځو کسانو کی یو بیکاره او  په هرو پنځو بزنسونو کی د یو بزنس  دروازه تړل شوی او د کومو چه درواوزی بیرته دی هغه هم نیم د پوری کیدو په حال کی دی  ، دریمه برخه  پولیس او استادان له دندو لیری شول .

ستاسی او ستاسی د کابل د لاسپوڅی اداری ترمنخ  هیڅ توپیر نه شته  او اصلا  تاسی  فاسد ، او بی کفایته وی  چه داسی فاسده او بی کفایته اداره  مو  رامڼخته کړه  چه  حتی ستاسی د ناکامیو سبب هم  دغه فاسده اداره شوه.

د لویدیز هیوادونو خلک  په تاسی  نور د چارواکو باور نه شی کولی  او د ټولو کړنو حساب  به ورکوی.  ستاسی کړنی  له ملی خیانت نه هم  پورته  دی تاسی مونږ د تل د پاره  و پلورلو زمونږ لمسی کړوسی  به  د دی جنګ بیه ورکوی  او هغه هم که تحزیه نه شو .

د پورتنیو  توضیخاتو او شواهدو له مخی  به  دوی  خامخا د شوروی اتحاد د برخه لیک سره مخ کیږی او لا به تر هغی بدتره ځکه وی چه شورویان   خو ډیر  ژر  او سمدلاسه ووتل ،  مسعود خان هم ورسره مرسته وکړه  او څه ناڅه ثابته اردو او د نجیب حکومت یی  له ځانه وروسته پريښود چه بی روسانو یی وکولای شو چه نزدی دری کلونه حکومت وکړی . ولی  ستاسی لاسپوڅی اداره به دری ورځی هم حکومت ونه کړی ، خپلو کی به یو بل ختموی اسلامی مقاومت خو یی وروستی او اخری ګذار دی  .  و من الله التوفیق

الحاج استاذ بیانزی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x